ژبه

جنرال کېمبل په افغانستان کې د ناټو د قوماندان په توګه ومنل شو

لالیت کمار جاها

۳ زمری ۱۳۹۳ - ۱۵:۴۹

۹۲ کتنې

واشنګټن(پژواک،٣زمرى٩٣):دامريکا کانګرېس جنرال جان کېمبل په افغانستان کې د امريکايي او ناټو پوځيانو د عمومي قوماندان په توګه ومانه.

دغه امريکايي پوځي به په ٢٠١٥ميلادي کال کې د جنرال جوزيف ډانفورډ پر ځاى په افغانستان کې د امريکايي او ناټو پوځيانو د عمومي قوماندان په توګه پوځي مسووليتونه پر غاړه واخلي.

کېمبل د خپل فېسبوک په پاڼه کې ليکلي ، چې تېره شپه يې د امريکا له سنا مجلس  (کانګرېس) څخه خبر ترلاسه کړ، چې هغه يې د دې دندې لپاره منلى دى.

نوموړى، چې د امريکا د لوى درستېز مرستيال دى؛ څه موده مخکې د امريکا د دفاع وزير چيک هيګ له لوري د دې دندې لپاره نومول شوى و.

هيګل،دجنرال کېمبل له نوماندۍ سره هم مهال په افغانستان کې د امريکايي او ناټو پوځيانو عمومي قوماندان جنرال ډانفورډ د امريکايي مرين قواوو د عمومي قوماندانۍ لپاره ونوماوه.