ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ملګرو ملتونو يو ځل بيا په افغانستان کې د اوربند غوښتنه وکړه

ملګرو ملتونو يو ځل بيا په افغانستان کې د اوربند غوښتنه وکړه

author avatar
24 Nov 2020 - 16:05
ملګرو ملتونو يو ځل بيا په افغانستان کې د اوربند غوښتنه وکړه
author avatar
24 Nov 2020 - 16:05

کابل (پژواک، ۴ لېندۍ ۹۹): د ملګرو ملتونو سرمنشي په جنیوا کنفرانس کې له طالبانو د اوربند غوښتنه وکړه او ويې ويل، که چېرې طالبان اوربند ته غاړه کېږدي، نو په قطر کې به روانې خبرې ښې پر مخ ولاړې شي.

هغه دغه څرګندونې نن د افغانستان په اړه د جنیوا د مرستو او همکاريو دوه ورځني کنفرانس ته وکړې.

دغه کنفرانس ته د نړۍ له شاوخوا سلو هېوادونو او نړیوالو مرستندویو سازمانونو وزیرانو او استازي په حضوري او د کرونا ويروس له امله په انلاین ډول را ټول شوي دي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونيو ګوتېرېش دغې غونډې ته په خپلو خبرو کې له افغانستان سره د ملګرو ملتونو پر ملاتړ سربېره  د سولې، بشري حقونو او د ښځو حقونو په برخو کې د همکاریو پر دوام ټينګار وکړ.

ده وویل چې په افغانستان کې د لا ډېرو تلفاتو د مخنیوي او د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره دې د بشرپالنې له مخې سمدستي اوربند وشي.

ګوتېرېش وویل: “که چېرې طالبان اوربند ته غاړه کېږدي، نو په قطر کې به روانې خبرې ښې پر مخ ولاړې شي او د افغانانو د سولې ارمان به پوره شي.”

هغه زیاته کړه، په افغانستان کې سوله ټینګښت له امله به میلیونونه افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه شي او په کار ده چې د سولې په خبرو کې ټولې خواوي ونډه واخلي.

د يادونې ده، نوموړي تر دې مخکې هم په افغانستان کې د  بشري اوربند غوښتنه کړې وه، خو د طالبانو له خوا نه وه منل شوې.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.