ژبه

په کندهار ښار کې عامه کتابتون او د ماشومانو لپاره پارک جوړېږي

کندهار(پژواک، ١٣سلواغه ٩٣):کندهار ښاروالي او د اطلاعاتو او کولتو رياست په کندهار ښار کې د عامه کتابتون لپاره ودانۍ او د ماشومانو لپاره تفريحي پارک جوړوي.

د کندهار ښاروال محمد عمر (عمر) پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د کندهار ښار د تازه مېوې د پخواني مارکېټ پر ځمکه عامه کتابتون لپاره ودانۍ، د ماشومانو لپاره تفريحي پارک او د وسايطو پارکينګ جوړوي.

دغه مارکېټ چې د ښار په منځ کې يې سرې جامع او منډيګک ماڼۍ ته څېرمه موقعيت درلود، په دې وروستيو کې تخليه شو او پر ځاى يې له ښاره بهر د ښوراندام په سيمه کې د خصوصي سکتور له خوا د مېوې يو لوى مارکېټ جوړ شوى.

ښاروال زياته کړه، په پلان کې لري، چې د پخواني مارکېټ په ٦٠٠ متره مربع ځمکه کې د اطلاعاتو او کولتور وزارت له خوا د عامه کتابتون لپاره ودانۍ جوړه شي او د ښاروالۍ له خوا په شپږ جريبه ځمکه کې د ماشومانو لپاره تفريحي پارک او په پاتې دوه جريبه ځمکه کې د وسايطو پارکينګ جوړ کړي.

هغه وايي، دا چې په کندهار ښار کې د ماشومانو لپاره د تفريح امکانات کم دي، له ډېره وخته دغسې يوه پارک ته چې د ماشومانو لپاره ځانګړى وي او د هغوى د لوبو سامان الات په کې وي، ډېره اړتيا ليدل کېده.

نوموړي د دې پروژې د لګښت په اړه معلومات ور نه کړل، خو ويې ويل، چې د ودانيو د جوړولو لپاره د نقشې او اړوند نور کارونه شوي، چې ډېر معلومات به يې د کار د پيل کېدو پر مهال ورکړي.

د کندهار د اطلاعاتو او کولتور رييس دواخان مينه پال وويل، که څه هم د اړوند رياست په ودانۍ کې دننه کتابتون شته، خو په هغسې حالت کې نه ده، چې کتابونه په کې په ښه توګه خوندي شي او د مطالعې ډېر مينه وال ورته راشي.

هغه زياته کړه، په همدې بنسټ په کندهار ښار کې د يوه داسې عامه کتابتون تشه محسوسېدله، چې مجهزه ودانۍ او د مطالعې لپاره آرام او ښکلى چاپېرېال ولري.

د نوموړي په وينا،اړوند وزارت ورسره دهمدغسې يوه کتابتون د جوړولو ژمنه کړې،چې دا دى ښاروالۍ ورته د ښار په منځ کې ٦٠٠ متره مربع ځمکه ځانګړې کړې ده.

مينه پال وويل، چې په راتلونکي کې به په سپين بولدک ولسوالۍ کې هم يو عامه کتابتون جوړ شي،چې په څنګ کې به يې پارک هم وي.

هغه وايي، چې په کندهار کې د ملي موزيم لپاره هم يوې مجهزې ودانۍ ته اړتيا شته او په دې برخه کې پلان داسې دى، چې د ولايت مقام د اوسنۍ ودانۍ او د ښاروالۍ ودانۍ به د هغوى قدامت ته په پام د تاريخي اثارو په کتار کې راشي او همدا ودانۍ به د ملي موزيم په توګه وکارول شي.

په دې اړه د کندهار ښاروال وويل،چې د کندهار ښار په عينو مېنه کې د ولايت مقام تر څنګ د دولتي ادارو لپاره ١٥ جريبه ځمکه ځانګړې شوې او په راتلونکې کې به له اوسني ځايه ولېږدول شي.

هغه زياته کړه، چې د يوه غني ملي موزيم د جوړولو په موخه به ښاروالي د ولايت مقام او د احمدشاه بابا مقبرې ته څېرمه شخصي ملکيتونه هم استملاک کړي.

ورته موضوع