ژبه

د خوست ښاروال : په اداري فساد کې د ښکېلو مامورينو دوسيې به افشا کړم

خوست (پژواک ٢٨ تله ٩٣): دخوست ولايت نوی ښاروال وايي،د ښاروالۍ دټولو هغو مامورينو دوسيې به افشا کړي چې په اداري فساد کې دخيل دي.

کرامت خان خپلواک دغه څرګندونې د ښاروال په توګه تر ټاکل کېدو درې اوونۍ وروسته نن د تلې په ۲٨ مه له پژواک خبري اژانس سره د يوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې وکړې.

خپلواک وويل، د خوست په ښاروالۍ کې اداري فساد تر وروستۍ کچې رسېدلی، خو تر دې وروسته به يې مخه ونيول شي.

هغه ښاريانو ته د لازمو او اړينو خدمتونو په وړاندې کولو کې د ښاروالۍ د پاتې راتللو تر ټولو غټ لامل پراخ اداري فساد او په ځينو قراردادونو کې اختلاس په ګوته کړ.

خپلواک په ښاروالۍ کې په اداري فساد کې د کوم ښکېل تن نوم وانه خيست، خو ويې ويل چې تر ده مخکې ځينو ښاروالانو او يو شمېر مامورينو د عوايدو پيسې غلا کړې دي.

هغه پژواک ته زياته کړه،که پخوانيو ښاروالانو او شته مامورينو په رښتينې ډول د خلکو خدمت کړی وای، نن به خوست ښار د افغانستان د ښارونو يوه نمونه بلل کېده.

هغه زياته کړه: ((د خوست ښاروالي په کال کې شاوخوا درې ميليونه امريکايي ډالر عوايد لري. هيڅ ښاروال له دغو پيسو څخه په سمه توګه ګټه نه ده اخيستې.))

خپلواک زياته کړه: ((يواځې د کاغذ پرمخ ليکل شوي، چې فلانۍ پروژه ترسره شوه او پيسې يې واخيستل شوې، په عمل کې هيڅ کار نه دی شوی. تر ډېره بريده اسناد او شواهد هم شته.))

ښاروال په ټينګار سره وايي ، په دغه اداره کې په ترسره شوي اداري فساد کې ښکېل کسان به يو پر بل پسې د شواهدو او اسنادو پربنسټ عدلي او قضايي ادارو ته ور وپېژني.

خپلواک د ښاروالۍ له ادارې څخه د فساد د رېښو د ايستلو لپاره د خوست د ولايتي ادارو ، د مدني ټولنو له غړو او قومي مشرانو څخه د ملاتړ او مرستې غوښتنه وکړه.

هغه دغه راز د خوست له قضايي ادارو وغوښتل، چې د ښاروالۍ په اداري فساد کې د ښکېلو کسانو په محاکمه کولو کې بې توپيره پاتې نه شي او تر تثبيت وروسته سزا ورکړي.

نوموړى وايي ، د ښاروال په توګه د کار له پيل سره سم يې په خپله اداره کې د اصلاحاتو راوستلو هڅې پيل کړې دي.

د ده په خبره: ((زما د دندې تر پيل وروسته د ښاروالۍ په اداره کې تر ډېره بريده په اداري چارو کې د بې نظمۍ او د مامورينو د خپلسرۍ مخه نيول شوې. د فساد او اصلاحاتو په برخو کې جدي ګامونه اخلو.))

تر دې څو ورځې مخکې د خوست پخوانی سرپرست ښاروال دديارلس ميليونو افغانيو د اختلاس په تور د استيناف څارنوالۍ له لوري ونيول شو.

داستيناف څارنوال محمدشعيب ثابت ويلي،پر پخواني ښاروال محمد شريف د استيناف محکمې له خوا د شواهدو پر بنسټ اته مياشتې مخکې د اووه کاله بند حکم شوی و.

د خوست ښار اوسېدونکي عيدګل پژواک اژانس ته وويل، که ښاروالي غواړي چې ښه خدمات وړاندې کړي ، نو له خصوصي سکتور سره دې د قراردادونو له مخې دا کار وکړي.

عيدګل زياته کړه: ((زه فکر کوم، چې ښاروالي د پاکوالي لپاره پوره تشکيل نه لري. د ښار د پراخېدو په حال کې دی، چې په دې سره د ښاريانو اړتياوې هم زياتې کېږي.))

د خوست ښار بل اوسېدونکي محمد غفور پژواک اژانس ته وويل، چې که د خوست-غلام خان لار عملي ترانزيټ شي، دغه ښار د يوه سوداګريز مرکز په ډول پراختيا مومي او لازمو اسانتياوو ته جدي اړتيا لري.

هغه د ښاروالۍ له مسوولينو وغوښتل، چې د ښار د پراختيا او د ښاريانو لپاره د اسانتياوو د برابرولو په برخه کې جدي کار وکړي.

ورته موضوع