کابل ( پژواک، ٩ زمری ۹۳ ): د اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله ټاکنيزې ډلې د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کيري نظر پرځاى ګڼي او وايي، چې دواړو کانديدانو د صدارتي نظام د جوړولو پر سر کومه هوکړه نه ده کړې.
دوى وايي، دواړو لورو منلې چې ګټونکى کانديد، خپل ناکام سيال ته د اجراييوي رييس څوکۍ ورکوي.
ټاکنيزې ډلې وروسته له هغه دا څرګندونې کوي، چې جان کيري د افغانستان د ټاکنو په اړه په خپله مقاله کې، چې پرون خپره شوې ويلي، د ولسمشرۍ د دواړو کانديدانو ترمنځ منل شوى سند نه اساسي قانون تر پښو لاندې کوي او نه هم په افغانستان کې پارلماني سيستم رامنځته کوي.
جان کيري دغه څرګندونې په خپله يوه تازه ليکلې مقاله کې کړي، د نوموړي په وينا، دا سند د اجراييوي رياست نوی بست منځ ته راوړي ، چې “ولسمشر ته به ځواب وايي تر هغه وخته چې ولسمشر لويه جرګه راوبولي تر څو د دې په اړه پرېکړه وکړي، چې دايمي بدلون د هېواد په ګټه دی او که نه.”
وروسته له هغه چې عبدالله په ټاکنو کې د پراخو درغليو تور پورې کړ او له ټاکنيز بهير سره يې پرېکون وکړ، دواړه کانديدان د جان کيري په منځګړتوب د ټولو رايو پر بيا شمېرلو او د ” ملي وحدت حکومت” پر جوړولو سره سلا شول.
که څه هم د کانديدانو ترمنځ ددې هوکړې ١٨ ورځې تېرېږي، خو دواړو لوريو يې په اړه خلکو ته پوره معلومات نه دي وړاندې کړي او يا يې هم يو د بل پروړاندې ضد او نقيضې څرګندونې کړې دي.
د عبدالله ډلې ويل، هوکړه داسې شوې چې ګټونکى کانديد به بايلونکي ته د اجراييوي رياست څوکۍ ورکوي او دا به د دوو کلونو په موده کې د اساسي قانون د تعديل له لارې پر صدراعظمۍ اوړي.
خو اخوا د احمدزي ډلې ويل چې دوى داسې کومه پرېکړه نه ده، بلکې د اجراييوي رياست څوکۍ د کړې ژمنې له مخې احمدضياء مسعود ته ورکوي ، چې د ټاکنيزو کمپاينونو پرمهال ددوى له ډلې سره يوځاى شوى وو.
خو د جان کيري د مقالې تر خپرېدو وروسته دا خبرې اوس بل ډول دي.
د عبدالله د ټيم يو وياند مجيب رحيمي وايي ، چې د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کيري ليکنه سمه ده، چې د دواړو کانديدانو ترمنځ په شوې هوکړه کې د صدارتي نظام رامنځته کېدو په اړه کومه يادونه نه ده شوې.
خو رحيمي وايي، په هوکړه کې دواړو کانديدانو په څرګند ډول منلې، چې د اجراييوي رياست څوکۍ بايلونکي کانديد ته ورکول کېږي.
نوموړي وويل، دوى هڅه کوي ترڅو د شوې هوکړې بشپړ متن د ولسونو او رسنيو په واک کې ورکړي.
رحيمي وايي، د امريکا ولسمشر بارک اوباما هم له کانديدانو سره په دوه ځله ټيلېفوني اړيکو کې په دې ټينګار کړى، چې دا سند دې هرڅومره ژر چې کېداى شي، کانديدان لاسليک کړي.
نوموړي وويل، د جان کيري د ليکنې اصلي او اساسي هدف د صدارتي نظام په اړه دى، چې خلکو ته په دې اړه د راپيدا شويو اندېښنو په هکله ډاډ ورکړي.
د نوموړي په وينا، د جان کيري په ليکنه کې اصلي خبره د صدارتي نظام په اړه وضاحت دى، چې له همدې امله د اجراييوي څوکۍ په اړه کوم تفصيل نه دى ورکړل شوى.
له بلې خوا د تحول او تدوام ټيم غړى طاهر زهير پژواک ته وويل، چې د دواړو کانديدانو ترمنځ په شوې پرېکړه کې دا منل شوې ده، چې د رايو د تفتيش له پروسې وروسته به بايلونکى کانديد اجراييوي رييس ټاکل کيږي.
د نوموړي په وينا، ګټونکى ولسمشر دا صلاحيت لري، چې له دې څوکۍ اجراييوي رييس ګوښه او پرځاى يې بل څوک ولسي جرګې ته د رايو ترلاسه کولو لپاره ور وپېژني.
هغه زياته کړه، چې دواړو کانديدانو په پرېکړه کې دا منلې، چې د رايو بيا تفتيش او د ټاکنو پايلې به مني، همداراز ګټونکى کانديد به د دې زمينه برابروي، چې د ملي وحدت حکومت او د اجراييوي رييس بست رامنځته کړي او همداراز په دې ملي وحدت حکومت کې به معيار يواځې استعداد او وړتيا په پام کې نيول کيږي.
نوموړي له پژواک سره په مرکه کې وويل، سره له دې، چې د دواړو کانديدانو ترمنځ دا پرېکړه په ليکلي او کتبي شکل نه، بلکې په شفاهي ډول منل شوې ده، خو بيا هم د تحول او تداوم ټيم د اصلاحاتو او همپالنې ټيم سره په خپلو ژمنو ولاړ دى.