ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ایران کې پر افغان کډوالو د کرونا ضد درملو د ازمایښت خبر ناسم دی

په ایران کې پر افغان کډوالو د کرونا ضد درملو د ازمایښت خبر ناسم دی

author avatar
8 Dec 2020 - 18:05
په ایران کې پر افغان کډوالو د کرونا ضد درملو د ازمایښت خبر ناسم دی
author avatar
8 Dec 2020 - 18:05

کابل(پژواک،١٨ لیندۍ ۹۹): د پژواک موندنې ښيي چې په ټولنیزو رسنیو کې «په ایران کې پر افغان کډوالو د کرونا ضد درملو ټېسټ د دوی د ژر مړینې لامل شوى» خبر واقعیت نه لري.

دغه خبر د روان کال د لیندۍ په ۳ مه د «صدای مهاجر  The Voice Of Refugees» په نوم فېسبوک پاڼه کې خپور شوی دی.

«په ایران کې پر افغان کډوالو د کرونا ضد درملو ټېسټ د دوی د ژر مړینې لامل شوى» په نوم دغه خبر کې راغلي: “د صدای مهاجر ځينو مخاطبینو له ایرانه له موږ سره اړیکه نیولې او د ایران په روغتیايي مرکزونو کې د امپول له لارې د درملو د پېچکارۍ له امله د خپلو دوستانو د مړینې په اړه یې راپورونه شریک کړي دي. ”

په یادو ټولو راپورونو کې ویل شوي چې د ایران د روغتیايي مرکزونو کارکوونکو دوی ته ویلي چې د ډېر لګښت په مقابل کې به یې ناروغانو ته د کرونا ضد درمل پېچکاري کړي چې په دې سره به یې ناروغان ښه شي، خو د درملو له پېچکارۍ څو ساعته وروسته د ناروغ زړه درېدلى او ساه یې ورکړې ده. په تېرو دوو میاشتو کې صدای مهاجر ته لسګونه ورته خبرونه رارسېدلي دي.

په دغه خبر کې راغلي، داسې ښکاري چې د ایران یو شمېر سازمانونه پر ناروغانو په ځانګړې توګه افغان کډوالو د کرونا صد درملو د ټيسټ په لټه کې دي. صدای مهاجر د دې موضوع په اړه څېړنې کوي.

دغه خبر له خپرېدو وروسته له ۴۳۰ ډېرو فېسبوک کاروونکو د ټولنیزو رسنیو له لارې له خپلو دوستانو سره شریک کړی دی.

د یادونې ده چې د صدای مهاجر دغه پوسټ زرګونو کسانو خوښ کړی او له ۵۰۰ ډېرو کسانو پرې تبصره کړې چې یو شمېر یې واقعي بللی او ځينو نورو کسانو دغه خبر دروغ ګڼلی دی.

عباس محمدي د دغه پوسټ لاندې لیکلي: ” دوستانو او ملګرو که خدای مه کړه په ایران کې ناروغ شوئ روغتون ته مه ځئ. یو کس له خپله کوره روغتون ته تللی، څو ساعته وروسته یې کورنۍ ته زنګ ورغلى چې راشئ جنازه مو ترلاسه کړئ… په ایران کې د انسانیت په نوم څه نشته. که موجود هم وي له کډوالو سره نه کېږي.”

خو حسین جعفري لیکلي: ” دغه خبر د ترسره شوو څېړنو له مخې ناسم اعلان شوی، داسې هېڅ شی نشته. ”

دغه اندېښنې داسې مهال مطرح کېږي چې د ایران پخواني ولسمشر احمدي نژاد هم یوې ایرانۍ رسنۍ ته ویلي: ” ځينو ایراني روغتیايي مسوولینو له نړیوالو سازمانونو څخه یو شمېر درمل ترلاسه کړي او په روغتیايي مرکزونو کې یې پر ناروغانو ازمايښت کوي.”

خو په تهران کې د افغانستان سفیر عبدالغفور لیوال پژواک ته وویل، تر اوسه هېچا په دې اړه چې په ایران کې د کرونا ضد درملو د ازمایښت له امله کوم افغان کډوال ساه ورکړې شکایت نه دی ثبت کړی او نه په دې اړه خبر ورکړل شوی دی.

نوموړي زایاته کړه، په دې اړه د سفارت د پېښو، حقوقي او د کډوالو اتشې برخې ته هېڅ شکایت نه دی رسېدلی او دغه راز راپور هم نه دی ورکړل شوی.

په ورته وخت کې په کابل کې د ایران سفارت یاده موضوع بشپړه ناسمه او بې اساسه بللې ده.

په کابل کې د ایران سفارت د رسنیو برخې سرچینې پژواک ته وویل: “په ایران کې پر افغان کډوالو د کرونا ضد درملو د ټسټ ادعا بې اساسه او دروغ ده. له بده مرغه داسې ښکاري چې ځينې غیرمسووله ټولنیزې رسنۍ د ځانګړو موخو لپاره د کډوالو د رواني امنیت د تخریب او د ایران او افغانستان ترمنځ د نيکو اړیکو د خرابېدو په لټه کې دي.”

یادې سرچینې زیاته کړې، مطرح شوې ادعا په ایران کې اړوند مراجعو ته رسېدلې او د قانوني مراجعو له لارې به وڅېړل شي.

دا په داسې حال کې ده چې د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، د کرونا ویروس له خپرېدو راهیسې تر نن (د لیندۍ ۱۸ مې) په افغانستان کې ۴۸۳۶۳ کسان پر کرونا اخته شوي، ۳۸۰۳۳ کسان ترې بېرته روغ شوي او ۱۹۰٨ کسانو یې له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د روغتیا نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې، تر اوسه په ټوله نړۍ کې له ٦٨ میلیون ډېر کسان پر دې ناروغۍ اخته شوي، یو میلیون او ۵۵۲ زره کسانو یې له امله ساه ورکړې او ٤٧ میلیون کسان ترې بېرته جوړ شوي دي.

د دغه سازمان د معلوماتو له مخې، په نړۍ کې د کرونا ویروس له خپرېدو راهیسې په ایران کې یو میلیون او ۵۰ زره کسان پر دې ناروغۍ اخته شوي چې له دې ډلې ۵۰ زرو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

Visits: 4

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.