کابل (پژواک، ٩ زمری ٩٣): ځېنې کارپوهان د افغانستان د ټاکنو په اړه جان کري وروستۍ ليکنه پر کانديدانو يو ډول فشار بولي چې کولى شي د راتلونکي حکومت پياوړتيا اغېزمن کړي، خو نور يې د ټاکنيزو جنجالونو د ختمولو لپاره ملاتړي کوي.
د ځېنو په باور که راتلونکى حکومت تر بهرني فشار لاندې جوړ شي، نو اغېزمنتيا به يې کمه يا ددوى په وينا يواځې تشريفاتي بڼه به ولري.
د سياسي چارو کارپوه جاويد کوهستاني وايي، ددې پرځاى چې د امريکا د بهرنيو چارو وزير د اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله ترمنځ د شوې توافق جزييات په ډاګه کړي، ښه به وي دا کار يې پر کانديدانو کړى واى.
د کوهستاني په باور دا ډول ليکنې د قدرت د ويش لپاره پر کانديدانو يو ډول فشار دى، ترڅو ګډ حکومت جوړ کړي.
کوهستاني پژواک خبري اژانس ته وويل د جان کري دا خبره، چې د کانديدانو ترمنځ شوې پريکړه اساسي قانون نه تر پښو لاندې کوي په کلکه رد کړه او ويې ويل، چې د اجراييوي رياست رامنځته کولو ته اساسي قانون کومه ماده نه لري او “دا پريکړه پخپله د اساسي قانون ماتوونکې ده.”
هغه په راتلونکې کې د دواړو کانديدانو له خوا د ملي وحدت په نوم جوړيدونکى حکومت يوه ستره تيروتنه وبلله او زياته يې کړه، چې دا ډول نظام د دې پرځاى چې مثبتې اغيزې ولري او د ولس لپاره د منلو وړ وي، يوه تشريفاتي شکل ولري.
د کوهستاني په وينا په ګډ حکومت کې به د دواړو ټيمونو ترمنځ په چارو کې په پراخه کچه ناهمغږي موجوده وي، د قدرت د ويش پر سر به اختلافات رامنځته شي، چې له امله به يې زورواکي او قانون ماتوونکي په خلاص مټ فعاليت وکړي.
نوموړي همداراز په ټولو پريکړو کې د بهرنيانو په شتون نيوکه وکړه او ويې ويل، چې د دوى شتون بايد ټاکونکى نه بلکې يوازې مشورتي وي.
د سياسي چارو دغه کارپوه د دې ډول مقالو او ليکنو لامل په خپله د ټاکنيزو ټيمونو نيمګړتيا وبلله او ويې ويل، د هر ډول فشار له مخې جوړيدونکى د ملي وحدت حکومت ترپوښتنې لاندې راځي او نظام د بې ثباتۍ په لور ځي.
خو يو بل تن سياسي کارپوه بشير بيژن بيا په بل نظر دى او وايې، چې د جان کيري ليکنه په ټاکنو کې د کړکيچ په مخنيوي کې مثبت رول لوبوونکى دى، چې بايد وستايل شي.
بيژن پژواک ته وويل، چې افغانستان تراوسه هغه پړاو ته نه دى رسيدلى، چې خپلې ټولې چارې په يواځې سر د چا له مرستې پرته مخته يوسي.
خو له بله خوا نوموړى وايي دا چې امريکا په افغانستان او سيمه کې ستراتيژيکې موخې او دلته په افغانستان کې د سياسي بحران له کبله تر ټولو ډېر دى زيانمنېږي، نو له دې امله هم په افغانستان کې دا ډول بې ثباتي او کړکيچ نور امريکا ته هم د منلو وړ نه دى او غواړي په دې ډول ورته د حل لار ومومي.
د سياسي چارو دغه کارپوه وايي، که امريکا په افغانستان کې د کړکيچ مخه ونه نيسي، نو د دې امکان شته، چې امريکا په دومره پراخه کچه زيانمنه کړي، چې دده په باور “آن له ماتې او تجزيې سره يې مخ کړي.”
هغه زياته کړه، غوره به دا وي، چې امريکا او نوره نړۍ په ټاکنو کې د رايو د څيړلو او پايلو اعلان تر پاى پورې په کلکه ملاتړ او همکاري وکړي، ترڅو په سوله ايز ډول واک وليږدول شي.
د بيژن په وينا که حالات همداسې پريښودل شي، نو د دې امکان شته، چې اوسنۍ حکومت او “اصلي لوبغاړي” دواړه کانديدان له صحنې بهر کړي او خپل حاکميت ته دوام ورکړي.
د کابل پوهنتون استاد احمدضياء رفعت وايي چې امريکا د یوه ستراتیژیک ملګري په توګه او هم خپلو ګټو ته په کتو غواړي ژر تر ژره چې د افغانستان سياسي برخليک څرګند شي.
دى وايي چې دې هدف ته د رسېدو لپاره طبيعي ده چې امريکا خپلې ټولې هڅې کوي، د مقالې له نشر څخه نيولې تر رسنيزو فشارونو او دپلوماتيک تګ راتګ، ترڅو د کانديدانو ترمنځ شوې هوکړه عملي شي.
دده په باور د جان کيري په شتون کې دواړو کانديدانو يواځې د ګډ حکومت پر کلياتو سلا شوي وو، خو دواړه په دې کې پاتې راغلل چې لازمه موافقې ته ورسېږي.
دى وايي که د مشارکتي حکومت جوړېدو جزييات څرګند شي، نو ښايي ټاکنيز بهير کې پرمختګ وشي، چې د امريکا د بهرنيو چارو وزير هم همدې مسالې پاملرنه کړې.
اوسمهال د افغانستان د ټاکنو برخليک په دوو ټکو سياسي يا هم تخنيکي توافق پورې تړلى دى که کانديدان پر يوه سره سلا شي، بل يې هم د حل لاره مومي، خو له مقالې ښکاري چې لازم توافق ته سره نه دي رسېدلي.
رفعت په دې اړه چې د افغانستان د ټاکنو په اړه د امريکا نظر وړاندې کول، ددې هېواد د ټاکنيز بهير په اړه منفي ذهنيت نه ايجادوي وويل په اوسنيو شرايطو کې چې د افغانستان بنسټونه يې پياوړي نه دي، د ملګرو هېوادونو مرستې ته اړ دى.
ده زياته کړه: “افغانستان داسې هېواد دى چې ترخو واقعيتونو ته يې په کتو، د سيمې او نړۍ مثبتو مداخلو ته اړ دى. په لړ کې امريکا چې په سياسي، نظامي او اقتصادي برخه د افغانستان له اصلي ملاتړو دى، طبيعي ده چې ناسم لوري ته د په افغانستان د سياسي بهير له تلو اندېښمنه کېږي.”
د رفعت په باور په امريکا کې د رسمي دندې پرمهال د دا ډول مقالو ليکل د حکومتي نظر څرګندونه کوي.
هغه وويل: “ترڅو چې امريکايي چارواکي رسمي دندې ولري، په دې کې شک نشته چې نظرونه يې هم نشو کولى د هغوى له موقفونو بېل وبولو. تجربو ښودلې چې دا ډول سياستوال له رسمي دندې تر پرېښودو وروسته دا ډول مقالې او خاطرې او نظرونه ليکي، خو د دندې پرمهال دا سابقه نه لري چې خپل شخصي غوښتنې د حکومت له اصلي سياستونو بېل خپاره کړي.”