منځپانګې ته تلل
شنبه ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۴۰ غ.م
۱۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۱۸° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

حضرت علي: که د داعش مخه ونه نيول شي، کابل ته ګواښ پېښوي

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۲۶ کتنې

کابل (پژواک، ٢٥ غبرګولى ٩٦): په ولسي جرګه کې د ننګرهار استازى حاجي حضرت علي وايي،  که په دغه ولايت کې داعش وسله وال ونه ځپل شي، دغه ډله به کابل او ګاونډي ولايتونه له امنيتي ګواښ سره مخ کړي.

نوموړي دغه څرګندونې د غبرګولي په ٢٥مه له پژواک خبري اژانس سره د يوې ځانګړې مرکې پر مهال وکړې.

هغه زياته کړه چې تېره شپه په ملي شورا کې د ختيځو ولايتونو استازو له حکومتي چارواکو سره په همدې تړاو خبرې کړې دي.

حضرت علي وويل چې دغو استازو د حکومت اجرائيوي رييس ډاکتر عبدالله او د ملي امنيت سلاکار حنيف اتمر سره ليدلي او خپله جدي اندېښنه يې شريکه کړې ده.

هغه وايي چې په دې ناسته کې له حکومت سره پرېکړې ته رسېدلي چې په ختيځو ولايتونو کې داعش، طالب او نورو وسله والو مخالفينو د ځپلو لپاره به يو ځاى اقدام کوي.

ده زياته کړه: ((د داعش، طالبانو او نورو وسله والو مخالفينو د ځپلو لپاره به دغه ځل له حکومت سره  زه، حاجي ظاهر قدير، ميرويس ياسيني او د ختځيو ولايتونو ټول وکيلان همکاري کوو او دا خلک به نور له منځه وړو.))

د نوموړي په وينا، که چېرې داعش وسله وال په ننګرهار کې ونه ځپل شي، دغه ډله به د خوږياڼي، حصارک، شېرزاد او ازرې ولسوالۍ له لارې لوګر او بيا کابل ولايت له امنيتي ګواښ سره مخ کړي.

د ده په خبره، داعش وسله والو په دې وروستيو کې په نورستان او کونړ ولايتونو کې هم فعاليتونه پيل کړي او د هرې ولسوالۍ لپاره يې ولسوال ټاکلى دى.

حضرت علي زياته کړه: ((نورستان او کونړ کې بايد قوي پوځي عمليات وشي کنه دغه ولايتونه  به سقوط وکړي.))

د هغه د معلوماتو له مخې، په ختيځو ولايتونو کې د داعش وسله والو شمېر نږدې شپږ زرو کسانو ته رسېږي چې په کې عرب، چيچيني، پاکستاني، ايراني او هندوان شامل دي.

د ننګرهار دغه وکيل پر افغان حکومت او بهرنيانو هم نيوکه وکړه چې په ننګرهار کې تر ټولو ستراتيژيکه سيمه توره بوړه يې له مقاومت پرته داعش وسله والو ته پرېیښې ده.

دغه راز يوې امنيتي سرچينې هم پژواک ته ويلي چې د تېرې چهارشنبې په ورځ داعش وسله والو د پچيراګام ولسوالۍ تر ټولو مهمې سيمې تورې بوړې ته ځان رسولى دى.

حاجي حضرت علي ټينګار وکړ چې حکومت بايد له بهرنيو سره هم د افغان دولت د ټولو وسله والو مخالفينو د ځپلو لپاره يوه برنامه جوړه کړي.

هغه وايي: ((که حکومت دغسې يوه برنامه جوړه کړي، نو اتيا فيصده خلک يې ملاتړ کوي او شل فيصده نور يې چې نه کوي هغوى د پرديو نوکران دي.))

نوموړي پر حکومت غږ وکړ چې د خلکو په غوښتنو دې نور ځان نه کڼوي؛ ځکه خلک داسې يو حالت ته رسېدلي چې له ژوند نه نور پر مرګ خوشحاله دي.

حضرت علي له خلکو هم وغوښتل چې حکومت ته دې بېځايه ستونزې نه جوړوي؛ ځکه د دغه حکومت د بديل پيدا کول هم ستونزمن کار دى.

بل لور ته د ننګرهار امنيتي چارواکي وايي چې د ننګرهار په پچيراګام او چپرهار ولسواليو کې د داعش ډلې تر بريدونو وروسته په دغو ولسواليو کې د داعش ضد تازه عمليات پيل کړل.

د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي پژواک ته وويل چې عمليات کوونکو ځواکونو چپرهار له داعش ډلې پاک کړی او اوس پچيراګام ته رسېدلي دي.

په ختيځ کې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو قوماندان محمد زمان وزيري چې نن له نورو امنيتي چارواکو سره  چپرهار ولسوالۍ ته تللى و، ويلي چې دغه ولسوالي يې له داعش څخه پاکه کړې او ځواکونه يې اوس د پچيراګام پر لور روان شوي دي.