ژبه

“افغانستان کې د هند پراختيايي کړنې د سيمې ثبات ته د هند ژمنتيا ښيي”

واشنګټن ( پژواک ٧ زمرى ٩٣): د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کري، په افغانستان کې د هند پراختيايي فعاليتونه وستايل او ويې ويل چې دغه فعاليتونه د سميې ثبات ته د نوي ډهلي ژمنتيا څرګندوي.

کري، تېره ورځ د هند د بهرني سياست په اړه د وينا پر مهال ويلي،چې هند په افغانستان کې په خلاص لاس د پانګونې له لارې، د سيمې د ثبات لپاره ټينګه ژمنه کړې ده.  

د امريکا متحده ايالتونو د بهرنيو چارو وزير،د روانې اونۍ په وروستيو کې له خپل هندي سيال سره د امريکا او هند تر منځ د ستراتيژيکو مذاکرو د پنځم کلني دور د خبرو په موخه هند ته سفر کوي. 

د هغه په وينا، تمه ده چې د دواړو هېوادونو خبرې، د افغانستان پر اوسني وضعيت راټولې وي.

کري وايي:” له افغانستان سره، د واک د لېږد په دې بحراني شېبو او راتلونکو څو مياشتو کې، د نړيوالې ټولنې مرستې ډېرې حياتي دي. “

دى وايي، چې په راتلونکو ورځو کې به له افغان ولسمشر حامد کرزي او د ولسمشرۍ له دواړو کانديدانو ( ډاکتر عبدالله عبدالله او ډاکټر اشرف غني احمدزي) او ملګرو ملتونه سره په ګده کار وکړي، تر څو له افغانستان سره د واک د لېږد پر مهال اړينې مرسته وشي.  

هغه زياتوي : “او موږ غواړو چې په دې برخه کې له هند سره هم کار وکړو تر څو هند د خپلو ګاونډيانو سره په ګډه هغه فرصت پيدا کړي، چې د افغانستان اړيکې د سيمې او نړۍ له هېوادونو سره واضح کړي.”