ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل کې د کرکټ نړيوال لوبغالي لپاره ٦٠ جريبه ځمکه ځانګړې شوه

author avatar
21 Dec 2020 - 10:33
author avatar
21 Dec 2020 - 10:33

کابل (پژواک، د مرغومي لومړۍ نېټه ٩٩): د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې په کابل کې د کرکټ نړيوال معياري لوبغالي جوړولو لپاره ٦٠ جريبه ځمکه ځانګړې شوه.

د کرکټ بورډ وياند فريد هوتک د مرغومي په لومړۍ نېټه پژوک اژانس ته وويل چې د ولسمشر اشرف غني د حکم پر بنسټ، د کابل ښار د شپاړسمې حوزې اړوند په الوخېلو سیمه کې د کرکټ د یوه معیاري لوبغالي جوړېدو په موخه ۶۰ جریبه ځمکه ځانګړې شوه.

هغه زياته کړه چې دغه لوبغالي جوړولو لومړنیو رسمي چارو له بشپړېدو وروسته به یې ډېر ژر رغنیزې چارې هم پیل شي.

هوتک وايي، د یاد لوبغالي ځمکه چې ولسمشر محمد اشرف غني یې د شپږیزې کرکټ لیګ اووم پړاو سیالیو پرانيستې په مراسمو کې د ځانګړې کولو ژمنه کړې وه؛ د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رییس فرهان یوسفزي د هلو ځلو په پایله کې مشخصه او رسمي پروسه یې بشپړه شوه.

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رییس یوسفزي د ولسمشر د دغه حکم د هرکلي او ستاينې ترڅنګ وويل: ((ټولو هېوادوالو ته زېری ورکوم چې کابل به په نږدې راتلونکي کې د یوه معیاري او نړیوال کرکټ لوبغالي درلودونکی وي، چېرې به چې زموږ هېوادوال له کرکټ څخه له نږدې خوند اخلي او خپل اتلان به له نږدې هڅوي.))

هغه ژمنه کړې چې دا لوبغالى به په ښه کيفيت کې جوړ او کارونه به يې پر مخ ولاړ شي.

د کرکټ بورډ وياند وايي چې دغه لوبغالی به په نړیوالو معیارونو برابر وي؛ سربېره پر دې به د کورنیو او بهرنیو لوبغاړو لپاره د پنځه ستوري لرونکي مېلمستون، د معیاري حوض، د سرپټ او سرلوڅو روزنځایونو یا اکاډمیو، د نندارچیانو لپاره د سیوري لرونکي ناستې ځایونو، د لوبغاړو لپاره د روغتیايي مرکز، د جومات، د موټرو تمځای، د اداري ودانۍ او نورو اړوند اسانتیاوې درلودونکی وي.

د یادونې ده، د یاد لوبغالي په جوړېدو سره به د کرکټ ۳۵زره نندارچیان په یاد لوبغالي کې سیالۍ له نږدې ننداره کوي او همدارنګه به د کورنيو لپاره هم ځانګړی ځای ولري.

Visits: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.