خوست (پژواک ١٥ زمرى ٩٣): شاه بهرام له خپل پلرني کلي خورا لرې د خوست په ګربزو ولسوالۍ کې له خپلې کورنۍ سره په يوه کوچنۍ خېمه کې د کډوالۍ ژوند پيل کړى دى.
دا پنځه دېرش کلن سړى د شمالي وزيرستان له ميرانشاه د جګړې او پاکستاني پوځيانو د ظلمونو له امله دلته راکډه شوى دى.
شاه بهرام له خپلې مېرمنې، بوډۍ مور، دوو وروڼو او دريو لوڼو سره دلته اوسېږي خو د کورنۍ مشر سپين ږيرى پلار يې د سختې ناروغۍ له امله د روژې په سر کې ومړ.
ده پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د پلار د درمنلې لپاره يې خپلې پيسې نه درلودې او د هغه د تدفين لپاره يې پيسې قرض کړې وې.
نوموړی وايي: ((د پلار تدفين لپاره مې د کمپ له ګاونډيانو ۶۰ زره پاکستانۍ کلدارې قرض کړې، د پلار جنازه مې په ډېرو ستونزمنو حالاتو ميرانشاه ته تر وړلو وروسته خاورو ته وسپارله.))
شاه بهرام د پلار له مړنې، له خپلې بې وسۍ او د کډوالۍ له ستونزو ځورېږي او وايي، هيله لري تر دې سختې ورځې ونه ويني.
دى وايي: ((له ډېره غمه د شپې د نشې په ګوليو ځان ويده کوم. د کډوالۍ ستونزې يو خوا او د قرض کړو پيسو بېرته ورکول بلخوا دي. شپه او ورځ يې راباندې يوه کړې ده.))
د شاه بهرام بوډۍ مور (بي بي) وايي چې د کورنۍ د اړتياوو لپاره هېڅ امکانات نه لري او د دغو ستونزو له امله يې مشر زوی شاه بهرام ټوله شپه له ځان سره ژاړي.
بي بي ډېره ستړې ښکارېده، لاسونه يې رېږدېدل او په ځينو حالاتو کې يې پر خپلو خبرو تمرکز نه شو کولای؛ خو کله کله به د خبرو پر مهال په خپلو سترګو د ليدلو کړاوونو له امله په ژړا شوه.
د شاه بهرام په ګډون دلته ټول مېشت کډوال د کمزوري اقتصاد، د سر پناه له نشتوالي، د خوراکي توکو له کمښت او د ځينو نورو اړتياوو له امله له ډېرو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.
کډوالي
د جون په ۸ مه د پاکستان د حکومت او طالبانو تر منځ د سولې له خبرو سره هم مهاله پاکستاني طالبانو د کراچۍ پر هوايي ډګر ډله ييز ځانمرګي او وسله وال بريدونه وکړل.
د دغو بريدونو په ترڅ کې د لسو وسله والو په ګډون لږ تر لږه ۲۳ کسان ووژل شول چې د پاکستان د نړيوال هوايي شرکت (پي اى اې) غړي هم په کې شامل وو.
دغه ډله ييز بريدونه او له پاکستاني طالبانو سره د حکومت د سولې په تړاو بې پايلې خبرې د دې لامل شوې، چې د پاکستان پوځ پر شمالي وزيرستان د عملياتو کولو پرېکړه وکړه.
هغه مهال لومړۍ هوايي عمليات پيل شول، خو تر دوو اونيو وروسته د جون په دېرشمه پاکستاني پوځ خپل سرتېري پلي کړل او په سيمه کې يې سخت ګرځبنديز ولګاوه.
په دې سيمه کې د ګرځبنديز، هوايي او ځمکنيو عملياتو خلک د ځان ژغورنې په خاطر د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ ايستل.
د شاوخوا پنځه سوه ځايي اوسېدونکو له ډلې څه باندې يوسل پنځوس زره کډوال د ډيورنډ کرښې دې غاړې ته را واوښتل او په خوست ولايت کې يې پناه واخيسته.
کډوالوخپل ټول سامانونه په کورونو کې پرېښودل اود ډېرو ستونزو له ګاللو او تر اوږده پياده ستړي مزل وروسته له يو جوړ جامو سره يې ځانونه تر خوسته را ورسول.
د خوست ځايي خلکو او حکومت د وزيرستاني کډوالو هرکلی وکړ، هغوی ته يې په خپلو کورونو کې ځای ورکړ، دولت او خلکو تر خپل وس پورې ورته لومړني مواد برابر کړل.
د کډوالو د لړۍ په ګړنډي کېدو ولايتي ادارې د والي عبدالجبار نعيمي په مشرۍ په يوه غونډه کې هغوی ته په ګربزو کې د کمپ لپاره پراخه دښته ځانګړې کړه.
