منځپانګې ته تلل
جمعه ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۲۸ غ.و
۱۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

ټاکنيزو ستونزو د کور جوړونې پروژې ځنډولې

· ۳ دقیقې لوستل · ۷۲ کتنې

کابل (پژواک ١٥زمرى٩٣): د ښار جوړونې وزارت چارواکي وايي، د ټاکنيزو ستونزو او ټاکنو د بهير غځېدا له امله د کورجوړونې په برخه کې د سلګونه ميليونه ډالرو پانګونه ځنډېدلې ده .

د ښار جوړونې وزارت مرستيال ديپلوم انجنير محمداکبر احمدي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه وزارت له خصوصي سکټور سره په ګډه د هستوګنې کورونو د جوړولو پروژې پيل کړې او پلان لري چې په نړيوالو معيارونو برابرو په دغو پروژو کې جوړ شوي کورونه په ارزانه بيه مستحقو خلکو ته ورکړي.

هغه وايي، چې يادې پروژې د کابل ښار په خواجه رواش، پل محمود خان، بګراميو او خوشحال خان سيمو او د بلخ، ننګرهار، کندوز، خوست، بدخشان، کندهار او هرات ولايتونو کې موقعيت لري.

د ده د معلوماتو له مخې، په خواجه رواش کې د ٧٠٠٠ کورونو د جوړولو کار روان دى، خو د ١٣زرو نورو کار د ټاکنو تر پايلو ځنډېدلى دى.

احمدي وويل، چې په پل محمودخان کې د ٥٠٠٠ کورونو، په بګراميو کې د ٧٠ بلاکونو او خوشحال خان کې د ٥٠٠٠ کورونو جوړول پلان شوي او پرانيسته يې هم شوې ده، خو عملي کار يې د ټاکنو تر پايلو ځنډېدلى دى.

دغه راز ده د جزئياتو له ورکولو پرته وويل چې په يادو ٧ ولايتونو کې هم د هستوګنې د ښارګوټو پرانيسته شوې، خو د ټاکنيزو ستونزو له امله يې تر اوسه عملي چارې نه دې پيل شوې.

دى وايي، چې يادې چارې د وزيرانو شورا د پرېکړې له مخې د نوي حکومت تر جوړېدو ځنډول شوې دي.

دغه راز د هغه د معلوماتو له مخې، په پام کې وه چې خصوصي سکټور په روان کال کې په دې برخه کې شاوخوا پنځه سوه ميليونه ډالره پانګونه وکړي، خو ټاکنيزو ستونزو يې مخه ډب کړې ده .

دى وايي، چې روانو ټاکنيزو ستونزو د پانګوالو زړونه ساړه کړي،خو که ټاکنيزې ستونزې لرې او نوى منتخب حکومت رامنځته شي، نو بېرته به پانګونې ته زړونه ښه کړي او په دې برخه کې به د پام وړ کارونه وشي.

ده د جزئياتو له ورکولو پرته وويل، چې دغه وزارت د هېواد د بېلابېلو برخو لپاره ٩٦ستراتيژيک پلانونه او د لويو ښارونو لپاره ٧ ماستر پلانونه جوړکړي دي.

دى وايي چې امنيتي ستونزې او پر خپل وخت د مرسته کوونکو له خوا د مرستو نه رسول، هم هغه څه دي چې د دغه وزارت چارې ټکنۍ کوي.

د ښارجوړونې مرستيال وزير له وسله والو مخالفنيو غوښتنه وکړه، چې د افغانستان د ودانولو په خاطر د دغه وزارت د پروژو پر وړاندې ناامنۍ جوړې نه کړي .

ټاکنيزو جنجالونو په هېواد کې پر امنيتي وضعيت، پانګونه، سوداګرۍ او ملي عوايدو هم سخت منفي اغېز کړى دى.

د ولسمشرۍ لومړى پړاو ټاکنې د وري په ١٦مه او دويم پړاو د غبرګولي په ٢٤مه تر سره شوې.

دويم پړاو ټاکنې وروسته له هغه له بن بنست سره مخ شوې چې په ټاکنو کې د پراخو درغليو ادعاوې وشوې او له دوو مخکښو کانديدانو ( ډاکټر اشرف غني احمدزي او ډاکټر عبدالله عبدالله ) څخه عبدالله د ټاکنو له خپلواک کميسيون سره خپلې اړيکې پرې کړې.

عبدالله د امريکا د بهرنيو چارو وزير او ملګرو ملتونو په منځګړيتوب بېرته له پروسې سره ملګرى شوى او دا مهال د ټولو رايو د تفتيش چارې روانې دي.

چارواکي، وايي چې د رايو څېړل به په راتلونکو درېيو اونيو کې بشپړ شي.