ژبه

ښرنه (پژواک، د مرغومي لومړۍ نېته ٩٩): په پکتيکا ولايت کې له ٨٦٠ کورنيو سره د ٢٣ ميليونه افغانيو په لګښت د خوارکي او نورو توکو مرستې وشوې.

دغه مرستې د مرغومي په لومړۍ نېټه په مرکز ښرنه او دوه ولسواليو کې د  ORD موسسې له خوا ترسره شوې.

د يادې موسسې استازي محمد عالم وويل چې د څه باندې ٢٣ ميليونه افغانيو په ارزښت مرستې په ښرنه، زرغون ښار او جاني خېلو ولسواليو کې له ٨٦٠ بېوزله او د جګړو له امله له بې ځايه شوو کورنيو سره ترسره شوې.

ده وويل چې هرې کورنۍ ته د ٢٠ زره افغانيو نغدي مرستې ترڅنګ ژمني توکي، کمپلې، لباس او ځينې نور شيان ورکول کيږي.

دغه راز د پکتيکا د ولايتي ادارې سکت

پکتيکا کې د ٢٣ ميليونه افغانيو په ارزښت له خلکو سره مرستې وشوې

وري رييس واصف الله واصفي وويل چې دغه مرستې د ټاکل شوې کمېټې له لوري پر مستحقو کسانو وېشل کيږي.

هغه وويل: ((ژمى روان دى، دلته ډېر خلک بېوزله دي، موږ دغه مرستې په  شفافه توګه پر خلکو وېشو.))

همدارنګه يو تن مرسته اخيستونکي خان محمد وويل چې په سخت حالت کې ورسره مرسته شوې او ډېر ورته خوشحاله دى.

ده ټينګار وکړ چې مرستې بايد په مستحقو خلکو و وېشل شي، ځکه په دغه ولايت کې ډېر خلک د نا امنۍ له امله د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.

د يادونې ده چې په پکتيکا کې د داخلي بې ځايه شويو ترڅنګ له شمالي او سوېلي وزيرستان څخه زرګونه کورنۍ د دغه ولايت برمل ولسوالۍ ته کډه شوې دي.

ورته موضوع