کابل (پژواک، ١٠ لړم ٩٥): د زابل والي هغه ادعا په کلکه رد کړه چې ګواکې په کندهار ښار کې يې کوم کور قبضه کړی او وايي چې که دى زورواکى واى، نو په سپين بولدک کې به يې خپله ځمکه او دوکانونه له غاصبينو ترلاسه کړي واى.
دغه څرګندونې د زابل والي بسم الله افغانمل د لړم په ١٠مه له پژواک خبري اژانس سره په يوه ځانګړې مرکه کې په داسې حال وکړې چې د شفيقې ريحان په نوم يوې مېرمنې په يوه ويـډيو کې چې پژواک ته يې استولې، ادعا کړې چې د زابل والي په کندهار ښار د دې کور قبضه کړى دى.
هغه زياته کړه چې د يادې ښځې ادعا او تورونه هېڅ حقيقت نه لري او بې اساسه دي او دغه کار يې د مافيايي کړيو په اشاره کار کړى دى.
د زابل والي وايي، په کندهار ښار کې د ده د کور تر څنګ بل کور، د ده پلار د شفيقې پر خاوند مدير اصغر خان پلورلی و.
دى زياتوي: ((اوس زه نه پوهېږم چې مدير اصغر زما پلار ته د ياد کور پيسې ورکړې او که نه؛ ځکه د نوموړي کور د ملکيت اسناد له شفيقې سره نشته.))
افغانمل وويل، که چېرې مېرمن شفيقه د ياد کور په اړه کوم اسناد لري، نو د عدلي او قضايي ارګانونو له لارې دې دا موضوع هواره کړي.
د والي وينا، مېرمن شفيقې څه موده مخکې په کابل کې ورسره ليدلي وو او وړانديز يې کړی و چې دا کور دې واخلي، خو افغانمل وايي چې ده ورڅخه اسناد غوښتي وو.
ده زياته کړه: ((دا مېرمن اوس په بهر کې اوسېږي، د کور اسناد نه لري، خو پر خرڅولو يې ټينګار کوي او غوښتنه کوي چې د کور پيسې دې ورته د بانک له لارې ولېږل شي.))
د زابل والي وويل چې د مدير اصغر خان يوه خور هم راغلې او ادعا يې کړې چې په دغه کور کې حق لري او که د ورور کور يې پر وريندار خرڅ کړي، نو د دې حق تلف کېږي.
افغانمل هغه ادعاوې هم رد کړې چې ګواکې يادې مېرمنې ته يې ګواښونه کړي او زياتوي چې که دومره زورواکى واى، نو د کندهار په سپين بولدک ولسوالۍ کې به يې د ميليونونو افغانيو خپله شخصي ځمکه چې زورواکو قبضه کړې، لاسته راوړې واى.
ده زياته کړه چې له څو کلونو راهيسې په سپين بولدک ولسوالۍ کې يو شمېر زورواکو د دوى خپله ځمکه قبضه کړې، خو دى په خپله په کندهار کې په پلرني کور او په کابل کې په کرايه کور کې ژوند کوي.
افغانمل وايي چې په زابل کې يې د غاصبينو او مافيايي ډلو مخه ډپ کړې ده اوس هغوى ورته دغه ډول دسيسې جوړوي.
ده زياته کړه، په خپله هم د مافيايي ډلو له خوا ګواښل شوى دى، خو دى به د هغوى پر ضد خپلې مبارزې ته ادامه ورکوي.
هغه په کندهار ښار کې د مېرمن شفيقې د کور په اړه وويل چې په یاد کور کې اوس يوه غريبه کورنۍ له کرايې پرته ژوند کوي.
د والي په وينا، هر کله چې شفيقې اسناد وړاندې کړل، دى حاضر دى چې کور ورڅخه د ورځې په بيه واخلي.










