ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ګردېز کې ګازي بخارۍ ناوې او زوم د واده په لومړۍ شپه مړه کړي

ګردېز کې ګازي بخارۍ ناوې او زوم د واده په لومړۍ شپه مړه کړي

author avatar
22 Nov 2020 - 13:58
ګردېز کې ګازي بخارۍ ناوې او زوم د واده په لومړۍ شپه مړه کړي
author avatar
22 Nov 2020 - 13:58

ګردېز (پژواک، ۲ ليندۍ ۹۹): د پکتيا په مرکز ګردېز ښار کې ګازي بخارۍ ناوې او زوم د واده په لومړۍ شپه مړه کړي دي.

دغه پېښه تېره شپه د پکتيا د مرکز ګردېز ښار اړوند د کډوالو په ښارګوټي کې رامنځته شوې ده.

د مړ شوي ځوان ورور مجیب الله پژواک ته وويل چې تېره شپه یې ورور او ورېندار په خونه کې د اوکرینا جاپان په نوم ګازي بخارۍ روښانه کړې وه، خو وروسته یې ساه ورته بنده کړې او دواړه یې مړه کړي دي.

نوموړی وايي: ((د واده اوله شپه یې وه، بخارۍ یې چالانه کړې وه، ساه یې ورته بنده کړې او ګنګس کړي وو. دواړه مړي شوي دي.))

ده نيوکه وکړه چې هېواد ته د بې کيفيته ګازو او بخاريو د واردولو له امله ورته پېښې رامنځته کيږي، بايد اړوند ارګانونه يې د واردولو مخه ونيسي.

په ګردېز ښار کې يو تن ډاکټر ابراهیم وايي چې د ګازي بخارۍ له امله مړینه په خونه کې د اکسیجن د کموالي له امله رامنځته کيږي.

نوموړی له خلکو غواړي چې په دې اړه محتاط واوسي او د ویده کېدو پر مهال ګازي بخارۍ بنده او له خونې څخه يې بهر کړي.

ډاکټر ابراهیم زیاته کړه: ((کله چې د يخې هوا له امله کوټه کې بخارۍ ګل شي، نو ګاز وځي، د اکسیجن اندازه بيخي کمیږي او کاربن ډای اکسايډ زياتيږي، چې د مغزو فعالیت بندوي او انسان مري.))

دا څووم ځل دی چې د ژمي په سړه هوا کې پکتیا کې د ګازي بخارۍ له امله خلک مري.

تېر کال دا مهال د احمدابا ولسوالۍ اړوند په مچلغو سیمه کې يوه ښځه او سړی د ګازي بخارۍ له امله د واده په لومړۍ شپه مړه شوي وو.

Visits: 6

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.