منځپانګې ته تلل
جمعه ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۱۷ غ.و
۱۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

شهزاده مسعود: د همېشنۍ سولې لپاره ملي ارادې ته اړتیا ده

· ۴ دقیقې لوستل · ۶۷ کتنې

کابل (پژواک، ۲۸ لېندۍ ۹۳): په قبایلي چارو کې د ولسمشر سلاکار شهزاده مسعود له حکومته غواړي چې د سولې په برخه کې جدي اقدامات وکړي.

سلاکار وزیر او د کرکټ بورډ پخواني مشر د لېندۍ په ۲۸مه له پژواک خبري اژانس سره په یوه ځانګړې مرکه کې وویل چې له نوي حکومته د سولې او ټیکاو راوستو په برخه کې د جدي پاملرنې غوښته کوي.

هغه زیاته کړه چې ولس د ملي یووالي له حکومته د نورو ډېرو پرمختیایي برخو تر څنګ د سولې او ثبات په برخه کې ځانګړې هیلې لري.

نوموړی وایي، د سولې راوستو لپاره یوې ملي ارادې ته اړتیا ده او د ملي یووالي حکومت باید په دې برخه کې په ملي، سیمه ییزه او نړیواله کچه خپلې هر اړخېزې هلې ځلې ونه سپموي.

مسعود زیاته کړه: ((ولس کلونه کلونه د جنګ او ویرې په تورتم کې تېر کړی دی. د دې خاورې هر وګړی د یوه داسې نوي سباوون په انتظار دي چې له لومړي څرک سره یې د سولې او ثبات پیغام وځلېږي ((.

سلاکار وزیر وویل چې افغانستان د جرګو او مرکو ټاټوبی دی او د تاریخ په اوږدو کې دا ډول مسایل د جرګو او مرکو له لارې حل شوي دي.

هغه وایي، د ملي یووالي حکومت که چېرې د سولې او ثبات په راوستو کې د جرګو له کړنلارې کار واخلي نو بریا به یې په برخه وي.

نوموړي زیاته کړه چې وسله والو مخالفینو هم له جګړو هېڅ ډول توښه نه ده ترلاسه کړې او د دوی لپاره هم له سولې پرته بله لاره د بریا لاره نه ده.

هغه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې پخواني ولسمشر حامد کرزي افغانستان د ټولو افغانانو ګډ ټاټوبی ګرځولی و او ټول هغه عوامل چې د تبعیض لامل ګرځېدل، په خپل تدبیر سره تر ډېره له منځه یوړل.

حامد کرزي ټول افغانان تر یوه چتر لاندې سره راټول کړل او د تربګنیو درانه درد ته یې د یووالي ټکور ورکړ.

دی وایي، پخواني ولسمشر افغانستان له نورې نړۍ سره سیال کړ او د دغه هېواد ملي بیرغ د نړۍ په ګوټ ګوټ کې ورپېد.

اساسي قانون چې ملي نسخه ده، جوړ شو، د ښوونې او روزنې سیستم فعاله شو، امنیتي سکتور بډاى شو، پرمختیایي چارو په خورا لنډ وخت کې ټولې اړتیاوې بشپړې کړې، د روغتیا په برخه کې اغېزمنې هلې ځلې وشوې، د ښځو حقونو د پیاوړتیا په برخه کې تر ډېره بریده کار وشو او د یوه نوي جوړېدونکي هېواد په څېر یې ټولې شنډې قوې بیا ځلې په خورا تدبیر سره فعالې کړې.

شهزاده مسعود زیاته کړه: ((موږ د مخکني ولسمشر په وخت کې ډېرې لاسته راوړنې هم درلودې، نیمګړتیاوې مو هم درلودې او په ځینو مواردو کې دولت ناکام هم شو چې له جملې څخه یې د تلپاتې سولې په راوستو او د فساد په له منځه وړو کې د حکومت ناکامي وه. مخکنى ولسمشر د یوه ملي او نړیوال شخصیت په څېر کولای شي د ملي یووالي له حکومت سره د سولې او ملي یووالي

په راوستو او په نړیوالو مسایلو کې اغېزمن رول ولوبوي ((.

هغه وایي، حکومت د کوټلو ګامونو په پورته کولو سره خپلو موخو ته رسېدلی شي، ورته په کار ده چې کار اهل کار ته وسپاري، وړ مخکښې څېرې پر دندو وګوماري او د سیاسي نظام په پیاوړتیا کې له تدبیره کار واخلي.

مسعود پر نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې افغانستان یواځې پرې نه ږدي؛ په اقتصادي برخو، خصوصاً د امنیتي ځواکونو په روزنه، تربیه او د عصري تجهیز په برخو کې چې هوایي او ځمکني دي، له افغانستان سره مرستندوى و اوسي. تر څو افغانستان یو ځل بیا د ترهګرۍ او د ګاونډیو د لاسوهنې میدان ونه ګرځي.

سلاکار وزیر او د کرکټ بورډ مخکنى مشر وایي چې په تېرو ۱۰ کلونو کې د کرکټ د پرمختګ لپاره ډېرې هلې ځلې کړې او ملي لوبډله یې تر نړیوالو جامونو رسولې ده.

هغه د کرکټ بورډ له اوسنیو مشرانو وغوښتل، لکه څرنګه چې ده دغه لوبه له سیاسته لرې ساتلې وه، دوی دې هم کرکټ له سیاسته لرې وساتي او همدا د بریا لاره ده.