ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بغلان کې درې ټنه تاريخ تېر درمل او خوراکي توکي وسوځول شول

بغلان کې درې ټنه تاريخ تېر درمل او خوراکي توکي وسوځول شول

author avatar
3 Dec 2020 - 16:32
بغلان کې درې ټنه تاريخ تېر درمل او خوراکي توکي وسوځول شول
author avatar
3 Dec 2020 - 16:32

پلخمري (پژواک، ١٣ ليندۍ ٩٩): د بغلان چارواکي وايي چې له مرکز پلخمري څخه يې درې زره کيلوګرامه تاريخ تېر درمل او خوراکي توکي ټول کړي و چې له منځه يې يوړل.

د اړوندې موضوع په اړه جوړې شوې غونډې ته د بغلان د عامې روغتيا رييس ډاکټر محب الله حبيب وويل چې دغه درې ټنه تاريخ درمل او خوراکي توکي د عامې روغتيا رياست د کارکوونکو له لوري د کال په درېيمه ربع کې را ټول شوي وو.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، په دغو توکو کې ١٢ سوه کيلوګرامه تاريخ درمل او دوه زره کيلوګرامه بېلابېل خوراکي توکي شامل وو.

هغه وايي: ((دغه توکي موږ نن وسوځول، خو د تاريخ تېر درملو او خوراکي توکو پر وړاندې زموږ کمپاين به همدغه شان جاري وي.))

دغه راز د بغلان مرستيال والي ذبيح الله احساس په سيمه کې خبريالانو ته وويل چې د تاريخ تېر درملو او خوراکي توکو له پلورونکو سره به قانوني چلند وشي.

د بغلان د ولایتي شورا مرستیال شمس الحق بارکزي هم له هغو هټیوالو چې په کې تاریخ تېر خوراکي توکي او درمل لا هم شتون لري غوښتنه وکړه چې ناقانونه سوداګري پرېږدي.

بارکزي وویل، که هټېوال غواړي چې دغه ډول ناقانونه سوداګرۍ ته دوام ورکړي ولایتي شورا او نورې اړوند ادراې به يې پر وړاندې جدي کمپاين وکړي.

Visits: 3

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.