ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د لغمان چارواکي د وژل شوو سرتېرو کورنیو ته د نومرو په وېش کې بې غوري کوي

د لغمان چارواکي د وژل شوو سرتېرو کورنیو ته د نومرو په وېش کې بې غوري کوي

author avatar
4 Mar 2019 - 14:55
د لغمان چارواکي د وژل شوو سرتېرو کورنیو ته د نومرو په وېش کې بې غوري کوي
author avatar
4 Mar 2019 - 14:55

مهترلام (پژواک، ١٣ کب ۹۷): د پژواک خبري اژانس موندنې په ډاګه کوي چې د لغمان د چارواکو د بې غورۍ له امله د دغه ولایت په قرغيو ولسوالۍ کې د پوځ د وژل شوو سرتېرو زرو کورنيو په تېرو پنځو کلونو کې د سرپناه نومرې نه دي ترلاسه کړې.

د فرمانخېلو ښارګوټی ټولټال ۱۸۷۲ نومرې لري چې له ډلې یې زرو کسانو د نمرو ترلاسه کولو پيسې هم تحويل کړې دي. د دغو کورنيو هر يوې يې حکومت ته شپږ کاله وړاندې ۵۰ زره او ۵۰۰ افغانۍ ورکړې وې، په همدې موده کې يې د اړوندو ټولو ادارو دروازې په ځلونو ټکولې، خو هېڅ نتيجه يې نه ده ترلاسه کړې.

پژواک داسې اسنادو ته لاسرسی پيدا کړی چې د قرغيو ولسوالۍ د ښاروالۍ له لوري ولايت مقام، ښار جوړونې رياست او نورو ادارو ته په ځلونو د دې ستونزې د حل مکتوبونه لېږل شوي؛ خو ورسره هېڅ همکاري نه ده شوې.

په دغو اسنادو کې دوه مکتوبونه د قرغيو ولسوالۍ د يو ښاروال فضل الرحمن صاحبزاده له لوري د ولايت مقام او ښار جوړونې رياست ته لېږل شوي، يادونه په کې شوې چې د ښارګوټي ټول کارونه خلاص شوي او يوازې دې هغوی خلکو ته د نومرو د وېش لړۍ پيل کړي؛ خو دغه چاره نه ده ترسره شوې.

د دغو مکتوبونو يو کاپي يې ولايت مقام ته د ۱۳۹۵ کال د مرغومي په ۱۴مه او بله يې هم د ۱۳۹۷ کال د زمري مياشتې په ۱۴مه د ښار جوړونې رياست ته لېږل شوې دي.

په ترلاسه شوو اسنادو کې يو هم د قرغيو د اوسني ښاروال انجينر زيارمل الکوزي له لوري د ښار جوړونې رياست ته تعقيبي استول شوی دی.

په دغه مکتوب کې راغلي: “د قرغيو ښاروالۍ له خوا د ۱۳۹۷/۵/۱۲نېټې او ۴۳ ګڼې مکتوب سره سم د فرمانخېلو د ښارګوټي د خط اندازۍ لپاره در استول شوی و چې د ياد ښارګوټي خط اندازي ۱۳۹۳ کال راپه دېخوا پاتې ده، د يادې موضوع د تعقيب لپاره مو ستاسو محترم مقام ته تعقيبي در واستاوه چې لازم اجراات وکړئ.”

‍د وژل شوو سرتېرو د کورنيو شکايتونه

د وژل شوو سرتېرو کورنۍ وايي، د خپلو اولادونو د خولې مړۍ يې نيمايي کړې، پنځه کاله وړاندې يې په دې تمه چې د سرپناه لپاره ځمکه پيدا کړي، ۵۰زره او ۵۰۰ افغانۍ يې حکومت ته ورکړې، خو تر اوسه يې هېڅ غم ونه خوړل شو.

د دوی له ډلې سيد نظيم چې زوی يې پنځه کاله مخکې د زابل ولايت په شاه جوی ولسوالۍ کې د ماين چاودنې له امله د پوځ په ليکو کې وژل شوی وايي، په ډېرې سختۍ يې د نومرې ترلاسه کولو لپاره پيسې پيدا کړې وې.