د کډوالو ارقام:
د خوست چارواکي وايي، تر اوسه يې ۱۸۷۹۱ کډوالې کورنۍ ثبت کړې، خو په ټوليزه توګه د دغو کورنيو شمېر تر ۲۵ زره ډېر اټکل کېږي، چې د ثبت لړۍ يې روانه ده.
د دغه ولايت د والي عبدالجبار نعيمي په خبره: ((په دغو ثبت شوو کورنيو کې ۳۱۳۰۵ تنه سړي، ۳۵۷۵۵ مېرمنې او دغه راز ۸۹۰۵۵ ماشومان دي، چې مجموعاً ۱۵۶۱۱۵ غړي کېږي.))
نعيمي وويل، دغه کډوال په مندوزيو، نادرشاه کوټ، تڼيو، عليشېر او تريزي، ګربزو، صبريو، باک، دوه منده، سپېره سيمو او همدارنګه د خوست په مرکز کې مېشت شوي دي.
والي زياته کړه: ((تر ټولو زياتې کورنۍ په ګربزو کې مېشت شوي، ۲۹۳۴ کورنۍ د ګلان په کمپ کې په خېمو کې ژوند کوي او پاتې ۷۲۹۳ کورنيو ته ځايي خلکو خپلو کورونو کې ځای ورکړی.))
مرستې:
د کډوالو د شمېر په زياتېدو سره ځايي حکومت تر ټولو لومړی د هغوی د استوګنې لپاره د ګربزو په ولسوالۍ کې د ګلان په نوم د يوه کمپ تر پرانيستې وروسته پر هغوی خېمې ووېشلې.
ولايتي ادارې د خپلو هڅو په ترڅ کې وکړای شول، چې له کډوالو سره د بشري او اړينو مرستو په برخو کې د مرکزي دولت او نورو مرستندويه ادارو پاملرنه دېخوا ته راجلب کړي.
د جون په ۱۹ نېټه د کډوالو چارو او د سرحدونو او قبايلو چارو وزيرانو د خوست له والي سره په دې ولايت کې په يوه ګډ خبري کنفرانس کې له کډوالو سره پر خپلو مرستو ټينګار وکړ.
جماهېرانوري او ډاکټرمحمداکرم خپلواک د ولايتي ادارې په غوښتنو او د ولسمشر کرزي په لارښوونه داسې مهال خوست ته سفر وکړ، چې د راکډه شوو کورنيو شمېر تر ۱۰زره اوښتی و.
دواړو وزيرانو له کډوالو سره د مرستو د ژمنو تر څنګ له نړيوالو مرسته کوونکو سازمانونو هم غوښتنه وکړه، چې کډوالو ته لومړنۍ اړينې مرستې ورسوي.

د جولای په ۲مه د ماليې وزير،د قبايلو چارو وزير او په کابل کې د ملګرو ملتونو د استازي مرستيال د خوست له والي سره يو ځای د ګلان په کمپ کې د کډوالو وضعيت له نږدې وليده.
د يان کوبيش مرستيال مارک بودېن د ګلان په کمپ کې وويل: ((د کډوالو مشکلات تر هغه زيات دي، کوم، چې موږ يې په اړه فکر کاوه. موږ د دوی د ستونزو د هواري لپاره له افغان حکومت سره يو ځای هڅې کوو.))
د معلوماتو پر بنسټ، تر اوسه له ۱۱۱۹۷ کورنيو سره د غيرې خوراکي او له ۹۸۹۶ کورنيو سره د خوراکي توکو مرستې شوې دي.
د دې تر څنګ د خوست د عامې روغتيا سرپرست رييس ډاکټر هدايت الله حميدي پژواک ته وويل، چې له کډوالو سره يې د روغتيا په برخه کې له خپلو ټولو شته امکاناتو کار اخيستی دی.
هغه وايي، تر اوسه يې پر کډوالو ۸۵۰ د روغتيا ساتنې کېټونه، زر پشه خانې او ۲۰۰ د پاک ولادت کېټونه وېشلي او دغه راز يې لسګونه زره ماشومانو ته د چينجيو ضد ګولۍ توزېع کړې دي.
حميدي زياتوي: ((چې په تېرو څو اونيو کې مو ۱۸۱۹۷ کډوال ناروغان تداوي کړي، تر ۱۶۰ زيات ولادتونه شوي او ۱۳ کسانو ته يې د جراحۍ عمليات ترسره کړي دي)).
همدارنګه نوموړی وايي، چې ۳۶۷۸۷ ماشومانو ته يې د پوليو ضد واکسين او ۹۴۶ کډوالو ته يې د روټين واکسين تطبيق کړي دي.
د خوست والي عبدالجبار نعيمي وايي، چې له کډوالو سره ترسره شوې مرستې لنډ مهاله دي او په بنسټيز ډول د هغوی د ستونزو هواری اوږدمهالو او دوامداره مرستو ته اړتيا لري.
