منځپانګې ته تلل
شنبه ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۱۳ غ.م
۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۱۹° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

اتمر: له ترهګرۍ سره په مبارزه کې د سيمې همکاري ډېره شوې

· ۳ دقیقې لوستل · ۷۲ کتنې

تهران (پژواک، ١٧ مرغومى ٩٣): د ملي امنيت سلاکار حنيف اتمر وايي، د سيمې هېوادونو درک کړې چې ترهګري پر افغانستان سربېره د سيمې نورو هېوادونو ته هم لوى ګواښ دى او په دې برخه کې يې د همکارۍ هڅې ډېرې کړې دي.

اتمر چې دا مهال ايران ته په دوه ورځني سفر راغلى، دغه څرګندونې د مرغومي په ١٧مه د پژواک خبري اژانس په ګډون د يو شمېر افغاني رسنيو له خبريالانو سره په تهران کې د ځانګړو خبرو پر مهال وکړې.

هغه زياته کړه چې ايران ته يې د سفر موخه له ځايي چارواکو سره د ايران او افغانستان تر منځ په ستراتيژيکه کچه د اړيکو جوړول، د ترهګرۍ او نشه يي توکو پر ضد پر ګډې مبارزې او د افغان کډوالو د ستونزو په اړه خبرې اترې دي.

د ملي امنيت سلاکار وويل چې د سيمې هېوادونو اوس درک کړې چې ترهګري يواځې د افغانستان ستونزه نه ده، بلکې دا د سيمې نورو هېوادونو ته هم لوى خطر دى.

د نوموړي په وينا، اوس دا وېره ډېره شوې چې د ترهګرۍ پر نوو رامنځته شوو شبکو سربېره القاعده، پاکستاني او افغاني طالبان، د ازبکستان اسلامي تحريک او داعش يواځې د افغانستان لپاره نه، بلکې د ټولې سيمې امنيت او ثبات له ګولاښ سره مخ کړى دى.

حنيف اتمر وايي، د همدې وېرې او ګواښونو له امله د سيمې هېوادونو اوس د ترهګرۍ پر ضد په ګډه مبارزه کې نه يواځې همکارۍ ډېرې کړې، بلکې په دې برخه کې يې په خپله هم هڅې پيل کړې دي.

د ملي امنيت سلاکار په دې اړه د ايران د رول په اړه د پژواک اژانس د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل: ((ما ته دا ډاډ حاصل شو چې ايران هم درک کړې چې ترهګري دوى ته هم متوجه ده؛ ځکه چې په عراق او سوريه کې روانه ترهګري ايران ته هم مخه کولى شي.))

د پاکستان په اړه حنيف اتمر وويل چې د دغه هېواد سياسي او پوځي مشران هم په دې برخه کې ورته اندېښنه لري او د پام وړ همکاري يې پيل کړې ده.

ده زياته کړه: ((زه په ډاډ سره ويلى شم چې تر وروستيو پېښو وروسته د پاکستان په تګلاره کې کې يوه اندازه بدلونونه راغلي دي.))

د هغه په وينا، افغانستان هيله لري چې د ترهګرۍ پر ضد په روانه مبارزه کې سيمه ييزې همکارۍ زياتې شي.

د ملي امنيت سلاکار وايي، دا نه شي ويلى چې همکاري به يې څومره وي، خو زياتوي چې د دوى هڅې ښه لور ته روانې دي.

حنيف اتمر وويل چې د ترهګرۍ پر وړاندې د سيمه ييزو همکاريو زياتېدل او پوځي فشارونه وسله وال طالبان وارخطا کړي او خپل بريدونه يې ډېر کړي دي.

د هغه په وينا، وسله وال طالبان چې څومره بريدونه زياتوي، هغومره دولت يې پر ضد نوې ستراتيژۍ جوړوي.

د ملي امنيت سلاکار زياته کړه: ((زه دا نه وايم چې په نږدې راتلونکي کې به د وسله والو مخالفينو بريدونه بېخي کم شي، خو دا ويلى شم چې افغان سرتېري اوس د خپلو هېوادوالو او خپل هېواد دفاع کولى شي.))

ايران ته د خپل سفر په اړه حنيف اتمر وويل چې پر يادو موضوعاتو پر خبرو اترو سربېره دوى دواړو هېوادونو ته د يو بل د ولسمشرانو د سفرونو لپاره زمينه هم برابروي، څو د دواړو هېوادونو تر منځ د اړيکو يوه نوې صفحه پرانيستل شي.

ده زياته کړه چې له ايران سره د ستراتيژيک تړون لاسليک ته چمتو شوى او د دواړو هېوادونو ټيمونه پرې کار کوي.