منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۲۴ غ.و
۱۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۲° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

د کندهار په دولتي ادارو کې د ښځو ونډه کمه ده

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۳۶ کتنې

کندهار (پژواک ١٢ کب ٩٣): په کندهار کې مېشتې ښځينه مدني فعالانې وايي، چې د دې ولايت په دولتي ادارو کې د ښځو ونډه کمه ده او د جنسيت تعادل ساتلو ته پام نه دى شوى.

يو شمېر مېرمنو، دغه څرګندونې نن مازيګر د کندهار د والي له مرستيال عبدالعلي شمسي سره په ليدنه کې وکړې.

د جميلې په نوم يوې مدنې فعالې وويل، چې په دولتي ادارو کې د مېرمنو ونډه په نشت حساب ده او هغوى ته د کار کولو زمينه نه ده برابره شوې.

هغې زياته کړه، د ښځو چارو له رياست پرته چې د ګوتو په شمېر څو مېرمنې په کې په کار بوختې دي، په نورو ادارو کې اصلاً مېرمنې نشته.

د نوموړې په وينا، په کندهار کې په زرګونو مېرمنې شته، چې زده کړې يې کړې او کار ته اړتيا لري.

يوې بلې مېرمنې ليلا افاق وويل، چې په دولتي ادارو کې د مېرمنو کمې ونډې ګڼې ستونزې رامنځته کړي، ځکه ډېرې ښځينه مراجعينې، هغو ادارو ته د خپلو ستونزو د حل لپاره نه شي ورتللاى، چې ښځينه کارکوونکې په کې نشته.

هغې له ولايتي ادارې وغوښتل، چې په دولتي ادارو کې د جنسيت تر منځ تعادل وساتي او په اړوندو چارو کې ښځو ته خپله ونډه ورکړي.

د ولايت مرستيال عبدالعلي شمسي د مېرمنو د نيوکو په ځواب کې وويل، دا د دولت پاليسي ده، چې په ادارو کې به د جنډر تعادل ساتي، خو ډېر مهال يو شمېر ادارې ښځينه کارکوونکو ته د اړتيا پر مهال اعلانونه خپروي، خو مېرمنې غوښتنليکونه نه ور لېږي او کار کولو ته نه حاضرېږي.

هغه زياته کړه، د ښځو فعاليتونه بايد له پروژوي بڼې څخه داسې بڼې ته واوړي، چې د ټولنې په جوړښت کې مهم رول ولوبوي.

د نوموړي په وينا، د ولسمشر د ځانګړي فرمان له مخې، دا مهال په دولتي ادارو کې مقرري بنده ده، خو کله چې مقرري پيل شوه، نو ښځو ته به د کندهار په دولتي ادراو کې د کار کولو پوره پوره ونډه ورکړاى شي.

شمسي ژمنه وکړه، چې ولايتي اداره به په کندهار کې د مېرمنو د ژوند د ښه کېدا په برخه کې خپلې هڅې پراخوي او هغوى ته به د زده کړو او کار ډاډمن شرايط برابروي.