ښرنه(پژواک٢٦چنګاښ٩٣): ډاکټر اشرف غني احمدزى وايې،چې د ولس په رايو معامله نه کوي او نه هم ايتلافي حکومت جوړه وي.
نوموړي وويل: ((له عبدالله سره موافقې ته رسیدل اصولي دي اما اصولي پدې معنا نه چې سهامي شرکت،او یا هم ایتلافي حکومت منځته راوړو.))
د دغه څرګندوني دولسمشرۍ د ټاکنو مخکښ نوماند ډاکټر اشرف غني احمدزى نن د چنګاښ په ٢٦مه د پکتيکا ارګون ولسوالۍ ته د سفر پرمهال د غونډې ګډونوالو ته کړې دي.
اشرف غني احمدزي سره په دغه سفر کې د پکتيکا والي محيب الله صميم او يوشمير چارواکو ملتيا کوله د پيښې د ځاى څخه يې له نزدې څخه ليدنه وکړه.
نوموړي ، دغه پيښه د ردونکي و بلله او ټپيانو ته يې د ژر روغتيا غوښتنه وکړه.
د ارګون ولسوالۍ خلک د اشرف غني له ورتګ څخه خوښ ښکاريدل او له نوموړي څخه يې غوښتنه کوله که واک ته ورسيږي نو د امنيت تامين ته به جدي پاملرنه کوي .
د سلېمان په نوم یوه تن قومي مشر پژواک سره په خبرو کې د اشرف غني له ورتګ څخه خوښي وښوده.
نوموړي زياته کړه، چې دوي نور له جګړو ستړي دي او که اشرف غني واک ته ورسيږي پکارده چې د سولې او ټيکاو په رامنځته کيدو کې هڅه وکړي .
ديادولو ده ، چې د پکتيکا په ارګون ولسوالۍ کې د تيري سه شنبې په ورځ (د چنګاښ ٢٤مه) د موټر بم په چاودنه کې ٤٢تنه وژل وشوي او ٨٩ تنه نور ټپيان شوي و.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن