وزیر یلیچ دافغانستان په اړه دلندن په ناسته کی خپل ملاتړ وښود.
۴ ددسمبر، لندن انګلستان
آغلی لین یلیچ دکاناډا دبهرنیو چارو او قونسلی برخه کی ددولت وزیری نن دافغانستان په اړه دلندن په ناسته کی د ښاغلی کریسشن پرادیس دکاناډا دنړیوالی پرختیا دوزیر په استازیتوب دزیان مننونکو افغانانو په ځانګړی ډول دښځو او انجونو دژوند دښه والی او فرصتونو لپاره دکاناډا ددوامداری ژمنی یوځلی بیا تجدید کړی.
هغه وویل: دتیرو کلونو په اوږدو کی کاناډا دافغانستان په پراختیا کی فعاله ونډه درلوده او زمونږ ننی اعلان زونږ هغه ژمنه چی په ۲۰۱۲ کی دټوکیو په ناسته کی دافغانستان سره داوږد مهاله اهدافو دترسره کولو لپاره شوی وه، بیا تجدید کوی. په افغانستان دتیری لسیزی دلاسته راوړنو دپراختیا او تقویی ، او دافغانانو دښه راتلونکی لپاره کاناډا خپلو هڅو ته ادامه ورکوی.
په افغانستان کی دکاناډا پراختیایی هڅی دافغانو ښځو او انجونو دوضعیت په پرختګ کی دمعارف، دمیندو دروغتیا، دنویو زیږیدلو ماشومانو او همدارنګه دښځو او انجونو دحقونو او دهغوی پیاوړتیا په برخه کی دپانګونی له لاری ملاتړ کوی.
ددغو ژمنو دتجید کولو لپاره، کاناډا دافغانستان دبشر دحقونو دځانګړی کمیسیون څخه خپل ملاتړ ته ددغه کمیسیون دهڅو څخه چی ددغه هیواد په ادارو دمحاکمو، پولیسو، ښوونځیو او مدنی ټولنی په شمول چی دبشر دحقونو دپرمختګ او دفاع کی یی کوی، ادامه ورکوی.
وزیر پرادیس وویل: کاناډا دبشر دحقونو په پرمختګ په ځانګړی ډول دښځو اوانجونو حقونو ته ژمنه ده. پداسی حال کی چی افغانستان دتحول لسیزی ته ورګډیږی نو دبشر حقونه په ځانګړی ډول دښځو اونارینه وو ترمنځ برابری باید حفظ، تقویت او حمایت شی. دبشر دحقونو دکمیسیون څخه دغه ملاتړ دافغانانو دلاسته راوړنو په استحاکم کی مرسته کړی او داسی باور به ترلاسه شی چی دهغوی دحقونو څخه په راتکونکو کلونو کی هم دفاع کیږی.
همدارنګه کاناډا به دوجهی صندوق له لاری دافغانستان په بیا رغونه کی دافغانستان دحکومت دبودجوی مصارفو څخه هم ملاتړ ته دوام ورکړی.
وزیر پرادیس زیاته کړه: افغانستان دتاریخ په مهمو شیبو کی قرار لری او اوږدمهاله هدف به یی پخپلو پښو دریدل وی. دافغانستان په بیا رغونه کی دوجهی صندوق له لاری دکاناډا اوږدمهاله حمایت دافغانستان ددولت سره دلازمی ملاتړ په برابرولو کی به مرسته وکړی.
په ۲۰۱۴ کال کی افغانستان یو ځلی بیا دکاناډا ددولت دنړیوالی پراختیایی هڅو په تمرکز کی ځای ونیوه. افغانستان یو له لسو هیوادونو څخه دی کوم چی کاناډا پکی دمیندو، نویو زیږدلو ماشومانو او کوچنیانو دروغتیا په برخه کی پانګونه کوی.
