ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سعادت: که کابل کې هم وم، مشرانو جرګې ته نه ورتلم

سعادت: که کابل کې هم وم، مشرانو جرګې ته نه ورتلم

کابل (پژواک، ١٣ لړم ٩٣): د ټاکنيزو شکايتونو د کمېسيون مشر عبدالستار سعادت د مشرانو جرګې لخوا د ټاکنيزو کمېسيونونو د چارواکو وربلل د هغوى له صلاحيته وتلې بولي او وايي چې که کابل کې هم وای، دې پرېکړې ته يې غاړه نه اېښوده.

سعادت دا مهال د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون له ځېنو نورو غړو سره په رسمي سفر په متحده ايالتونو کې دي.

مشرانو جرګې د يکشنبې په ورځ (لړم ١١ مه) د ټاکنيزو کمېسيونونو چارواکي وربللي وو، ترڅو د ولايتي شورا د معترضو کانديدانو اندېښنې ځواب کړي ، چې دوى پر درغليو او سياسي چلند تورنوي.

د ټاکنو کمېسيون مرستيال عبدالرحمن هوتکي يواځنى چارواکى و، چې د ولسي جرګې غوښتنه يې ومنله، خو سناتوران يې پر خبرو قانع نه شول.

مشرانو جرګې پرېکړه وکړه چې د ولايتي شوراګانو ټاکنو د پايلو څېړلو ته دې ځانګړې محکمه جوړه شي او د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون چارواکي څارنوالۍ ته ور وپېژندل شي.

د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون د څېړنو په ترڅ کې ٤٧ کانديدان چې د ټاکنو کمېسيون په لومړنيو پايلو کې بريالي اعلان کړي وو، ناکام وپېژندل شول او پرځاى يې نورو کانديدانو ولايتي شورا ته لاره پيدا کړه. ددغو ٤٧ کسانو له ډلې ځينې يې اوسني سناتوران دي.

دغو سناتورانو ځانونه ولايتي شورا ته کانديد کړي وو چې وکولى شي له دې لارې مشرانو جرګې ته يو ځل بيا لاره ومومي.

سعادت په خپله فېسبوک پاڼه کې ليکلي، د مشرانو جرګې له لوري ځکه ورغوښتل شوی چې ولې د دوی ځينې غړي يې له لېست څخه ايستلي دي.

سعادت دا مهال په يوه رسمي سفر په متحده ايالتونو کې دى. هغه زياتوي: “موږ متحده ايالاتو ته دعوت شوي يو، دلته د دوی د سنا (مشرانو جرګې) او ځينو واليانو ټاکنې دي. سفر د ولسمشر په حکم او د نړيوالو په لګښت تنظيم شوی.”

سعادت وايي، د مشرانو جرګې له خوا د ټاکنيزو کمېسيونونو د چارواکو وربلل د هغوى صلاحيت نه دى.

دى زياتوي چې که کابل کې هم وای، دې پرېکړې ته يې غاړه نه اېښوده.

نوموړي ويلي: “سره له دې چې په مشرانو جرګه کې د عزت خاوندان او درانه خلک لرو، خو  يو شمېر داسې (عزتمابان) هم په کې دي چې هغه جرګه يې ناولې کړې ده، نو په ټول احترام چې سنا ته يې لرم؛ اوس خو لا لرې يم، که هلته وم هم، ورغلی به نه وم.”

سعادت وايي چې  مشرانو جرګه بايد د خپلو قانوني صلاحيتونو په محدوده کى عمل وکړي.

د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون مشر همداراز د تېرې شنبې په ورځ په خپله فېسبوک پاڼه کې ليکلي وو، د مشرانو جرګې يوه غړي چې د ولايتي شوراګانو په ټاکنو کې يې “ډېرې درغلۍ کړې وې” ددوى يوه کمشنر ته پر ټېلېفون يو ډول “ګواښنه” کړې وه.

سعادت ددې سناتور او کمشنر نوم  نه دی اخيستی خو ويلي يې دي چې د کمېسيون د څېړنو په پايله کې همدا سناتور چې ځان يې “لوچک” باله او ويل يې “په لوچکۍ دې ځاى ته رسېدلى يم”، له لېسته غورځېدلى.

دى د سناتور خبره داسې کوي: “زه …. يم! ټول مې پېژني چې زه يو لوچک يم، خو داسې ښکاري چې تاسې په دې نه پوهېږئ. زه مخکې له دې چې سناتور شم هم لوچک وم او په لوچکۍ دې ځای ته رسېدلی يم او…. کله مو چې نهايي فيصله کوله نو دا بيچاره لوچک په کې ناكام شوى وو.”

د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون رييس وايي چې دوى په جدي او کره ډول د رايو بيا شمېرنه او څېړنه کړې ده.

داوود اساس د زابل او  رفيع الله ګل افغان د کابل سناتوران دي چې په لومړنيو پايلو کې د ټاکنو کمېسيون بريالي اعلان کړي وو، خو شکايتونو ته د رسېدو په پايله کې ناکام شول.

خو ددې ترڅنګ د هرات احمد جاوېد رووف او د ننګرهار لطف الله بابا هغه دوه نور سناتوران دي چې د شکايتونو کمېسيون د څېړنو په ترڅ کې بېرته بريالي پېژندل شوي دي.

بله خوا نن يو ځل بيا مشرانو جرګې له حکومت څخه غوښتنه کړې چې د ولايتي شورا د غړو د تحليف مراسم ترهغه وځنډوي چې ځانګړې محکمه اعتراضونه وڅېړي او “حق حقدار” ته ورسېږي.

د ولايتي شوراګانو ټاکنې د ولسمشرۍ له ټاکنو سره يوځاى د وري په ١٦ مه ترسره شوې ، خو پايلې يې شاوخوا اووه مياشتې وروسته اعلان شوې.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.