ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اغاجان: که کانديدان سره جوړ نه شي، هېواد بيا ويجاړيږي

اغاجان: که کانديدان سره جوړ نه شي، هېواد بيا ويجاړيږي

author avatar
11 Aug 2014 - 15:42
اغاجان: که کانديدان سره جوړ نه شي، هېواد بيا ويجاړيږي
author avatar
11 Aug 2014 - 15:42

فراه (پژواک ۲۰ زمری ۹۳): د فراه ۱۱۱ کلن اوسېدونکی چې له ۳۵ کلونو راهیسې په هېواد کې د سولې د ټینګښت لپاره روژه نیسي، وايي: “دا د افغانانو لپاره د شرم ځای دی چې جان کيري له امریکا راځي او زموږ کانديدان سره پخلا کوي.”

سید عبدالقادر مشهور په اغاجان د فراه د مرکز د برنګتوت د کلي اوسىېدونکۍ دى.

اغاجان چې ځان په اصل کې د کونړ د اسعداباد اوسېدونکى او د سيد جمال الدين افغان له کورنۍ سره تړلى بولي وايي چې د ده نيکه او کورنۍ يې شاوخوا دوه سوه کاله وړاندې فراه ته راغلې او اوس په دغه ولایت کې پر بزګرۍ بوخت دي.

دغه سپين ږيرى وايي، چې په ١٣٥٨ کال کې پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد له يرغل راهيسې هره ورځ روژه نيسي.

ده د زمري په ۲۰مه له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل، چې دی د ټاکنو د پروسې له پیل نه تر اوسه د بي بي سي او شمشاد راډيوګانو له لارې د افغانستان ټاکنیز مسایل تعقیبوي.

د ده په وينا، ټاکنې ډاکټر اشرف غني احمدزي وګټلې، خو ډاکټر عبدالله عبدالله “لشکرکشي وکړه” او پايلې يې ونه منلې.

د اغاجان په وينا، ډېر د تاسف ځای دی چې د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو د کانديدانو اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله تر منځ اختلاف هېواد له لوی بحران سره مخ کړى دی.”

دی وايي چې د نوماندانو اختلاف افغانان سره جلا او بې اتفاقه کړي دي.

اغاجان زیاته کړه: “دا راته ډېره دردوونکې ده چې زه له ۳۵ کلونو راهيسې د افغانستان د خپلواکۍ لپاره روژه نیسم او لوی الله(ج) ته دعا کوم چې د کفارو لاس زموږ د ولس له سره لرې کړي؛ خو بیا وینم چې (د امريکا د بهرنيو چارو وزير) جان کيري هره ورځ راځي چې عبدالله او اشرف غني سره پخلا کړی.”

دی وايي، افغانان مسلمانان دي او د تاریخ په اوږدو کې ټولو افغانانو د وروڼو په څېر ژوند کړی او په خپل یووالی سره يې د انګرېزانو او شوروي اتحاد په شان لويو قدرتونو ته ماتې ورکړې ده.

خو اغاجان په خواشينۍ سره زياتوي، چې اوس د افغانانو تر ټولو لويه ناتواني بې اتفافي ده او همدا ستونزه د دې لامل شوې چې په خپلو کې سره جګړې کوي او ګټه يې دښمن ته رسيږي.

هغه د تېرو څو لسيزو پېښې او د افغانانو ناخوالې يادې کړې او په داسې حال کې چې سترګې يې له اوښکو ډکې وې، ويې ويل: “د مجاهدینو مشرانو د خدای په کور کې قسمونه یاد کړل خو وروسته بیا د دغو کاذبو مشرانو د بې اتفاقۍ له امله کورنۍ جګړې رامنځته شوې؛ وطن مو ویجاړ شو، افغانان در په در شول…”

دى وايي چې که اشرف غني او عبدالله سره اختلاف وکړي، نو افغانستان به بيا له ورته ستونزو سره مخ شي.

دغه عمر خوړلى افغان زياتوي: “زه چې د اشرف غني او عبدالله اختلافاتو ته ګورم چې سره معامله ګري کوي او بیا چې کله سره اختلاف وکړي، د دې پر ځاى چې د خدای قانون ته رجوع وکړي، جان کيري ته رجوع کوي، دا راته خطرناک ښکاري.”

اغاجان وايي: “د ټاکنو په دواړو پړاوونو کې مې رایه ورکړه؛ خو سخت پښېمانه یم، ځکه چې له یوې خوا زما رايې ته احترام و نه شو او له بلې خوا رايې افغانانو ورکړې، خو انتخاب جان کيري کوي.”

د ولسمشرۍ دويم پړاو ټاکنې وروسته له هغه له ستونزو سره مخ شوې، چې د ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ د اصلاحاتو او همپالنې ډلې د ډاکټر اشرف غني احمدزي په مشرۍ د تحول او دوام ډله په درغليو تورنه کړه.

له همدې امله ټاکنې له بن بست سره مخ شوې، خو وروسته يادې دواړه ډلې د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کيري او ملګرو ملتونو په منځګړيتوب، د ټولو رايو پر څېړنه او “ملي وحدت” پر حکومت سره سلا شوې.

په سياسي برخه کې د نوماندانو د هوکړې له مخې به ګټونکى کانديد ولسمشر وي، خو ولسمشر به د حکومت د اجرائيوي رييس څوکۍ ايجادوي او دغه څوکۍ به هغه کس ترلاسه کوي، چې دويم کانديد يې معرفي او ولسمشر يې ومني.

دغه راز د دې هوکړې له مخې به ولسمشر د اپوزېسيون د مشر څوکۍ رامنځته کوي او دغه څوکۍ به هغه څوک ترلاسه کوي، چې دويم کانديد معرفي کړى وي.

١١١ کلن اغاجان له پژواک سره د ځانګړې مرکې په پاى کې وويل، چې ټول افغانان بايد د دعا لاسونه لپه کړي او له مهربانه خداى (ج) څخه د رحمت او له ستونزو د ژغورلو غوښتنه وکړي.

د ده په وينا، افغانان دې حوصله ولري، د یو بل منل او د یو بل په څنګ کې سوله ييز ژوند کول دې زده کړي تر څو افغانستان کې سوله ټينګه شي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.