دغه راز د لغمان د الیشنګ ولسوالۍ اړوند د کنډول کلي اوسېدونکي شاه محمد پژواک ته وويل، وراره يې له وسله والو سره په جګړه کې وژل شوی، له تېرو څلورو کلونو راهيسې ورته د قرغيو په ښارګوټي کې د نومرې سند ورکړل شوی؛ خو دغه سند يوازې يوه پاڼه ده او دوی ته يې هېڅ ګټه نه ده رسولې.

د نوموړي په خبره، ولايت مقام، قرغيو ولسوالۍ او ولايتي شورا ته يې په دې تړاو ډېر شکايتونه وکړل خو هېڅ ګټه يې ونه کړه.

د نېک محمد په نوم د يو وژل شوي سرتېري له مېرمن سره هم پژواک مرکه کړې ده. یاده مېرمن وايي، خاوند يې اليشينګ ولسوالۍ اړوند په يوه امنيتي پوسته کې پر دنده بوخت و چې د وسله والو طالبانو په بريد کې ووژل شو.

هغې وويل، په مرکز مهترلام ښار کې په کرايي کور کې اوسېږي او له تېرو څلورو کلونو راهيسې يې د نومرې ترلاسه کولو لپاره پيسې هم تحويل کړې دي، خو د سرپناه په برخه کې شوې ژمنه ورسره نه ده پوره شوې.

د چارواکو بې غوري

په مشرانو جرګه کې د لغمان د خلکو استازی سناتور ميرحاتم تره خېل هم له پژواک سره خبرو کې د لغمان ولايتي ادارې مسوولين په ياده موضوع کې پر پاتې راتلو تورنوي.

دی وايي، دوی هم په ځلونو له اړوندو مسوولينو سره د خلکو تر شکايتونو وروسته دغه موضوع شريکه کړې، خو هغوی په ياده برخه کې تل بې غوري کړې ده.

په همدې حال کې يو شمېر مدني فعالان هم په دې برخه کې د لغمان ولايتي اداره پر پاتې راتلو تورنوي.

د دوی له ډلې د قرغيو ولسوالۍ د ځوانانو شورا مشر زاهد الله موسی زي پژواک ته وويل، دا يوه ځنډنۍ ستونزه ده چې په تېرو څو کلونو کې يې بېلابېلو واليانو او نورو مسوولينو د حل ژمنه کړې خو پوره کړې يې نه ده.

چارواکي له خپلو اقداماتو او ستونزو پرده پورته کوي

 

ځايي چارواکي وايي، د فرمانخېلو پر ښارګوټي سربېره په دې ولسوالۍ کې د ښوونکو او کډوالو ښارګوټي هم له ورته برخليک سره مخ دي.
 

د قرغيو نصيراحمد همت پژواک ته وويل، اوس ورته ولايت مقام ډاډ ورکړی چې د دغو ټولو ښارګوټو د ستونزې د حل لپاره به يو پلاوی ورځي او ستونزه به يې تر ارزونې وروسته حل کړي.

دی مني چې د فرمانخېلو د ښارګوټي ځينې برخې د ځايي خلکو له لوري غصب شوې دي چې ټوله ستونزه له همدې امله رامنځته شوې ده.
 

د قرغيو ولسوالۍ ښاروال انجينر زيارمل الکوزي پژواک اژانس ته وويل، د فرمانخېلو ښارګوټی د  ښارجوړونې رياست او قرغيو ښاروالۍ له لوري په ګډه ډيزاين او د ښارجوړونې وزارت له لوري په ۱۳۹۳ کال کې عملي شوی دی.
 

دی وايي، دغه ښارګوټی پر درې زره جريبه ځمکه کې رغول کېږي چې په درېيو برخو کې ‌ډيزاين شوی، د دوو برخو اسناد يې د پوځ د وژل شوو سرتېرو کورنيو ته ورکړل شوی او يوه برخه يې لا پاتې دی.

