ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

شپږو نوماند وزیرانو ولسي جرګې ته کاري پلانونه وړاندې کړل

شپږو نوماند وزیرانو ولسي جرګې ته کاري پلانونه وړاندې کړل

کابل(پژواک،۹لیندۍ۹۹): شپږو نوماند وزیرانو په داسې حال کې ولسي جرګې ته کاري پلانونه وړاندې کړل او سبا د کابینې نهو نوماند غړیو ته رایه ورکوي چې د«صالح» د خبرو په غبرګون کې یې نوماندانو ته له رایې ورکولو ډډه کړې وه.

د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح د لیندۍ په درېیمه د افغانستان لپاره د جینوا غونډې ته ویلي و چې د ولسي جرګې غړي په فساد کې لاس لري او باید مصئونیت ترې واخیستل شي.

د جرګې غړیو د صالح د دغو څرګندونو په غبرګون کې د حکومت له خوا د معرفي شویو نوماند وزیرانو له خوا جرګې ته د کاري پلانونو وړاندې کولو لړۍ ودروله او ویل یې تر هغه چې صالح د لګول شویو تورونو په اړه وضاحت ورنه کړي، دوی نوماند وزیرانو ته اجازه نه ورکوي چې جرګې ته ورشي.

خو ولسي جرګې تېره ورځ پرېکړه وکړه چې د جرګې اداري پلاوی په دې تړاو له ولسمشر سره وګوري.

نن په جرګه کې په دې اړه څه ونه ویل شول، خو نوماند وزیراتو ته یې اجازه ورکړه چې جرګې ته ورشي او خپل کاري پلانونه وړاندې کړي.

شپږو نوماند وزیرانو خپل کاري پلانونه وړاندې کړل.

د ټولګټو وزارت، کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت، ښارجوړونې اوځمکو وزارت، ښځو چارو وزارت، د ترانسپورټ وزارت او کانونو وزارت نوماندانو او سرپرستانو نن (د لیندۍ نهمه) خپل کاري پلانونه ولسي جرګې ته وړاندې کړل.

د ټولګټو وزارت نوماند

د ټولګټو وزارت نوماند او سرپرست وزیر نجیب الله یمین وویل چې دغه وزارت د سیمې له هېوادونو سره د افغانستان د نښلوونکو سړکونو د جوړولو مطالعات پیل کړي او غواړي چې ډېر ژر د سالنګ د دویم تونل د جوړلو کار پیل کړي.

دی وايي:” هېواد کې د ټولنیز عدالت د ټینګښت لپاره د سړکونو په جوړولو کې ډېر تمرکز په هغو سیمو کوو چې کار ورته نه دی شوی او د ټولو ولایتي ریاستونو د غوښتنو له مخې به لومړیتوبه وټاکو.”

هغه زیاته کړه، د وزارت اوسنی ۷۰ سلنه تشکیل اداري دی خو دی هڅه کوي چې دغه وزارت د انجنیرۍ پر وزارت بدل کړي، ترڅو د پروژو له سروې نیولې، ډيزاین او د پلي کولو په ټولو پړاوونو کې د وزرات تخنیکي ډله کار وکړي.

هغه زیاتوي:”هېواد کې د سړکونو لپاره د ډيزاین او سروې چارې تر اوسه نورې ادارې او بهرني مشورتي دفترونه تر سره کوي، خو په پام کې لرو چې د ډيزاین په نوم یوه تصدي رامنځته کړو ترڅو حکومت خپله د پروژو ډيزاین په برخه کې یو ملي سټنډرډ ولري چې په دې کار سره په پروژو کې د فساد کچه هم راټيټېډلی شي.”

د کډوالو او بېرته راستېدونکو چارو وزارت نوماند

د کډوالو او بېرته راستېدونکو چارو وزارت سرپرست او نوماند نوررحمان اخلاقي وویل چې د کډوالو، د بېرته راستنو شویو کډوالو او په هېواد کې دننه بېځایه شویو د ژوند ښه کولو لپاره به مرستې راجلب کړي.

هغه وویل چې له بیځایه شویو او راستنو شویو سره د ژمنیو مرستو لپاره۳۰۰ میلیونه افغانۍ په پام کې نیول شوې دي.

اخلاقي وایي، په پاکستان او ایران کې هغو افغان کډوالو ته به د کارتونو د وېش لړۍ پیل شي چې د کډوالو په توګه پېژندل شوي دي.

