ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

عمران خان په افغانستان کې د تاوتریخوالي کمولو او اوربند غوښتنه وکړه

عمران خان په افغانستان کې د تاوتریخوالي کمولو او اوربند غوښتنه وکړه

author avatar
18 Dec 2020 - 19:41
عمران خان په افغانستان کې د تاوتریخوالي کمولو او اوربند غوښتنه وکړه
author avatar
18 Dec 2020 - 19:41

کابل (پژواک، ۲۸ لیندۍ ۹۹) : د پاکستان لومړي وزیرعمران خان  ملا برادر شره په لیدنه کې په افغانستان کې د تاوتریخوالي پر زیاتوالي انديښنه  وښوده او پر ټولو خواوو یې غږ وکړ چې تاوتریخوالی کم کړي څو اوربند ته لاره هواره شي.

په اسلام اباد کې د پاکستان لومړي وزیر له دفتر څخه د لیندۍ په ۲۸مه، په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ملا برادر په مشرۍ د طالبانو پلاوي نن تر غرمې وروسته لومړي وزیر عمران خان سره ولیدل.

سرچینې زیاته کړې چې دواړو لوریو د افغان سولې پروسې پر وروستیو پرمختګونو او راتلونکو پړاوونو خبرې وکړې.

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان په دې لیدنه کې ویلي چې د افغانستان شخړه نظامي حل لاره نه لري او بین الافغاني مذاکرات ددې شخړې هواري لپاره تاریخي فرصت رامنځته کړی دی.

نوموړي هیله څرګنده کړې چې افغان لوري به د بین الافغاني مذاکراتو پر مهال ترلاسه شوي نور مثبت اقدامات وکړي.

د پاکستان لومړي وزیر ویلي چې هیواد یې په افغانستان کې د یوه پراخ بنسټه جامع سیاسي هواري ملاتړ کوي .

عمران خان په افغانستان کې د تاوتریخوالي پر زیاتوالي انديښنه  وښوده او پر ټولو خواوو یې غږ وکړ چې تاوتریخوالی کم کړي څو اوربند ته لاره هواره شي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې اسلام اباد ته د طالبانو دسیاسي دفتر د پلاوي سفر په افغان سوله کې د پاکستان د هڅو او همکاریو یوه برخه ده.

د طالبانو دقطر دفتر ویاند ډاکټر محمد نعیم وایي چې په دې لیدنه کې په پاکستان کې د افغان کډوالو پر ستونزو، د مسافرو پر تګ راتګ او تجارتي مسایلو خبرې وشوې.

هغه په ټویټر کې لیکلي چې دغه راز په دې لیدنه کې د افغانستان پر وروستیو حالاتو هم خبرې وشوې.

د یادونې وړ ده چې دطالبانو نهه کسیز پلاوی له تیرو دریو ورځو راهیسې په اسلام اباد کې دي، پرون یې د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي سره هم لیدلي وو.

 

Visits: 3

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.