ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ځینو ولايتونو کې لارې نسبي بندې وې، خو د ټاکنو بهیر یې نه دی زيانمن کړی

په ځینو ولايتونو کې لارې نسبي بندې وې، خو د ټاکنو بهیر یې نه دی زيانمن کړی

author avatar
28 Sep 2019 - 19:51
په ځینو ولايتونو کې لارې نسبي بندې وې، خو د ټاکنو بهیر یې نه دی زيانمن کړی
author avatar
28 Sep 2019 - 19:51

کابل (پژواک، ٦ تله ٩٨): په ځینو ولايتونو کې لارې د ټاکنو په ورځ نسبي بندې وې، خو د ولسمشرۍ ټاکنې يې زيانمنې نه کړې.

دا په داسې حال کې ده چې نن په ټول هېواد کې د ولسمشرۍ ټاکنې ترسره شوې چې له يو شمېر ولايتونو د نا امنيو راپورونه هم ورکړل شوي دي.

بلخوا وسله والو طالبانو خبر ورکړى و چې په يو شمېر ولايتونو کې يې لويې او وړې لارې د ترافيکو او خلکو پرمخ تړلې وې.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد نن سهار په ټويټر کې ليکلي وو چې د پکتيکا په ټولو ولسواليو کې د تګ راتګ پر وړاندې لارې بندې شوې دي.

هغه زياته کړه چې دغه راز په کونړ کې هم د مرکز او ګڼو ولسوالیو ترمنځ غځېدلې لارې تړلې شوې وې.

مجاهد دغه راز ادعا کړې وه چې په ميدان وردګو ولایت کې د کابل- کندهار، کابل- باميان او د مرکز په ګډون د ټولو ولسوالیو لارې بندې شوې دي.

خو د پکتيکا د امنيې قوماندانۍ وياند شامحمود ارين پژواک ته وويل چې د دغه ولايت ډېرى لارې نن د ټاکنو په ورځ خلاصې وې او هېڅ ستونزه نه وه.

هغه زياته کړه، يوازې د ګومل ولسوالۍ د چهار باران د کليو لويې لارې طالبانو تړلې وې او خلکو ته يې اجازه نه ورکوله چې په ټاکنو کې ګډون وکړي.

د نوموړي په وينا، وړممۍ، وازېخوا، تروې، نکي او زېړوک ولسواليو لويې لارې له پخوا څخه تړلې وې، د ټاکنو لپاره  نه وې تړل شوې.

د کونړ والي عبدالستار ميرزکوال پژواک اژانس ته وويل چې د ولايت ټولې لارې پرانيستې وې، يواځې د غازي اباد ولسوالۍ لاره کې ستونزه وه.

بلخوا د کندوز امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالرشيد وايي چې له پرون راهيسې د کندوز- بغلان او کندوز- تخار لارې بندې دي او په وقفه يي توګه جګړې هم په کې روانې وې.

نوموړي وويل چې د يو شمېر ولسواليو لارې هم بندې وې، خو ټاکنيز مواد ورته له پخوا رسول شوي وو او د ټاکنو پروسه په کې په ښه توګه ترسره شوې ده.

د سمنګان ولايت مسوولين وايي چې د دره صوف پايين او دره صوف بالا لارې نن بندې وې.

بلخوا په فارياب کې ځايي اوسېدونکي او چارواکي وايي چې د دغه ولایت د ځينو ولسواليو لارې بندې وې، خو هلته د ټاکنو پروسه ترسره شوې ده.

د جوزجان ولايت مقام پژواک ته وويل چې په يو شمېر ولسواليو کې د جګړو له امله لارې په نسبي توګه بندې وې.

د غور  ولايت  مقام وايي چې له هرات او کابل سره يې لاره تړلې وه، دغه راز د ولايت د مرکز او يو شمېر ولسواليو لارې هم تړلې وې.

د کندهار د والي وياند ظهير احمدي پژواک اژانس ته وويل چې د دغه ولايت له نورو ولايتونو او ټولو ولسواليو سره لارې خلاصې وې او هېڅ ستونزه نه وه رامنځته شوې.

د ننګرهار امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالرقيب مبارز پژواک ته وويل چې د ختيځو ټولو ولايتونو لارې خلاصې وې او هېڅ ستونزه نه وه.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.