Language

بدخشان کې سېلابونه لسګونه کورونه زيانمن کړي

فيض اباد (پژواک ٢٥ ورى ٩٣): په بدخشان ولايت کې د سېلابونو له امله شاوخوا ٤٥ کورونه نړېدلي او سېلاب ځپلې کورنۍ د بېړنيو مرستو غوښتنه کوي.

د بدخشان د والي وياند احمد نوين فروتن وايي، چې دغه سېلابونه پرون د کشم ولسوالۍ د شاخدان او بلوچ په کليو کې د سختو بارانونو له امله راوتلي او ٤٥ کورونه يې زيانمن کړي دي.

فروتن پژواک خبري اژانس ته وويل، د دې ترڅنګ ٧٨٠ جريبه کرنيزه ځمکه او د اوبو خړوبولو لسګونه کانالونه هم له منځه تللي دي.

د شاخدان کلي يو اوسېدونکى عزيز الله وايي، چې د سېلاب راوتو له امله يې کور نړېدلى او د کور ټول توکي يې له منځه تللي دي.

هغه زياته کړه: “له خپلو بچيانو سره يو ځاى په ډېرې سختۍ، بل ګاونډي کلي ته ولاړو.”

هغه وويل، چې له يادې سيمې تر ٤٥ څخه زياتې زيانمنې کورنۍ شاوخوا سيمو ته کډه شوې او په ډېره بد حالت کې ژوند کوي او وايي چې بايد ژر تر ژره مرسته ور ورسېږي.

د بدخشان د والي وياند زياته کړه، چې له طبيعي پېښو سره د چمتووالي ادارې د سروې ټېم، سېلاب ځپلو سيمو ته لېږل شوى او ټاکل شوې چې په دې اړه نن د والي په مشرۍ بېړنۍ غونډه راوبلل شي.

هغه څرګنده کړه، چې په دې ناسته کې به له مرستندويه موسسو هم وغوښتل شي، تر څو له يادو کورونيو سره ژر تر ژره مرسته وکړي.

سيمه ييز چارواکي وايي، چې سېلابونو کومه ځاني مرګ ژوبله نه درلوده.

د ويلو ده، د تخار ولايت په رستاق ولسوالۍ کې دوه ورځې وړاندې د غره ښويېدنې له امله څلور تنه مړه او يو شمېر نور ټپيان شوي وو او دغه راز سلګونه کورونه هم په کې له منځه تللي دي.

Related Topics