منځپانګې ته تلل
جمعه ۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۵۵ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

ويسا: د کندهار او کويټې تر منځ دې د بسونو او الوتکو تګ راتګ پيل شي

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۴۴ کتنې

کندهار (پژواک ١٢ کب ٩٣): د کندهار والي د پاکستان له نوي کونسل سره په ليدنه کې غوښتنه وکړه، چې د کندهار او کويټې تر منځ دې د بسونو او الوتکو تګ او راتګ پيل شي.

والي ډاکټر توريالي ويسا په دې کتنه کې وويل، چې له ډېر وخت راهيسې د پاکستان د سند ايالت په کراچۍ بندر کې د افغان سوداګرو مالونه د بېلابېلو ستونزو له امله ځنډول کېږي؛ په کار ده د پاکستان حکومت په دې برخه کې اقدام وکړي او د سوداګرو دا ستونزه هواره کړي.

هغه زياته کړه، د دې تر څنګ دې د کندهار او کويټې تر منځ د بسونو تر څنګ د الوتکو تګ او راتګ بيا پيل شي، چې په دې توګه به د کرښې د دواړو غاړو اوسېدونکو ته ګڼې اسانتياوې برابرې شوې وي.

تېر کال د کندهار او کويټې تر منځ د الوتکو تګ راتګ پيل شوى و، چې د پنځو مياشتو لپاره يې دوام وکړ، خو وروسته له کوم څرګند لامل پرته بېرته وځنډول شو.

هغه مهال د کندهار ولايتي چارواکو ويلي وو، چې د پاکستان (پي اى اې) شرکت پرته له دې چې هغوى ته خبر ورکړي، کندهار ته د الوتنو د ځنډولو لامل يې د سپرليو کمښت باله.

ويسا د الوتکو تر څنګ د دواړو ښارونو تر منځ د بسونو د تګ راتګ پر پيلېدو هم ټينګار وکړ او ويې ويل، چې افغانستان او پاکستان په کلتور، مذهب او ګڼو نورو برخو کې مشترک ټکي لري او په کار ده، چې د اړيکو د ښه کولو په موخه دا او ورته نور اقدامات تر سره شي.

د کندهار د بهرنيو چارو رييس عبدالنافع ثنا په دې کتنه کې وويل، چې د کندهار او کويټې تر منځ د بسونو د تګ راتګ په موخه د ترانسپورتېشن قرارداد شوى دى؛ په کار ده چې د پاکستان کونسلګري يې پاتې چارې وڅاري.

نوموړي دغه راز د پاکستان له تعليمي بورسونو هم يادونه وکړه او غوښتنه يې وکړه، چې د دغو بورسونو لپاره دې همدلته ازموينه واخيستل شي او مستحق کسان دې پاکستان ته د لوړو زده کړو لپاره ولېږل شي.

په کندهار کې د پاکستان نوي ټاکل شوي کونسل محمد عارفي بېټني له والي سره ژمنه وکړه، چې په کراچۍ بندر کې د افغان سوداګرو ستونزې هواروي او هم به د کويټې او کندهار ترمنځ د بسونو او الوتکو د تګ راتګ موضوع د خپل هېواد له اړوندو چارواکو سره مطرح کړي.

هغه وويل، اوسمهال يې د ويزو په برخه کې هم سوداګرو او هم عامو وګړو ته اسانتياوې برابرې کړې دي، چې په ٢٤ ساعتونو کې يې دننه تر لاسه کولاى شي، خو که کوم څوک ناروغ وي او بېړنى سفر ولري، نو په هماغه شېبه ويزه ورکوي.

نوموړي غوښتنه وکړه، چې افغانان په قانوني ډول او له پاسپورټ سره پاکستان ته سفر وکړي.

هغه د تعليمي بورسونو په برخه کې هم د همکارۍ ژمنه وکړه او ويې ويل، چې سکالرشيپونو ته د مستحقو کسانو د لارې موندلو په موخه دې ولايتي اداره وړ کسان هغوى ته ور وپېژني.