دی زیاتوي چې د هغوی ماشومانو او ځوانانو ته د زده کړو لپاره هم ځانګړی پروګرام لري ترڅو د کډوالۍ پرمهال د افغانستان تعلیمي نصاب ولولي.

د نور رحمان اخلاقي په وینا، د ایران له لوري ۱۶۹ بې سرپرسته افغان ماشومانو پېژندل شوي چې هېواد ته د هغوی رالېږد لپاره یې کړنلاره جوړې کړې ده.

د کانونو او پټرولیم وزارت نوماند

د کانونو او پټرولیم وزارت نوماند او سرپرست وزیر محمد هارون چخانسوري وویل، له خصوصي سکټور سره یې د مشورتي غونډو میکانیزم جوړ کړی چې په پایله کې به یې دغه وزارت ته یو پلان جوړ شي او د پانګونې لپاره به د اعتماد فضا رامنځته شي او د پروژو پلي کولو برخه کې به د ستونزو مخنیوی هم وشي.

دی وايي، د اوبلن ګاز او نفتو د نویو سیمو د کشفولو او انډولیزې پراختیا لپاره په راتلونکې کال کې د کټواز، هلمند او هرات حوزو کې سروې پیلوي.

هغه زیاتوي:”په راتلونکي مالي کال کې به د ګاز پنځه نوې څاه ګانې د جوزجان په یتیم تاق سیمه کې ووهل شي چې۳.۱ میلیارد افغاني پراختیايي بودیجه ورته په پام کې نیول شوې ده؛ له دې سره له ګازي سیمو څخه په یوه شپه او ورځ کې د تولید کچه له ۷۰۰ زره متر مکعب څخه ۱.۵ میلیون متر مکعب ته لوړیږي.”

د ښځو چارو وزارت ته نوماند

د ښځو چارو وزارت ته نوماندې او سرپرستې وزیرې حسینه ساپۍ وویل چې په دغه وزارت کې به روڼتیا رامنځته کړي او کار به اهل کسانو ته وسپاري.

دې وویل چې د ښځو ژوند د ښه والي لپاره هڅه کوي او په دې برخه کې به مثبت بدلون راولي.

هغه په داسې حال کې چې وایي، نور باید له ښځو د وسیلې په توګه ګټه وانه خیستل شي، وایي داسې پروګرامونه په پام کې لري چې په هغو کې به ټولې ښځې خپله ونډه وګوري او ستونزو ته به یې رسېدنه وشي.

د ځمکو او ښارجوړونې وزارت ته نوماند

د ځمکو او ښارجوړونې وزارت ته نوماند محمود کرزي وویل چې د ښار جوړونې لپاره یې پنځه کلنه ستراتېژي جوړ کړې ده او د خلکو د اقتصادي حالت د ښه والي لپاره خلکو ته ځینې دولتي ځمکې وېشي تر څو د هغوی د بې کورۍ ستونزه حل شي.

دی وايي، له ولسي جرګې څخه د باور رایې اخیستو په صورت کې ژمنه کوي چې د ټولو اپارتمانونو بیې به تر لس زرو ډالرو پورې راکمې کړي او هغوی چې د ځمکو د ملکيت سندونه لري، قبالې به هم ورته ووېشي.

د ترانسپورټ وزارت ته نوماند

دغه راز ولسي جرګې ته د ترانسپورټ نوماند وزیر قدرت الله ذکي وویل چې د لارې ترانسپورټ قانون جوړل، په وزارت کې د مسلکي اشخاصو ګومارنه، د ترانسپورټي شرکتونو د تنظیم او د ترانسپورټي ترمینالونو مقررو رامنځته کول او د عامه ترانسپورټ برخه کې د ملي بس تصدۍ پیاوړي کول یې خپل لومړیتونه ټاکلي دي.

ټاکل شوې چې ولسي جرګه سبا د یادو کسانو په ګډون ۸ نوماند وزیرانو او د ملي امنیت عمومي ریاست نوماند ته د رایې صندوقونه کیږدي.

د یادو ده چې ولسي جرګې یوه اوونۍ وړاندې د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر، د دفاع وزیر اسدالله خالد، د کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي، د صنعت او سوداګرۍ وزیر نثاراحمد غوریاني، د ارشاد، حج او اوقافو وزیر محمد قاسم حلیمي، د کار او ټولنیزو چارو وزیر بشیر احمد تینج، د لوړو زده کړو وزیر عباس بصیر او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیرې معصومه خاوري، د عدلیې وزیر فضل احمد معنوي او د مالیې وزیر عبدالهادي ارغندیوال ته د باور رایه ورکړه.

Views: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.