د مرستو د وېش تنظيم:
که څه هم په لومړيو کې پر کډوالو د مرستو وېش نامنظم بلل شوی و، خو وروسته ولايتي ادارې د يوه ځانګړي ميکانيزم له مخې د يوه ولسي کمېسيون په ټاکلو سره د مرستو وېش سره منسجم کړ.
والي عبدالجبار نعيمي وايي: ((کمېسيون پر مختلفو برخو وېشل شوی، په تشکيل کې يې د دولتي ادارو رييسان او مامورين، د مدني ټولنې غړي، قومي مشران، ديني عالمان او ځيني نور با رسوخه کسان شامل دي.))
نعيمي وايي، د مرستو وېش يې له هغو کورنيو پيل کړی چې د نورو په پرتله تر ټولو اړمنې وې او لومړنيو خوراکي او غيرې خوراکي موادو ته يې جدي اړتيا لرله.
والي زياتوي، پر دې سربېره د هغو مرستو په وېش کې ځينې ستونزې شته، چې د سوداګرو او سوداګريزو شرکتونو له لوري پر کډوالو وېشل کېږي.
نوموړي ډاډ ورکړ، چې دغه مرستې هم د ولسي کمېسيون له لارې منظموي او پر اړمنو کډوالو کورنيو به يې ووېشي.
اړتياوې:
که څه هم له زياتره وزيرستاني کډوالو سره يوه اندازه مرستې شوې خو کډوال وايي، چې لا هم له ستونزو نه دي راوتلي او د بنسټيز هواري لپاره دوامداره مرستو ته جدي اړتيا لري.
دوی وايي، چې د روژې په مياشت کې د ګرمې هوا ترڅنګ يې نورې ډېرې ستونزې هم وګاللې، په ځانګړي ډول د خوراکي تکوو له کمښت سره مخ وو.
اوس اندېښنه دا ده چې د مني او ژمي د موسمونو په رانږدې کېدو سره ښايي د شاه بهرام د کورنۍ په ګډون خوست ته ټول راکډه شوي کډوال له ډېرو ستونزو سره مخ شي.
د خوست والي وايي، مخکې له دې، چې د خوراکي موادو د کمښت ترڅنګ د وزيرستاني کډوالو پر وړاندې نورې ستونزې لا زياتې شي، بايد د مخنيوي لپاره ورته په بشپړه توګه تياری ولري.
د کډوالو د سرپناه لپاره د دوه نورو کمپونو جوړولو او پر هغوی د خيمو او نورو اړينو توکو د وېشلو اړتياوې هغه څه دي، چې د والي نعيمي په وينا بايد په دې برخه کې بيړني ګامونه واخيستل شي.
نوموړي په درې واړه کمپونو کې د کډوالو لپاره د روغتيايي اسانتياوو رامنځته کول، د ماشومانو لپاره د زده کړو زمينې برابرول او په ژمي کې د خيمو تودول د دوی لومړيتونه دي.
نعيمي زياتوي، چې په يادو برخو کې د مرکزي دولت، نړيوالې ټولنې، نړيوالو مرستندويه ادارو، ملي سوداګرو او د ځينو افغان خيريه ټولنو له مرستو پرته دا کار ناممکن دی.
ده له يادو ټولو ادارو غوښتنه وکړه، چې له بشري ناورينه د وزيرستاني کډوالو په ساتلو کې خپلې مرستې پراخې کړي او هغوی ته د ژوند کولو مهمې او دوامداره اسانتياوې رامنځته کړي.
کډوال:
د خوست ولايتي اداره د کډوالو لپاره د نړيوالو مرستو په راجلبولو کې خپلې هلې ځلې کوي، خو کډوال د خپلو اړتياوو د رفع کولو په خاطر له حکومته په ټينګار سره د مرستو غوښتنه کوي.
کډوالو په تېرو دوو اونيو کې د خوست له والي عبدالجبار نعيمي سره په ډېرو غونډو کې خپلې ستونزې شريکې کړې او په دې برخه کې يې ترې د جدي اقداماتو غوښتنه کړې ده.
له هغوی سره د والي نعيمي وروستۍ غونډه د کوچني اختر په درېيمه ورځ ترسره شوه، چې د وزيرستان پر سلګونو ديني عالمانو، قومي مشرانو او ځوانانو سربېره د خوست ديني عالمانو او قومي مشرانو هم ګډون کړی و.
ديني عالمانو په دې غونډه کې له وزيرستاني کډوالو سره مرسته کول ه د افغانانو ديني او وجداني دنده وبلله، خو زياته يې کړه چې په خپله د افغانانو د بې وسۍ له امله بايد دا مسووليت نړيوالې مرسته کوونکې ادارې پر غاړه واخلي.
د خوست والي له دوی سره ژمنې وکړې، چې په هره برخه کې به ورته د اسانتياوو رامنځته کولو په خاطر خپلو هلو ځلو ته زور ورکړي، تر څو د نړيوالو پوره توجه راجلب کړي.