ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

يو شمېر چيني تصديو په افغانستان کې پانګونې ته لېوالتيا ښودلې

يو شمېر چيني تصديو په افغانستان کې پانګونې ته لېوالتيا ښودلې

author avatar
25 Nov 2020 - 15:46
يو شمېر چيني تصديو په افغانستان کې پانګونې ته لېوالتيا ښودلې
author avatar
25 Nov 2020 - 15:46

کابل (پژواک، ٥ لېندۍ ٩٩): د چين د يو شمېر خصوصي او دولتي تصديو مسوولينو د افغانستان په بېلا بېلو برخو کې پانګونې ته لېوالتيا ښودلې ده.

د چين د دولتي راډيو (سي ار ای) د راپور له مخې، په چین کې د افغانستان لوی سفیر جاوېد احمد قایم او د سوداګرۍ چارو اتشه مصطفی جمال نن (د لېندۍ ٥مه) د ځینو چیني تصدیو له استازو سره د افغانستان په اقتصادي پروژو کې د پانګونې په هکله مشخصې خبرې اترې وکړې.

سرچينې زياته کړې چې دا ناسته په چين کې د افغانستان په تړاو د پانګونې کنفرانس په څنډه کې شوې ده.

په راپور کې راغلي چې د چین د فلزاتو دولتي شرکت، د فنګ هو ګو جي په نوم د مخابراتي تأسیساتو جوړولو شرکت په ګډون څو چیني تصدیو په افغانستان کې په اړوندو پروژو کې د پانګونې په اړه خپله لېوالتیا وښوده.

سرچينې زياته کړې، دواړو خواوو په افغانستان د حالاتو، اقتصادي چاپېریال او د پروژو عملي کېدو د امکانات په هکله سلا مشورې وکړې.

په چین کې د افغانستان سفارت د سوداګرۍ چارو اتشه مصطفی جمال د يادې ناستې پر مهال په افغانستان کې د روغتونونو، د اوبو برېښنا د بندونو، د کابل په هوایي ‌‌‌‌‌‌ډګر کې د توکو د لېږد رالېږد سټېشن، په کاپیسا ولایت کې د صنعتي چارو مرکز په ګډون د پنځلسو مهمو اړینو پروژو په اړه معلومات وړاندې کړل.

هغه وويل، د شانګهای د همکارۍ سازمان له غړو په تېره بیا له چین سره تګ راتګ او د سوداګريزو همکاريو پياوړتیا د افغانستان د پرمختګ لپاره ستر اهمیت لري.

د نوموړي په وينا، د شانګهای د همکارۍ سازمان په دننه کې د سوداګرۍ او پانګونې پیاوړتیا لا په ژوره توګه د اقتصادي خوځښت هڅول به د دغه سازمان ټولو غړو ته ګټور وي او د اړوندو ټولنو ترمنځ تګ راتګ، کلتوري تبادلې او بې شمېره ګډې سمسورتیاوې ورسره رامنځته کېدلای شي.

په چین کې د افغانستان د لوی سفیر جاوېد قايم او د چیني تصدیو د استازو ترمنځ له سلا مشورو وروسته دغو استازو په افغانستان کې د پانګونې او د دغه هېواد د اړوندو تأسیساتو جوړولو په برخه کې له پانګونې سره خپله لېوالتيا څرګنده او هيله مندي يې وښوده چې په افغانستان کې ژر سوله رامنځته شي.

هغوی وویل: ((په افغانستان کې د سولې له رامنځته کېدو سره به اقتصاد فرصتونه ‌‌‌‌‌‌ډېر او بې شمېره پرمختګونه به ترلاسه شي.))

دا په داسې حال کې ده، چې د چین ولسمشر شي جین پينګ د نومبر په لسمه نېټه د شانګهای د همکارۍ سازمان د غړو شورا په شلمه سرمشرېزه غونډه کې ويلي وو، چې د افغانستان حالات د دې سیمې له امنیت او ثبات سره ټینګې اړیکې لري.

هغه زياته کړې وه چې بايد د شانګهای د همکارۍ سازمان په دې اړه له افغانستان سره د تماس نیولو ‌‌‌‌‌‌ډلې په ‌‌‌‌‌‌ډګر کې لا زیات کارونه ترسره کړي او په دغه هېواد کې د سولې ټينګښت او بیا ابادۍ په چارو کې بايد ورسره لازمې مرستې ترسره شي.

Visits: 5

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.