ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د جنیوا کنفرانس له افغانستان سره د ۱۳ میلیارده ډالرو مشروطو مرستو پر ژمنې پای ته ورسېد

د جنیوا کنفرانس له افغانستان سره د ۱۳ میلیارده ډالرو مشروطو مرستو پر ژمنې پای ته ورسېد

author avatar
25 Nov 2020 - 10:42
د جنیوا کنفرانس له افغانستان سره د ۱۳ میلیارده ډالرو مشروطو مرستو پر ژمنې پای ته ورسېد
author avatar
25 Nov 2020 - 10:42

کابل (پژواک، ۵ لېندۍ ۹۹): د افغانستان مالیې وزارت وايي، نړیوالې ټولنې د جنیوا کنفرانس کې له افغانستان سره د راتلونکو څلورو کلونو لپاره د نږدې ۱۳ میلیارده ډالرو مشروطو مرستو اعلان وکړ.

دغه دوه ورځنی کنفرانس د سویس هېواد په ژنیو ښار کې د لېندۍ په ۳مه پیل شو چې د اویا هېوادونو د بهرنیو چارو وزارت او ۳۰ نړیوالو سازمانونو استازو په کې په حضوري او د کرونا ويروس له امله د ويډيو له لارې ګډون کړی و.

پژواک خبري اژانس ته نن د افغانستان له مالیې وزارته په استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د جنیوا په کنفرانس کې نړیوالې ټولنې د افغانستان له خلکو سره خپلې اوږدمهالې د پام وړ ژمنې نوې کوي.

د دې خبرپاڼې له مخې، افغانستان او نړیوال همکاران یې له ۲۰۲۱ – ۲۰۲۴ پورې ګډو پرمختیایي اهدافو ته ژمنتیا څرګندوي او د یوې اعلامیې په خپرولو سره د جګړې د پای او تل پاتې سولې، ثبات او سوکالۍ غوښتنه کوي.

په دې خبرپاڼه کې راغلي چې تمویلوونکو د راتلونکو څلورو کلونو د لومړي کال لپاره لږ تر لږ ۳.۳ میلیارد ډالرو ژمنه وکړه چې تمه کېږي د هر کال لپاره به ژمنې په ورته کچې کال په کال ترسره شي.

مالیې وزارت لیکلي چې ټولې پرمختیايي مرستې به د حکومت او نړیوالو ملګرو له خوا د بیا کتنې  په کلني ګډ بهیر پورې تړاو ولري چې مرستندوی غړي به حق لري چې د خپلو کلنیو مرستو د کچې او څرنګوالي په اړه پرېکړې وکړي.

یادې خبرپاڼې د مالیې وزیر عبدالهادي ارغندیوال له قوله لیکلي: “موږ افغانان د تاوتریخوالي پای غواړو او داسې سیاسي جوړجاړي ته ژمن یو چې نه یوازې د افغانانو کړاو پای ته ورسوي، بلکې د تېرو ۱۹ کلونو لاسته راوړنې وساتي او لایې پیاوړي کړي.”

دی وايي چې د تېرې ورځې کنفرانس باید زموږ پیوستون څرګند کړي چې په کې زموږ نړیوال مرستندویان او د پراختیا همکاران وکولای شي د افغانستان او د دغه هېواد له خلکو ملاتړ ته په دوام ورکولو کې پرېکنده ګامونه پورته کړي.

دغه راز خبرپاڼې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې دیبرا لاینز له قوله ویلي، هغه ننګونې چې افغانستان ورسره مخا مخ دی، سترې دي. خو په کنفرانس کې د افغانستان د پرمختګ لپاره د نړیوالو همکارانو لخوا ښودل شوې پراخه ژمنې د یوې ښې راتلونکې لپاره په رښتیا هیلې بخښونکې دي.

دی وايي: “د جنیوا کنفرانس په دوحه کې د سولې تاریخي خبرو اترو سره په ورته وخت کې د دوه اړخیز قوت ښکارندويي کوي. سره یوځای دوی کولی شي د سولې او هوساینې لپاره قوي بنسټونه چمتو کړي. ”

د جنیوا غونډې ته د فنلنډ د پراختیایي همکارۍ او بهرنۍ سوداګرۍ وزیر سکیناري وویل، د ۲۰۲۰ کال کنفرانس کې د ژمنو د پام وړ کچه ښیي چې نړیواله ټولنه په دې مهم وخت کې د افغانستان له خلکو سره په کلکه درېدو ته دوام ورکوي.

مالیې وزارت معلوماتو پربنسټ، دغه کنفرانس د یوې اعلامیې په خپرولو سره د یوه هر اړخیز، دایمي او بیړني اوربند غوښتونکی شو. شریکباڼو همکارانو دا رنګه  د سولې دداسې ماناداره بهیر غوښتنه وکړه چې ښځې، ځوانان او همدارنګه قومي، مذهبي او نور لږکي په کې برخه ولري.

Visits: 2

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.