ژبه

امنيتي پېښو کې ٢٦ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

لښکرګاه (پژواک   ۲۵ وږى ۹۳): د هلمند چارواکي وايي چې په ځينو پېښو کې دوه ملکي وګړي او اته وسله وال وژل شوي، درې ملکي وګړي، يو پوليس او١٢ وسله وال ټپيان دي.

د هلمند د موسی کلا ولسوال محمدشريف خان پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن نهه بجې د ولسوالۍ ودانۍ ته څېرمه د ملکي وګړو پر موټر ماين چاودنه وشوه.

شريف خان وويل چې په دې چاودنه کې د يوې کورنۍ دوه غړي وژل شوي او درې نور ټپيان دي چې د ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى.

هغه وويل، د پېښې قربانيان چې مېرمنې او ماشومان هم په کې شامل دي، د يوې کورنۍ غړي دي او غوښتل يې د هملند ولايت مرکز لښکرګاه ته ولاړ شي.

ولسوال وايي چې دغه ماين د وسله والو طالبانو له خوا ځاى پر ځاى شوى و.

د يو بل خبر له مخې، د هلمند چارواکي وايي چې په وسله واله نښته کې اته وسله وال وژل شوي او پوليس او ١٢ وسله وال طالبان  ټپيان شوي دي.

د هلمند د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونيار ويس صميمي خبريالانو ته وويل، تېره  شپه لس نيمې بجې وسله وال د لښکرګاه  ښار  د بازار په سيمه کې د پوليسو پر پوستو بريد وکړ.

صميمي وايي چې په ځوابي ډزو کې وسله والو ته ياده مرګ ژوبله اوښتې او د يوه پوليس له ټپي کېدو پرته نور چا ته زيان نه دى اوښتى.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

ورته موضوع