دضروری حقیقتونو په اړه لنډ معلومات
* په جولای د ۲۰۱۲ کال کی دټوکیو په ناسته کی دافغانستان دولت او نړیوالی ټولنی دمتقابل حساب ورکونی چوکاټ دپرمختګ په برخه کی دمشترکو هدفونو دترلاسه کولو لپاره رامنځته کړ.
دکاناډا پراختیایی مرستی د ۲۰۱۴ څخه تر ۲۰۱ پوری دافغانستان ددولت دکلیدی اصلاحاتو په تطبیق پوری اړه لری کوم چی په متقابل چوکاټ کی درج شوی لکه اصلاحات دبشر دحقونو په برخه کی، جنسیتی برابروالی، داقتصاد پرمختګ او دفساد پروړاندی مبارزه.
*په 2013 کال کی کاناډا دافغانستان دبشر دحقونو دځانګړی کمیسیون سره دملاتړ سره دمرستی په موخه د ۳۴۰ داوسیدونکو دحقونو دحامیانو او محلی او ولایتی مسولینو دعدالت غوښتونکو په ناستو کی چی دبشر دحقونو په اړه وی، مرسته وکړه. لدی څخه علاوه ۱۱۰۰ ورکشاپونه او سیمینارونه هم ترسره شول چی په پایله کی یی ۷۱۲۲۳ افغانانو ته دبشر دحقونو په اړه دعامه پوهاوی زیاتوالی وو.
*له ۲۰۰۲ څخه تر ۲۰۱۲ پوری کاناډا او نورو مرسته کوونکو دافغانستان په بیا رغونه کی دوجهی صندوق له لاری ملی پروګرامونه حمایت کړی چی په پایله کی یی زیات پرمختګونه لکه د ۷،۸ ماشومانو شاملیدل (۳۸ په سلو کی انجونی) ابتدایی ښوونځی ته، د ۳،۲ میلیونه وګړو لاسرسی بریښناته، د ۶،۵ میلیونه وګړی په هغو ساحو کی چی کم له کمه ۲ کیلو متره سړک په اساسی ډول لری، ۳۹،۵ میلیونه وګړو ته دورځنی کار برابرول په محلی زیربنایی پروژوکی او ۱۷۸۰۰۰ خلکو لاسرسی زراعتی او دخړوب خدماتو ته. دغو مالی مرستو د روغتیا او معارف په برخه کی دافغانستان ددولت سره مرسته کړی او ښځو اوانجونو ته یی دا توانایی ورکړی ترڅو دروغتیا او معارف زده کړی له لاری دخپل ژوند څرنګوالی ښه کړی.
* دکاناډا مرستو دافغان ماشومانو او ځوانانو دغوره راتلونکی لپاره ښه پایله رامنځته کړی. دمثال په ډول دکاناډا دحمایت له لاری په رسمی او محلی ښوونځیو کی دماشومانو دشاملیدو زیاتوالی چی په ۲۰۰۱ کال کی دشاملو ماشومانو تعداد له یوه میلیون څخه کم وو ولی په ۲۰۱۱ کی یی تعداد ۷،۷ ملیونه (۳۹ په سلو کی انجونی) ته ورسیده.
*د ۲۰۱۴ کال دمی دمیاشی په ۲۹ نیټه په هغه ناسته کی چی دهری ښځی، هرماشوم په نوم نومول شوی وو ستیفن هارپر دکاناډا لومړی وزیر ۳،۵ میلیونه ډالرو مرسته چی زیاتره یی دمیندو دروغتیا، دنویو زیږیدلیو ماشومانو او کوچنیانو په اړه وی له ۲۰۱۵ څخه تر ۲۰۲۰ پوری اعلان کړه. لومړی وزیر دمیندو او ماشومانو دمړینی دکموالی لپاره یوه ستراتیژی رامنځته کړه او پدی یی تاکید وکړ چی روغتیایی سیستمونه تقویت شی، تغذی بهتره شی، مرګونی امراض را کم شی.









