ژبه

د نوزاد خلک له بېلابېلو ستونزو کړېږي

لښکرګاه (پژواک، ۱۴ لېندۍ ۹۳): د هلمند د نوزاد ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکي وايي، له تېرو شپږ مياشتو راهيسې يې په سيمه کې د جګړو له امله خلکو ته ستونزې جوړې شوې دي.

د ښوونځينو تړل کېدل، د روغتيايي مرکزونو کموالى او نا امنۍ هغه ستونزې دي چې ځايي وګړي يې له ستونزو سره مخ کړي دي.

د يادې ولسوالۍ اوسېدونکي حاجي غفور پژواک خبري اژانس ته وويل، د دوى لسګونه قومي مشرانو له مسوولينو سره د خپلو ستونزو په اړه خبرې کړې خو پايلې يې نه دې لرلې.

د ده په خبره، دوى په پيل کې په خپله ولسوالۍ کې امنيت غواړي، د عملياتو د پيل غوښتنه کوي څو د نورو غوښتونو پوره کېدو ته لار هواره شي.

نوموړي له نړيوالو ځواکونو غوښتنه وکړه چې د نوزاد ولسوالۍ د امنيت او ستونزو په حل کې ورسره مرسته وکړي.

د دې ولسوالۍ د بارکزو سيمې اوسېدونکي نوراحمد پژواک ته وويل، له بهرنيانو پرته افغان امنيتي ځواکونه امنيت نه شي راوستلى او نه يې هم نورې ستونزې هوارولى شي.

هغه وويل چې د ولسوالۍ په مرکز کې يو روغتيايي مرکز شته ولې د ده په وينا د ډاکترانو او درملو د کموالي له امله په کې سمه درملنه نه کېږي.

د همدې ولسوالۍ د ټولنيزې شورا مرستيال حاجي عبدالمحمد پژواک ته وويل چې اوسمهال د ولسوالۍ د مرکز شاوخوا تر يو کيلومتري سيمه د حکومت تر واک لاندې ده او نوره ټوله ولسوالۍ د دولت له وسله والو مخالفينو سره ده.

ده وويل: ((دلته ښوونځي تړلي، حکومتوالي نشته، روغتيايي مرکزونه نشته نورې ډېرې ستونزې لرو چې هيڅ پاملرنه ورته نه کېږي.))

بلخوا د دغه ولايت د پوهنې رياست تدريسي مرستيال محمدناصر مير پژواک ته وويل چې په دې ولسوالۍ کې ٢٤ ښوونځي دي چې اوس يوازې درې يې فعاله دي.

ده وويل: ((په هغو سيمو کې چې د حکومت په ولکه کې دي، يوه لېسه او دوه ښوونځي لري؛ خو هڅه کوو چې پاتې ښوونځي هم پرانيستل شي.))

د هلمند مرستيال والي احمد مسعود بختور مني چې په نوزاد کې ستونزې شته او هغه ډول چې تمه کېږي مرستې نه دې ور رسېدلې.

بختور وويل: ((د ناامنيو له امله په نوزاد او نورو شمالي ولسواليو کې کار نه دى شوى، نو د همدې ستونزو د حل لپاره پراخ عمليات پلان شوي چې ژر به پيل شي.))

د هلمند امنيه قوماندان مل پاسوال جمعه ګل همت يادې ستونزې نه ردوي او وايي په دې تړاو يې پلانونه تر لاس لاندې دي چې په عملي کولو سره به يې د خلکو غوښتنې پر ځاى او امنيت ښه شي.

امنيه قوماندان زياته کړه چې د سنګين او نوزاد ولسواليو جګړې د سيمې په کچه وې، له دې امله د مخنيوي لپاره ډېر کار ته اړتيا ده چې په همغږۍ سره به يې مخنيوى وشي.

په نوزاد، سنګين او موسى کلا ولسواليو کې شپږ مياشتې مخکې پراخې جګړې پيل شوې چې اوس هم دوام لري او تر دې مهاله تر څلور زره ډېرو کسانو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

ورته موضوع