ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کابل ښار کې د غوړيو بیه راټیټه شوې

په کابل ښار کې د غوړيو بیه راټیټه شوې

author avatar
6 Dec 2020 - 16:39
په کابل ښار کې د غوړيو بیه راټیټه شوې
author avatar
6 Dec 2020 - 16:39

کابل (پژواک،۱۶ لېندۍ ۹۹): د تېرې شنبې په پرتله، نن په کابل ښار کې د غوړيو بیه رالوېدلې؛ خو د سرو زرو، ارچې لرګيو او ډبرو سکرو بیې بیا لوړې شوې دي.

د کابل ښار په دهن باغ سیمه کې د خوراکي توکو په مارکېټ کې د دغو توکو یوه عمده پلورونکي حامد صوفي پژواک خبري اژانس ته وویل، نن د تېرې شنبې په پرتله په عمده ډول د ۱۶ لېتره مالیزیایي غوړیو بیه له ۱۵۰۰ څخه ١٤٢٠ افغانیو ته ټيټه شوې ده.

د نوموړي په وینا، په نړیوالو بازارونو کې د غوړيو بیه له ټيټېدو سره په کابل ښار کې يې هم بیه ټيټه شوې ده.

خو نوموړي زیاته کړه چې نن هم لکه تېره شنبې ۴۹ کیلوګرامه عمده قزاقي اوړه په ١٧٥٠ افغانۍ، ۵۰ کیلوګرامه هندۍ بوره په ٢٣٠٠ افغانۍ، ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجې په ٢٣٠٠، یو کیلوګرام افریقایي تور چای په ۳۰۰ افغانی او یو کیلوګرام اندونیزیایي شین چای په ٣٠۰ افغانیو پلورل کېږي.

د ځينو توکو پرچون او عمده بیې په یو شمېر مواردو کې لږ خو په ځینو کې بیا ډېر توپیر لري.

د کابل ښار په منډوي بازار کې یوه پرچون پلورونکي محمد اميد حسین پژواک ته وویل چې نن په پرچون ډول ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړه په ١٨٠٠ افغانۍ، ۴۹ کیلوګرامه هندي بوره په٢٣٥٠ افغانۍ، ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجې په ٢٤٠٠ افغانۍ، ۱۶ لېتره مالیزیايي غوړي په ١٥٠٠ افغانۍ، یو کیلوګرام اندونیزیایي شین چای په ۳۲۰ افغانۍ او یو کیلوګرام افریقایي تور چای په ٣۲٠ افغانیو پلورل کېږي.

د سرو زرو بیه لوړه شوې ده.

د کابل ښار د مریم لېسې په بازار کې د سرو زرو یوه پلورونکي محمد جاوېد وویل چې نن د تېرې شنبې په پرتله د یو ګرام ٥٨٥ عیار روسي سرو زرو بیه له ۲۸۰۰ څخه ٣١٠٠ افغانیو او د یو ګرام  ٧٥٠عیار عربي  سرو زرو بیه له  ٣٦٥٠ افغانیو٣٧٠٠ افغانیو ته لوړه شوې ده.

د هغه په وینا، په کابل ښار کې د سرو زور بیو بدلون په نړیوالو بازارونو کې د هغو د بیې له بدلون سره تړاو لري.

د سون توکو بیې هم لوړې شوې دي.

عبدالحکیم چې د کابل ښار په شهید څلورلارې سیمه کې د لرګیو پلورنځی لري، وویل چې د تېرې شنبې پر نسبت د یو ټن ډبرو سکارو بیه له ٧٠٠٠ څخه ٧٦٠٠ افغانۍ، د یو خرار سرې ارچې بیه له ٨٠٠٠ نه ٩٠٠٠  افغانۍ ته لوړه شوې ده.

د نوموړي په خبره، دې توکو ته د تقاضا د ډېروالي له امله د هغو بیه لوړه شوې ده.

خو ده وویل چې نن هم لکه اووه ورځې وړاندې، یو خراور بې پوسته بلوط لرګی په ۹۰۰۰ افغانۍ پلوري.

د پټرولو بیه هم لوړه شوې ده

د کابل ښار د تایمني څلورلارې د هاشمي د تېلو ټانک یوه کارکوونکي د معلوماتو له مخې، د اووه ورځو په پرتله نن د یوه لېتر پټرولو بیه له ۳۵ څخه ۳۷ افغانيو ته لوړه شوې ده.

خو سرچینې څرګنده کړه چې نن هم لکه د تېرې شبنې په څېر یو لېتر ډیزل په ۳۸ افغانۍ پلوري.

د ګاز بیې هم بدلون نه دی کړی.

د کابل ښار د کلوله پشتې سیمې یوه ګاز پلورونکي محمد شریف وویل چې نن هم لکه د تېرې شنبې په څېر د یو کیلوګرام مایع ګاز بیه ۶۰ افغانۍ ده.

د کابل ښار په شهزاده سرای کې د صداقت صرافۍ مالک حاجي حسین وویل چې نن د یوه امریکایي ډالر د پېر بیه ٧٦،٨٠ افغانۍ او زر پاکستانۍ کلدارې ٤٧٩ افغانۍ کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د لېندۍ پر اتمه د یوه امریکايي ډالر د پېر بیه ٧٧،١٠ افغانۍ او زر پاکستانۍ کلدارې په ٤٧٥ افغانۍ بدلېدې.

Visits: 4

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.