منځپانګې ته تلل
جمعه ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۲۱ غ.و
۱۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

افغانستان سره د اړيکو نوی څپرکى؛ د ناټو سرمنشي جينز سټولټنبرګ ليکنه

· ۶ دقیقې لوستل · ۱۰۴ کتنې

موږ په داسې حال کې چې د ۲۰۱۴ کال په پای کې په افغانستان کې خپل نړيوال جګړه يیز ماموریت پای ته رسوو، د ناټو او افغانستان تر منځ په اړیکو کې یو نوی څپرکى پرانیزو.

د افغانستان امنیت به په بشپړه توګه د ۳۵۰ زرو افغان عسکرو او پولیسو په لاس کې وي خو د ناټو غړي هېوادونه به له خپلو یو ډېر شمېر همکارو هېوادونو سره یو ځای د هغوی د روزنې، سلا مشورې او مرستې لپاره پاتې شي، موږ میدان نه پرېږدو.

دغه لېږد د ناټو او افغاني مشرانو د توافق پر بنسټ ترسره کېږي چې د افغانستان د ملي امنیتي ځواکونو د زړورتیا او قابلیت او د نړیوالو ځواکونو د قربانۍ له لارې چې په تېرو کلونو کې یې د هغوی په روزنه کې مرسته کړې ده، شونى شوی دی.

په وروستیو اوونیو کې موږ په کابل، پکتیکا او د افغانستان په نورو سیمو کې ډېر زړه بوږنوونګي بریدونه ولیدل چې د هغو له امله د کوچنیانو په ګډون ډېر شمېر ملکي وګړي ووژل شول.

افغان سرتېرو او پولیسو د هېواد د امنیت د تامینولو په لاره کې خپل ژوند له لاسه ورکړ.

موږ دغه غیر انساني بریدونه په ډېره سخته ژبه غندو او د دغو اعمالو عاملانو ته وایو چې ستاسې هڅې بېځایه دي.

افغان امنیتي ځواکونه د افغانستان ویاړ او ژغورونکي دي، هغوی د ټولو افغانانو ځواکونه دي او ټول افغانان کولای شي پر هغوی ویاړ وکړي او موږ د هغوی ترڅنګ ولاړ یو.

څرګنده ده چې ډېرې ننګونې لا تر اوسه پر ځای پاتې دي او لا ډېر کارونه باید ترسره شي.

افغان امنیتي ځواکونه به د خپلې ودې او غښتلتیا په اوږدو کې د پخوا په شان زموږ مرستې ته اړه ولري او موږ به له هغوى سره خپلې مرستې ته د پخوا په څېر دوام ورکړو.

زموږ په نوي ماموریت یعنې “غوڅ ملاتړ” کې به د نړۍ د بېلابېلو سیمو څه نا څه ۱۲۰۰۰ تنه ښځې او نارینه برخه ولري. د ناټو ۲۸ غړي هېوادونه د ۱۴ همکاره هېوادونو په ملتیا سره به په نوموړي ماموریت کې په بېلابېلو بڼو برخه واخلي.

د امریکا متحده ایالات به د روزنې، سلا مشورې او مرستې مشرتوب د افغانستان په سوېل او ختیځ کې پر غاړه ولري، المان به دغه کار په شمال کې ترسره کړي، ایټالیا په لوېدیځ او ترکیه په کابل کې.

د افغانستان د حکومت غوښتنه او د ناټو او افغانستان تر منځ د ځواکونو د وضعیت په اړه تړون د دغه ماموریت بنسټ جوړوي. سربېره پر دې د ملګرو ملتونو سازمان د امنیت شورا د افغانستان او ناټو تر منځ د دغه ماموریت د پیل په اړه له موافقې د رایو په اتفاق هرکلى وکړ او د افغانستان له ثباته يې پر دوامدار نړیوال ملاتړ ټینګار وکړ.

موږ به همداراز د افغان امنیتي ځواکونو په تمویل کې برخه واخلو، ولسمشر اشرف غني او اجرایي مشر عبدالله عبدالله ژمنه وکړه چې نړیوالې مالي مرستې به په اغېزمنه، شفافه او د حساب ورکونې پر بنسټ ولګول شي، دغه کار زموږ د مالیې ورکوونکو لپاره ډېر ارزښت لري او موږ د ملي وحدت پر حکومت باندې حساب کوو چې پر خپلې دې ژمنې به ولاړ وي.

د ځواک او مالي مرستې تر څنګ ناټو او افغانستان به له دې لا هم غښتلى څیز راوړي: یوه دوامداره ملتیا چې زموږ ګډې ګټې په کې نغښتې وي، زموږ ګډې همکارۍ ته نوې بڼه ورکړي او زموږ له ګډ امنیت سره مرسته وکړي، موږ به د افغان امنیتي ځواکونو د ظرفیت د وچتولو په ګډون عملي همکارۍ پیاوړې کړو او د یو لړ موضوعګانو په باب به چې زموږ ګډې ګټې په کې نغښتې دي، په منظمه توګه خبرې اترې او سلا مشورې وکړو.

