کابل (پژواک، ٢٩ لېندۍ ٩٩): د افغانستان د اوسپنې پټلې اداره وايي چې د اقینې- اندخوی اوسپنې پټلۍ جوړولو چارې روانې دي او دا مهال د دې پروژې رغنيزې چارې څه باندې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي.
د دې ادارې مرستيال ميرويس ميرزکوال د لېندۍ په ٢٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د اقينې- اندخوی د اوسپنې پټلۍ پروژه ۳۱ کيلومتره اوږدوالى لري او تر اوسه يې ٨٥ سلنه چارې بشپړې شوې دي.
د هغه په وينا، ټاکل شوې تر راتلونکو څو مياشتو پورې يې پاتې برخې هم بشپړې او ګټې اخيستنې ته به وسپارل شي.
ميرزکوال وايي، د دې پروژې د سروې او ډيزان پروسې تېر کال پای ته ورسېدې او د جوړولو چارې يې د روان زيږدېز کال له لومړنيو پيل شوې دي.
ده زياته کړه، د اقینې- اندخوی اوسپنې پټلۍ پروژې جوړولو تړون د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره او د ترکمنستان د صنایعو او اړیکو وزارت ترمنځ لاسلیک شوی و او د دې ادارې له پراختيايې بودجې تمويلېږي.
هغه وايي، د اقینې- اندخوی اوسپنې پټلۍ جوړول د هېواد د داخلي اوسپنې پټلۍ شبکې د رامنځته کولو په موخه يو مهم ګام دي.
د يادې ادارې مرستيال وويل چې د اقینې اوسپنې پټلۍ له لارې چې له ترکمنستان سره او بیا سيمه ييزو اوسپنې پټلۍ له شبکې سره نښلي، د انتقالاتو د ډېروالي لامل ګرځي.
ميرزکوال زياته کړه، د اقینې اوسپنې پټلۍ تمځای په اساسې ډول بيارغول شوی او دا مهال هره ورځ سلګونو ټنه سوداګريز توکې تخليه او بارېږي.
هغه وايي چې له دې مخکې د اقینې اوسپنې پټلۍ په تمځای کې ۱۰ کیلومتره پراختیایي اوسپنې پټلۍ هم جوړ او ګټې اخيستنې ته سپارل شوى دى.
د يادونې ده، څو ورځې مخکې د هرات او ايران د خواف ښار ترمنځ د اوسپنې نوې جوړه شوې پټلۍ هم ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.
د يادې ادارې د معلوماتو له مخې، اوسمهال په هېواد کې د اوسپنې پټلۍ اته سټېشنونه فعال دي چې په کې حيرتان، تازه اميد، نايب اباد، مزار شريف، اقينه، تورغندي او هرات خواف شامل دي.
Hits: 14
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن