ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کرنې وزير خپل خپلوان د دولتي اپارتمانونو لپاره مستحق بللي

د کرنې وزير خپل خپلوان د دولتي اپارتمانونو لپاره مستحق بللي

author avatar
16 Jul 2014 - 18:29
د کرنې وزير خپل خپلوان د دولتي اپارتمانونو لپاره مستحق بللي
author avatar
16 Jul 2014 - 18:29

 کابل (پژواک ٢٥ چنګاښ ٩٣): کرنې وزارت د دولتي کارمندانو پر ځاى ټول هغه قرارداديان، چې د وزير خپلوان او د هغه د ملګرو له ډلې دي، د ښار جوړونې وزارت ته ور پېژندلي او د کابل په قصبه کې يې د اوسېدو هغه اپارتمانونه، چې د دولتي کارمندانو لپاره ځانګړي شوي، دوى ته ورکړي دي.

په دغې ښارګوټي کې، چې د جوړونې چارې يې پيل شوي، د هر وزارت کارمندانو ته په کې خپله برخه په پام کې نېول شوې او د کرنې وزارت دغې پروژې ته د خپل وزارت له لوري پر شرايطو برابر ګڼل شوي ٢٢ تنه ور پېژندلي، ترڅو دوى ته اپارتمانونه ورکړل شي.

 په دې پروژه کې د کرنې وزارت لپاره ٢٤ اپارتمانونه ځانګړي شوي، چې د ٢٢ کسانو له ډلې، چې تر دې مهاله د دغو اپارتمانونو لپاره وړ بلل شوي، ټول لوړپوړي کارمندان دي، چې په دغو کسانو کې د کرنې د وزير محمداصف رحيمي د کورنۍ څلور غړي هم شامل دي.

 محمد عارف او عبدالقادر د سلطان محمد زامن، چې يو يې د بشري سرچينو کارمند دى او بل يې په هغې پروژه کې، چې د ملګرو ملتونو پراختيايي پروګرام (يو ان ډي پي) له لوري تمويليږي، د مانېټورېنګ په برخه کې دنده لري او هر يو يې شاوخوا درې درې زره ډالره معاشونه هم لري؛ د وزير وروڼه دي.

 صفي الله د عبدالرحمن زوى، په پټيو باندې د اوبو د تنظيم په پروژه (OFWMP) کې نړيوال بانک پورې د اړوند تدارکاتو مسوول دى، د وزير وراره او د دې ترڅنګ عبدالملوک د سيد عمر زوى، چې د امنيتي مسوول په توګه کار کوي، د وزير د اوښي ګانو له ډلې څخه دى.

 دغه څلور واړه دولتي کارکوونکي نه دي، بلکې په ډېرو لوړو معاشونو سره د قراردادي کارمندانو په توګه استخدام شوي دي.

 د کرنې وزارت په مکتوب کې عمومي معلومات ثبت شوي، چې د ٢٢/٢/١٣٩٣ نېټې د ١٨٥ شمېرې مکتوب په ځواب کې ليکل شوى او د روان کال د غبرګولي مياشتې په ٢٨مه د وزير له لوري لاسليک شوى دى. د دغه مکتوب يوه کاپي پژواک خبري اژانس هم تر لاسه کړې ده.

 د کر نې وزارت يوه کارمند، چې له نوم اخيستو يې ډډه کوله، وويل، چې دغه کارونه د قلم مخصوص دفتر د مشر له لوري، چې د دغه وزارت د دفتر له رياست څخه جلا کار کوي، پر مخ وړل شوي دي.

 محمد عارف قاضي زاده د رحمت الله زوى د کرنې وزارت د قلم مخصوص دفتر کارمند دى. نوموړي له نورو ټولو ځان د دغې پروژې لپاره مستحق بللى او د ښار جوړونې له وزارت څخه يې د څلورو خونو درلودونکي اپارتمان غوښتنه کړې، په داسې حال کې، چې د نورو ٢١ کارمندانو لپاره يې د دوو خونو او درېيو خونو د اپارتمانونو غوښتنه کړې ده.

 قاضي زاده په دې هم بسنه نه ده کړې او خپل زوى يې، چې محمد رفيع نومېږي، واده هم نه لري  او د طبيعي سرچينو په عمومي رياست کې کار کوي، د درېيو خونو لرونکي اپارتمان مستحق بللى او په نوملړ کې يې ځاى پر ځاى کړى دى.

 د ٢٢ تنو له ډلې، چې د کرنې وزارت  د ښار جوړونې وزارت ته ور پېژندلي، ٩ تنه يې قراردادي کارمندان دي، چې د لايحې له مخې، د دولتي اپارتمانونو له امتياز  څخه نه شي برخمن کېدلى.

 د هغو معلوماتو له مخې، چې پژواک اژانس تر لاسه کړي، د يادو کسانو له ډلې يې پاتې ١٣ نور کسان هم لوړپوړي دولتي چارواکي دي، چې په هغو کې د بهرنيو اړيکو رياست امر، د وزير د دفتر رياست سرپرست، د بشري سرچينو رييس، د ځنګلونو رييس، د وزير سکرتر او د دغه وزارت د غله جاتو مشر شامل دي.

يوه پخواني دولتي کارمند، چې له شاوخوا ٢٣ کلونو راهيسې د کرنې په وزارت کې دنده ترسره کوي، وويل، دوى تر اوسه ان تر دې، چې د دولتي اپارتمانونو له امتياز، چې دغه وزارت ته يې سهميه ورکړل شوې، خبر هم نه لري.

 پژواک، د کرنې وزارت دغه کارمند ته د ټولو هغو کسانو نومونه، چې د اپارتمانونو وړ او مستحق بلل شوي، يو يو په ګوته کړ، خو نوموړي وويل: “د دغو په ډله کې به داسې کوم تن پيدا نه کړو، چې يا د دغه وزارت لوړپوړى چارواکى نه وي او يا هم د وزير د ملګرو او خپلوانو له ډلې.”

 دوه نور کارمندان  له کوم موجه دليل پرته تر دې مهاله د ښار جوړونې وزارت ته نه دي ور پېژندل شوي، خو د وزارت دغه پخواني کارمند، چې له نوم اخيستو يې ډډه کوله، وويل، چې دغه نوملړ ته په پام سره فکر نه کوي، چې پاتې اپارتمانونه دې مستحقو کارمندانو ته ورکړل شي.

 د کرنې وزارت د بشري سرچينو د مشر محمد يعقوب هوتک د معلوماتو له مخې، دوى په ټول افغانستان کې ٣٣٨٨ کارمندان لري، خو نوموړي وويل، د قراردادي کارمندانو په اړه چې په دوى پورې اړوند نه دي، معلومات نه شي ورکولى.

 هوتک د بشري سرچينو د مشر په توګه، ان د دغو ٢٢ کسانو د استخدام په اړه معلوماتو ورکولو ته هم چمتو نه شو، چې له دې ډلې يې کوم قراردادي او کوم يې د دولت رسمي کارمند دى. هوتک هم د دغو ٢٢ کسانو په نوملړ کې شامل دى.

 د ښار جوړونې وزارت د معلوماتو له مخې، د کابل په قصبه سيمه کې د متحده اماراتو له لوري د اوسېدو دغه پروژه، چې د ودانولو کار يې د اماراتو په مالي مرسته پر مخ وړل کېږي، ټولټال ٣٣٣٣ اپارتمانونه لري.

 د دغه وزارت مرستيال محمد اکبر احمدي، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه اپارتمانونه په شل کلن قسط د وزارتونو کارمندانو او هغو کسانو ته چې د ولسمشرۍ ماڼۍ لوري ور پېژندل کېږي، وېشل کېږي.

 دغه اپارتمانونه، د شل کلن قسط له مخې، يو متر مربع د ٤٥٠ ډالرو په بدل کې وېشل شوي. د اپارتمانونو مساحت له يو بل سره توپير لري، د بېلګې په ډول، د درېيو خونو اپارتمان له ٧٥ تر ٨٨ مترو پورې ساحه نيسي.

 له نوموړي څخه د مستحقو کسانو د پېژندنې په اړه پوښتنه وشوه، هغه وويل چې دوى په دې برخه کې هېڅ کوم مسووليت نه لري او دغه موضوع د هغو ستونزو له امله چې د ښار جوړونې وزارت ور سره مخ شو، د ولسمشر د حکم له مخې، دا  د وزارتونو مسووليت شو، چې مستحق کسان دوى ته ور وپېژني.

 د ښار جوړونې مرستيال د بېلګې په توګه د دغو ستونزو له ډلې يې يوه هغه ياده کړه، چې ولسمشرۍ ماڼۍ د دغې پروژې د اپارتمانونو له شمېر څخه ډېر دولتي کارمندان ورپېژندلي و.

 د احمدي په وينا، تر دې مهاله په دې اړه کوم ځانګړى قانون او لايحه نشته او د ښار جوړونې وزارت ټولو هغو کسانو ته، چې نورو وزارتونو د ښار جوړونې وزارت ته ور پېژندلي، اپارتمانونه وېشلي، هغه که دولتي کارمندان دي او يا هم قراردادي.

 هغه زياته کړه: “مثلاً په يوه وزارت کې، لس زره کسان اپارتمانونو ته اړتيا لري او له دې ډلې يې ٢٠ تنو ته سهميه رسېدلې، نو په داسې حال کې ستونزمنه ده، چې عدالت ټينګ شي. خلک دې اندېښنه نه کوي، ان شاءالله که راتلونکي کلونه شرايط برابر و، نو موږ په اوږدمهاله قسطونو سره دغه اپارتمانونه ورو ورو زياتوو، پرېږدئ، چى اول يې چارواکي ونيسي، چې له هغه وروسته به نورو ته هم ورسېږي.”

 د احمدي د معلوماتو له مخې، کابل ښار کې د اوسېدو ٣٠٠زره اپارتمانونو ته اړتيا ليدل کېږي.

هغه وويل، چې د ښار جوړونې وزارت اوس مهال ٢٠زره اپارتمانونه پام کې لري او په شپږو زرو نورو يې کار روان دى، چې کېداى شي تر راتلونکو شپږو مياشتو او يوه کال پورې بشپړ او ووېشل شي.

 د ښار جوړونې مرستيال ډاډ ورکړ، که د ښارګوټو جوړونې کارونه په همدې ډول دوام ولري، نو په راتلونکو څو کلونو کې به ټولو مستحقو او بې کوره کسانو ته د اوسېدو اپارتمانونه ووېشل شي.

 

براى دريافت مکتوب وزارت زراعت را اينجا کلک کنيد.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.