منځپانګې ته تلل
جمعه ۱۳ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۳۶ غ.م
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۱۳° ↓۳°
د هوا کیفیت: منځنی

د بغلان په ډنډغوري کې د ګوزڼ يوه مثبته پېښه ثبت شوې ده

· ۲ دقیقې لوستل · ۹۹ کتنې

پلخمري (پژواک، ٢١ ليندۍ ٩٨): د بغلان د عامې روغتيا رياست چارواکي وايي چې د دغه ولايت په ډنډغوري سيمه کې د ګوزڼ (پوليو) يوه مثبته پېښه ثبت شوې ده.

د بغلان د عامې روغتيا رييس ډاکټر محب الله حبيب د ليندۍ په ٢١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ډنډغوري د منګلو په کلي کې د ذبيح الله په نوم يو څلور کلن ماشوم د پوليو د ويروس له امله فلج شوى دى.

هغه وايي: ((د معايناتو په پايله کې ښکاره شوه چې دغه ويرويس د پاکستان د پېښور د ګوزڼ د ويروسونو له ډلې څخه دى، خو تر اوسه معلومه نه ده چې دغه کورنۍ تازه له پاکستانه راغلې او که څوک له پاکستانه دلته راغلي دي.))

د هغه په وينا، نن د همدې موضوع په تړاو د بغلان ډاکټران ناسته لري ترڅو معلومه کړي چې دغه ويرويس په دغه ولايت کې له کومه ځايه راغلى دى.

نوموړي پر طالبانو نيوکه وکړه چې په دې وروستيو کې يې په ډنډغوري ولسوالۍ کې د واکسين کولو مرکزونو شمېر محدود کړى و، نو له امله يې په دغه سيمه کې يو شمېر ماشومان له واکسين څخه پاتې دي.

د يادونې ده چې له ٢٠١١ کال وروسته دا لومړۍ د ګوزڼ پېښه ده چې په بغلان کې ولايت ثبتيږي.

د بغلان د ډاکټرانو په وينا، په ٢٠١١ کال کې د ګوزڼ دوه مثبتې پېښې په ډنډغوري او خوست ولسواليو کې ثبت شوې وې، خو له هغه وروسته دوى ډاډه وو چې دغه ناروغي په دغه ولايت کې له منځه تللې ده.