ژبه

واشنګټن ، کابل ( پژواک، ۶ غبرګولی ۹۳ ) دامریکا ولسمشر بارک اوباما پریکړه کړې ده، چې تر ۲۰۱۴ کال وروسته  په افغانستان کې ۹۸۰۰ سرتیري پاتې کړي، په دې شرط که نوی افغان ولسمشر له امریکا سره امنیتي سند لاسلیک کړي.

دامريکا ولسمشر بارک اوباما پرون ناوخته د  واشنګټن په سپینې ماڼۍ کې د وينا پر مهال اعلان وکړ، امریکا به له افغانستان څخه خپل ټو سرتیري د ۲۰۱۶ زیږدیز کال ترپایه پورې له افغانستان څخه اوباسي.

سرچینې زیاته کړې، چې ټاکل شوې ولسمشر بارک اوباما په دې اړه رسمي اعلان دامریکا په وخت نن دورځې په وروستیو شیبو کې وکړي.

یادې سرچینې ویلي : (( موږ به هغه مهال په افغانستان کې خپل سرتیري پریږدو ، چې نوی افغان حکومت له موږ سره امنیتي سند لاسلی کړي .))

اوباما ویلي، چې د امریکا او افغانستان ولسمشرانو په تازه اړیکو کې ژمنه کړې، چې د نوي ولسمشر تر پریکړې وروسته به ژر تر ژره امنیتي سند لاسلیک کړي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، دامنیتي سند تر لاسلیک وروسته به امریکا د افغانستان په بیلا بیلو سیمو کې خپل ۹۸۰۰  سرتیري وساتي .

سرچینې ویلي چې ولسمشر بارک اوباما به پخپل نوې پریکړه کړې، د ۲۰۱۴ کال تر پایه پورې  د افغانستان د جګړې د پای ته رسولو اعلان هم وکړي.

سپینې ماڼۍ ویلي، چې د ۲۰۱۵ تر پایه پورې به امریکا د یادو سرتیرو نور نیمایي اوباسي او تر هغې یو کال وروسته به ټول سرتیري اوباسي.

دامریکا ولسمشر بارک اوباما نن په دویم ځل هم له ولسمشر حامد کرزي سره ټیلیفوني خبرې وکړې، ویل کیږي، چې بارک اوباما حامد کرزي ته د خپلې پریکړې او اعلان په اړه معلومات ورکړي دي.