ژبه

اوباما د امنيتي سند پر توشېح کولو له اشرف غني او عبدالله مننه وکړه

واشنګټن (پژواک، ١٩ لېندۍ ٩٣): د امريکا ولسمشر بارک اوباما د امنيتي سند د توشېح له امله له ولسمشر اشرف غني او اجرا‌ئيه رييس عبدالله عبدالله مننه وکړه.

سپينه ماڼۍ وايي چې ولسمشر بارک اوباما تېره شپه له دواړو افغان مشرانو سره د ويډيو کنفرانس له لارې خبرې وکړې او په بېلابېلو موضوعاتو يې ورسره خبرې وکړې.

سرچينې زياته کړې، د دغه ويډيو کنفرانس پر مهال ولسمشر بارک اوباما له خپل افغان سيال اشرف غني او اجرائيه رييس عبدالله عبدالله مننه او د هغوى ستاينه يې وکړه چې پر وخت يې له امريکا سره لاسليک شوى امنيتي تړون توشېح کړ.

د افغانستان او امريکا تر منځ امنيتي سند چې د روان لمريز کال د تلې په اتمه لاسليک شوى و، څو ورځې مخکې د ولسمشر له خوا توشېح شو.

سپينې ماڼۍ ويلي چې د دې اړيکې پر مهال ولسمشر اوباما دواړه افغان مشرانو ته د بروکسل او لندن کنفرانسونو په برياليتوب سره په ترسره کېدو هم مبارکي ورکړه.

دغه راز سرچينې ويلي چې د افغانستان او امريکا مشرانو په افغانستان کې د نړيوالو ځواکونو د جګړه ييز ماموريت پر پاى ته رسېدو او د روزنې او همکارۍ د نوي ماموريت په اړه هم په تفصيل سره خبرې وکړې.

سرچينې وايي، دواړه خواوو موافقه وکړه چې په راتلونکي کې به هم سره نږدې اړيکې ساتي.