ژبه

په نړۍ کې پر کرونا د اخته کسانو شمېر له ٧١ ميليون څخه واوښت

کابل (پژواک، ٢٢ لېندۍ ۹۹): د راپورونو له مخې، په ټوله نړۍ کې د کرونا ويروس د ناروغانو شمېر له ٧١ ميليون کسانو څخه اوښتی دی چې ١٦ ميليونه يې يواځې په امريکا کې دي.

د کرونا ويروس چې يو کال مخکې لومړى د چين په اووهان ښار کې پیدا شو، وروسته د نړۍ په شاوخوا ٢١٠ هېوادونو او سیمو کې خپور شو، اوس په ډېرو هېوادونو کې کنټرول شوى، خو په ځينو هېوادونو کې يې دويمه څپه پيل شوې ده.

د امريکا د جان هاپکنز پوهنتون د معلوماتو له مخې چې د کرونا ناروغۍ په اړه معلومات او ارقام خپروي، تر نن مازديګر پورې په ټوله نړۍ کې د کرونا ناروغانو شمېر له ٧١ ميليون کسانو څخه اوښتى دى.

دغې سرچينې زياته کړې چې تر اوسه څه باندې ٤٩ ميليونه ناروغان له دې ناروغۍ بېرته روغ شوي، يو ميليون او ٦٠٠زره کسان یې له امله مړه شوي دي.

د ياد پوهنتون د معلوماتو له مخې، هره ورځ په ټوله نړۍ کې څه باندې ٣٠٠زره کسان پر کرونا اخته او شاوخوا اووه زره کسان یې له امله مړه کېږي.

د راپورونو له مخې، په امريکا کې ١٦ ميليونه کسان، په هندوستان کې نهه ميليونه او ٨٢٠زره، په برازيل کې ٦ ميليونه او ٨٣٠زره کسان پر کرونا اخته شوي دي.

سرچينې زياته کړې، په امريکا کې ٣٠٢زره، په هندوستان کې ١٤٢ او په برازيل کې ١٨٠زره کسان د کرونا له امله مړه شوي دي.

دغه راز روسيه، کولمبيا، مکسيکو، سوېلي افريقا، هسپانیه، ارجنټاين، چيلي، برېتانیا، ایټالیا، جرمني، ایران، ترکیه او پیرو هغه هېوادونه دي چې په کې د کرونا د ناروغانو او مړو شمېر ډېر دی.

په افغانستان کې تر اوسه څه باندې ٤٨٩٥٢ زره کسان پر کرونا اخته شوي، ١٩٦٠ کسان مړه او تر ٣٨ زرو ډېر کسان بېرته روغ شوي دي.

ورته موضوع