ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

رحماني: په کابل کې بریدونه د امنیتي سکتور کمزوري ښيي

رحماني: په کابل کې بریدونه د امنیتي سکتور کمزوري ښيي

author avatar
16 Dec 2020 - 15:36
رحماني: په کابل کې بریدونه د امنیتي سکتور کمزوري ښيي
author avatar
16 Dec 2020 - 15:36

کابل (پژواک، ۲۶ لېندۍ ۹۹): د ولسي جرګې رییس د کابل ښار د امنیت په اړه اندېښنه څرګندوي او وايي، امنیتي سکتور باید پر خپلې مدیریتي پالیسۍ بیا کتنه وکړي او یا دې د خپلې ناتوانۍ له امله بښنه وغواړي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په کابل ښار کې ماین چاودنې او هدفي وژنې ډېرې شوې دي.

په تازه پېښه کې چې نن سهار د کابل ښار د یوولسمې حوزې اړوند سیمه کې پر یوه هایلکس موټر د مقناطیسي ماین چاودنه وشوه، دوه کسان ټپیان شوي دي.

تېره ورځ هم په کابل کې د دغه ولایت د مرستیال والي پر موټر د چسپکي ماین چاودنه کې هغه او سکرتر یې ووژل شول او دوه نور کسان ټپیان شول.

د ولسي جرګې رییس او ځینو غړو د دې جرګې په نننۍ ناسته کې د کابل ښار امنیتي وضعیت د اندېښنې وړ وباله.

د ولسي جرګې رییس میر رحمان رحماني وویل، د نا امنیو او چسپکي ماین چاودنو ډېرېدو خلک اندېښمن کړي او دغه بریدونه د امنیتي سکټور کمزوري او ناکامي ښيي.

هغه زیاته کړه: ((امنیتي سکټور باید خپلې مدیریتي پالیسۍ ته بیا کتنه وکړي او د خپلو ناکامیو له امله بښنه وغواړي، د حکومت له مشرتابه غواړو چې امنیتي برخو ته توانمند کسان معرفي کړي.))

نوموړي د حکومت له رهبرۍ وغوښتل چې په امنیتي سکټور کې د لاسوهنو مخه ونیسي او اجازه ورکړي چې د امنیتي بنسټونو مسوولین په ښه نیت دندې ترسره کړي او د ملت کور ته ځواب ووايي.

هغه وايي، د «شپږنیمې بجې ناستې» مثبته پایله نه لري، ښه دا ده چې قانوني بنسټونه تقویه شي.

له تېرو دوو میاشتو راهیسې د کابل امنیت د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح پر غاړه اخیستی او هره ورځ له اړوند مسوولینو سره د سهار د ۶:۳۰ بجو ناسته ترسره کوي.

د پنجشېر د خلکو استازي ضل محمد زلمي نوري د جرګې په نننۍ ناسته کې وویل، د کابل د اوسېدونکو هره ورځ د چاودنو د خبر په اورېدو پیلېږي او باید د دغو بریدونو مخه ونیول شي.

هغه زیاته کړه: ((د یادو پېښو عاملین دې مشخص شي، دا نامعلوم دښمن څوک دی.))

د فراه د خلکو استازې بلقیس روشن د جرګې نننۍ ناستې ته وویل، په کابل کې هره ورځ خلک او چارواکي په چاودنو کې وژل کېږي او امنیتي مسوولین باید په دې اړه ځواب ورکړي.

د کابل د خلکو استازي عرفان الله عرفان د کابل امنیتي مسوولین، په ځانګړې توګه د کابل امنیه قوماندان پر بې کفایتۍ تورن کړ او ویې ویل، امنیتي ځواکونه په یوازې ځان د کابل بریدونه نه شي کنټرولولای او خلک باید په دې برخه کې همکاري وکړي.

خو د کابل د امنیې قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز د ولسي جرګې د غړو اندېښنې د درک وړ ګڼي او وايي چې امنیتي ځواکونه هڅه کوي چې د «امنیتي تړون» په چوکاټ کې د کابل ښار وضعیت تغییر کړي.

د هغه په خبره، په کابل کې جنايي جرمونه ۹۰ سلنه کم شوي او پولیس هڅه کوي چې د «ترهګریزو او تخریبي» فعالیتونو مخه هم ونیسي.

فرامرز وايي، پولیسو په تېره یوه میاشت کې ۱۴۰ کسان په کابل کې د ماین خښولو او ترهګریزو فعالیتونو په تور نیولي او د دوی د اعترافونو پر اساس په ښار کې د لسګونه بریدونو او چاودنو مخه نیول شوې ده.

د هغه په خبره، د تروریزم په برخه کې مبارزه په شدت روانه ده خو هغه ټکي ته نه ده رسېدلې چې د خلکو او امنیتي ځواکونو قناعت حاصل کړي.

Views: 5

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.