هغه زياته کړه: “په دغه ښارګوټي کې ټولې ۱۸۷۲ نومرې موجودې دي چې د ۱۰۰۰ هغو سندونه د شهيدو سرتېرو وارثينو ته وېشل شوي او له هرې کورنۍ د ښاروالۍ حساب ته ۵۰زره او ۵۰۰ افغانۍ سپارل شوې دي.”

د ښاروال د معلوماتو له مخې، د دغه ښارګوټي نومرې د ملي اردو، ملي پوليسو او ملي امنيت د وژل شوو سرتېرو کورنيو او اووه سلنه يې معلولينو ته تقسيم شوې دي.

دی که څه هم په دې برخه کې ستونزه د قومي خلکو له لوري د ښارګوټي پر ځمکه د مالکيت دعوه ګڼي، خو نه ردوي چې ولايتي ادارې د دوی د بياځلي غوښتنو په مقابل کې هم د اقدام نه کولو برخه کې ناغېړي کړې ده.

د لغمان د ښارجوړونې اداره هم وايي، دوی د نومرو د وېش په برخه کې هېڅ ناغېړي نه ده کړې، که د ولايت مقام له لوري ورته اړوند ځمکه تخليه او تسليم شي، حاضر دي چې په هماغه ورځ د ځمکو د وېش لړۍ پيل کړي.

د لغمان د ښار جوړونې ادارې مشر وفيع الله اسحاق له پژواک سره خبرو کې ومنله چې د ياد ښارګوټي پر وړاندې ځيني قومي ستونزې پرتې دي چې يوازې ولايتي اداره کولی شي دغه ستونزه حل کړي.

خو د لغمان ولايتي اداره بيا وايي، د ياد ښارګوټي د نومرو د وېش لړۍ ځکه نه ده پيل شوې چې د ولسمشرۍ مانۍ د يو حکم پر بنسټ لومړی بايد د دغه ښارګوټي متسحقينو ته د بايومټريک سيستم فعال شي.

د والي وياند اسدالله دولتزي پژواک ته وويل، دا چاره په دې خاطر کېږي چې هلته د فساد مخه ونيول شي او په يوه نوم څو ځايه ځمکه وانه خيستل شي.

هغه ډاډ ورکړ چې د دغه ښارګوټي د ټولو ستونزو د حل لپاره يو پلاوی ټاکل شوی او تر بشپړې ارزونې وروسته به ورته ولايت مقام د حل لار ولټوي.

هغه وايي، دا موضوع به هم څېړي چې د ښارګوټي په نوم له خلکو اخيستل شوې پيسې د دولت بودجې ته تللې او که شخصي جېبونو ته انتقال شوې دي.

دا يوازې لغمان نه دی چې د پوځ د وژل شوو سرتېرو کورنۍ په کې له دې ستونزې سره مخ دي، بلکې په ډېرو ولايتونو کې د پوځ د وژل شوو سرتېرو کورنيو ته د نومرو سندونه ورکړل شوي خو ځمکه په لاس نه ده ورغلې.

پر دې سربېره ډېر کله د پوځ د وژل شوو سرتېرو کورنيو ته د خپل وژل شوي سرتېري د اکرامې حق او نور حقوق هم په اسانۍ نه ورکول کېږي او کورنۍ مجبورېږي چې اړوندو مامورينو ته رشوت ورکړي.

د چارو څارونکي پر دې باور دي که حالات همداسې دوام ولري، نو لرې نه ده چې کورنۍ به خپلو اولادونو ته په پوځ کې د شاملېدو اجازه ورنه کړي.

د دوی له ډلې د معلولينو د حقوقو يو مدافع مسعود ساپي پژواک ته وويل، هره کورنۍ د نورو سرتېرو د کورنيو حالت ته په کتو خپلو اولادونو ته اجازه ورکوي او که د شهيد شوو سرتېرو کورنيو ته حقوق په لاس ورنه شي، نو هېڅوک به خپل اولادونه پرې نه ږدي چې د امنيتي او دفاعي سرتېرو ليکو ته ولاړ شي.

Visits: 3

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.