ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتيکا د جلغوزيو سوداګر : شپږ ميليارده افغانۍ تاوان  مو کړی

د پکتيکا د جلغوزيو سوداګر : شپږ ميليارده افغانۍ تاوان مو کړی

author avatar
29 Jun 2014 - 11:09
د پکتيکا د جلغوزيو سوداګر : شپږ ميليارده افغانۍ تاوان  مو کړی
author avatar
29 Jun 2014 - 11:09

ښرنه ( پژواک، ٨ چنګاښ ٩٣ ) : د پکتيکا ولايت د جلغوزيو سوداګر وايي، چې سږ کال د بازار د نشتوالي له امله يې  شاوخوا شپږ ميليارده افغانۍ تاوان کړى دى.

دوى وايي ، چې جلغوزي يې اوس هم بازار نه لري،د سختې ګرمۍ له امله يې خپل کلنی پيداوار  نړيوالو بازارونو ته د نه لاسرسي له امله له نيمايي څخه هم په کمه بيه پر پاکستانيو سوداګرو په قسطونو پلورلى دي.

د پکتيکا د جلغوزيو د سوداګرو د ټولنې مشر حاجي سالم الدين پژواک خبري اژانس ته وويل، چې که دولت په ځانګړي توګه د کرنې او مالدارۍ او سوداګرۍ  وزارتونه ورسره لازمه مرسته ونه کړي  او جلغوزيو ته يې ملي او نړيوال بازار پيدا نه کړي، نو له سختو مالي ستونزو سره به مخامخ شي.

هغه زياتوي ، چې پکتيکا ولايت د جلغوزيو ښه لوی اوبې ساري ځنګلونه لري ،چې هر کال له پروسس څخه وروسته د افغانستان همدغه جلغوزي اسيايي او نورو اروپايي هېوادونو ته د پاکستان په نوم صادرېږي.

  د جلغوزيو د سوداګرو د ټولنې يوه بل غړي عبدالوکيل جلالزي پژواک اژانس ته وويل، چې دولت د سوداګرۍ په برخه کې پکتيکا ته هېڅ پاملرنه ،نه کوي.

نوموړى وايي : ((د پکتيکا د ارګون ،ګيان ،ژيړوک ،نکې ،چهارباران ،سرروضې ،برمل او ځينې نورې ولسوالۍ د جلغوزيو ګڼ ځنګلونه لري، خو د دولت د بې کفايتۍ له امله ورته د افغانستان سوداګر کومه پاملرنه کوي.))

د هغه په خبره، اړوندې دولتي ادارې بايد له دوی سره د سړو خونوجوړولو، ماشين ګېري او جلغوزيو ته د نړيوال بازار په موندلو کې مرسته وکړي.

ده هم وويل،  چې هر کال په سلګونو ټنه جلغوزي د سپينولو په موخه د پاکستان دلاهور ښار ته لېږدوي،چې بيا له هغه ځايه د پاکستان په نوم بسته بندي کېږي او بيا نورو بهرنيوهېوادونو ته  صادېږي.

د ارګون ولسوال محمدرضا د سوداګرو د يادې ستونزې په تاييد غوښتنه وکړه، چې د سوداګرو ددې ستونزې د هواري په موخه د افغانستان د کرنې او سوداګرۍ وزارتونه بايد په دې  برخه کې د ارګون  د جلغوزيو ټولنې سره لازمې مرستې وکړي.

هغه پژواک اژانس ته وويل ، د ارګون د جلغوزيو ټولنه چې په سيمه کې د سوداګرۍ  په برخه کې نوم لري، هر کال په زرګونو خلکو ته ، چې له ډلې يې څلور سوه مېرمنې  هم دي، د کار زمينه برابروي.

د پکتيکا د کرنې رييس محمدوصيل هم مني، چې د بازار د نشتوالي له امله د جلغوزيو سوداګرو زيان ليدلی دى .

نوموړي پژواک ته وويل: (( موږ په دې اړه خپل وزارت سره غږېدلي يو، دا يوه اوږده پروسه ده ، وخت ته اړتيالري، خو موږ هڅه کوو ترڅو د پکتيکا د جلغوزيولپاره وړ بازار پيدا کړو.))

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.