ژبه

په ده صلاح ولسوالۍ کې پنځوس بستريز روغتون جوړېږي

پلخمري (پژواک، ١٣ ورى ٩٣): د بغلان په ده صلاح ولسوالۍ کې به د يوه پنځوس بستريز روغتون په رغولو سره نږدې سل زره کورنۍ له روغتيايي اسانتياوو برخمنې شي.

د عامې روغتيا وزارت وايي، چې دغه روغتون د دغه وزارت له خوا د دولت له بوديجې څخه د نږدې درې ميليونه امريکايي ډالرو په لګښت جوړېږي، چې کار يې په رسمي توګه پيل او د دريو کلونو په اوږدو کې به ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.

د عامې روغتيا وزارت مالي او اداري مرستيال عبدالبصير سرور د دغه روغتيايي مرکز د بنسټ اېښودو مراسمو ته وويل، چې د دغه پنځوس بستريز روغتون په رغولو سره به د اندارب د دريو ګوني ولسواليو (ده صلاح، بنو او پلحصار) له سل زرو زياتې کورنۍ له روغتيايي اسانتياوو برخمنې شي.

هغه زياته کړه، چې دغه روغتيايي مرکز پر اوه جريبه ځمکه چې د سيمو د خلکو له خوا ورکړل شوې، په پاخه او اساسي ډول جوړېږي، چې په رغولو سره به يې د اندارب خلکو د روغتيايي اړتياوو يوه لويه برخه  پوره شي.

نوموړي روغتيايي خدمتونه ګران بيه وبلل او له خلکو يې غوښتنه وکړه، چې د روغتيايي مرکزونو په ساتنه او همدارنګه د ښځينه روغتيايي پرسونل په روزنه او استخدام کې له روغتيايي چارواکو سره مرسته وکړي.

د ده صلاح ولسوالۍ د ولسي شورا غړي مولوي عبدالحنان پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دغه روغتون رغول به د مور او ميندو د  مړينې په مخنيوي کې اغېزناک وي.

هغه زياته کړه، چې د ده صلاح په مرکز کې يو ١٠ بستره روغتيايي کلينيک شته، خو د نسايي ولادي ناروغانو د درملنې او عمليات امکانات نه لري، خلک اړ کېږي، چې خپل ناروغان د بغلان مرکز پلخمري  ولايتي روغتون ته يوسي، چې په ځينو وختونو کې د مور او ماشوم د مړينې سبب ګرځي.

يوه ځايي اوسېدونکي عبدالرسول وويل: ((تېره اونۍ مې مېرمنې تکليف درلود، کلينيک کې امکانات نه وو، پلخمري ته مې يوړه،  چې په لاره کې د زېږون له امله يې ماشوم ومړ.))

هغه زياته کړه، چې ناروغه مېرمن يې پلخمري روغتون ته ولېږدوله، چې له يوې مياشتې تېرولو وروسته روغه شوه.

ده صلاح د پلخمري ښار په نږدې اويا کيلومترۍ کې موقعيت لري او سړکونه يې هم خام دي.

عبدالرسول وويل، چې هر کال يو شمېر ميندې او ماشومان د سړک د خرابوالي له امله روغتون د لارې په اوږدو کې مري او هيله ده، چې د پنځوس بستريز روغتون په جوړولو سره به دا ستونزه حل شي.

ورته موضوع