موږ د دې موضوع په باب په روانه میاشت کې په بروکسل کې د ناټو د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو په غونډه کې له ولسمشر اشرف غني او اجرایي مشر عبدالله عبدالله سره خبرې اترې وکړې.

موږ په ګډه سره موافقه وکړه چې د ملتیا د پلي کولو لپاره موږ د هېوادونو په ګټه یو ګډ کاري ځواک جوړ کړو.

موږ کله چې په خپل ګډ تاریخ کې د دغه نوي فصل په لیکلو پیل کوو، ښه به دا وي چې لږ څه تېر مهال ته وګورو.

له یوې لسیزي ډېر ناټو او زموږ مل هېوادونه د افغانستان په څنګ کې ودرېدل، ۵۱ هېوادونو خپل سرتېري زموږ له ځواکونو سره یو ځای کړل – دغه شمېر د ټولې نړۍ د هېوادونو څلورمه برخه جوړوي.

په وروستي تاریخ کې د ایساف ماموریت تر ټولو لوی یو پوځي ايتلاف وو چې د هېوادونو بېساري نړیواله هڅه څرګندوي. هغه واک چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د دغه ماموریت لپاره ورکړی و دا و چې له افغاني چارواکو سره په ټول هېواد کې د امنیت د تامینولو او د نویو افغان ځواکونو د رامنځته کولو په لاره کې مرسته وشي.

دغه دنده په ګرانه بیه مګر په ډېر بریالیتوب سره ترسره شوه، موږ به تل د نړیوالو او افغاني ځواکونو سرښندنې چې د درناوي او مننې وړ دي په یاد ولرو.

موږ د دغو ځواکونو د بېساري هڅو له برکته خپلې موخې ته ورسېدو، موږ خوندي ځایونو ته د نړیوالو تروریستاتو د لاسرسي په غوڅولو سره خپل هېوادونه ډېر خوندي کړل. موږ د ۳۵۰ زروغښتلو امنیتي ځواکونو په جوړولو سره افغانستان لا غښتلى کړ او موږ یو ځای او په ګډه د میلیونونو افغان نارینه، ښځو او کوچنیانو لپاره د ښې راتلونکې شرایط برابر کړل.

څه موده مخکې ما له افغانستانه لیدنه وکړه، ما د ایساف ځواکونو په څېرو کې د ننګونو سربېره په لاسته راوړنو د ویاړ او ارامۍ نښې ولیدې، ما د افغاني ځواکونو ټینګ نیت او اراده احساس کړه او ما له ځوانو افغانانو سره خبرې وکړې، هغوی د خپل راتلونکي لپاره ډېرې هیلې لري.

له دیارلسو کلونو د پخوا وضعیت په پرتله افغانستان اوس بشپړ بدلون موندلی دی، د یادونې وړ ده چې یوه لسیزه مخکې په هېواد کې د طالبانو له تورو ورځو وروسته وضع په هېواد کې څنګه وه.

په هغه مهال کې حکومتوالي او امنیت ډېر لږ لیدل کېدل، د کابل په وزارتونو کې نه یواځې دا چې ټيلېفون او کمپیوټر نه لیدل کېدل، بلکې حتى مېزونه او څوکۍ هم نه وې.

نن ورځ د افغان د ملي اردو او پولیسو شمېر ۳۵۰زرو ته رسېږي، د روغتیا او پراختیا د شاخصونو له نظره افغانستان په نړۍ کې د ټولو هېوادونو په نسبت تر ټولو لوړه سلنه ترلاسه کړې ده.

د میندو د مړينې کچه ټيټه او منځنۍ عمر د لوړېدو په حال کي دی او ډله يیزې رسنۍ په خوځېدو او رپېدو دي. سږ کال په میلیونونو خلکو د خپلې رايې له حق نه ګټه واخیسته او د ملي وحدت حکومت یې جوړ کړ.

نو له ننګونو سره سره افغانان اوس اوږد ژوند کوي، د کار امکانات ډېر شوي او د دوى په تاریخ کې تر بل هر مهاله د یوې ښې راتلونکې لپاره ډېر ښه چانس لري او افغان حکومت ژمنه کړې ده چې حیاتي اصلاحاتو ته لکه د ښې حکومتولۍ، حساب ورکونې او د ښځو د حقوقو په ګډون د بشر د حقوقو په ډګرونو کې اصلاحاتو ته دوام ورکوي.

د ۲۰۱۵ کال په را رسېدو سره افغانستان یو نوى مسووليت اخلي، ناټو یو نوی ماموریت پیلوي او د موږ تر منځ د ملتیا یوه نوې کچه منځته راځي. موږ له یوې لسیزې ډېر اوږه په اوږه ستاسو ترڅنګ د افغانستان د خلکو او د خپلو وګړو لپاره د امنیت ساتنې او پیاوړتیا په موخه ودرېدو، اوس د دې وخت را رسېدلی چې د خپلو اړیکو په تاریخ کې د نوي څپرګي په لیکلو په ګډه پیل وکړو، د افغانستان د امنیت او زموږ د امنیت لپاره.

(د ناټو سازمان سرمنشي دغه ليکنه پژواک خبري اژانس ته کړې ده.)