ښرنه (پژواک ۲۰ مرغومی ۹۹): په پکتيکا کې د مدني ټولنو د همغږۍ د دفتر مشر خورشيد امان کټوازي له لوري په يحيی خېلو ولسوالی کې په شخصي لګښت د ۱۲ کيلو متره سرک د جغل اچولو کارونه پيل شول.
د مدني ټولنو د همغږۍ د مرکز مشر خورشيد امان کټوازي وويل، چې د يوسف خېلو ولسوالۍ د ميست له کلي د يحيی خېلو ولسوالۍ تر بازاره ۱۲ کيلو متره سرک د جغل کولو کارونه يې د خلکو په غوښتنه پيل کړل.
ده زياته کړه، ياد سرک د وروستيو ورښتونو له امله زيانمن شوی و، چې له امله يې خلک له ستونزو سره مخامخ کړي وو.
د هغه په وينا، نه پوهيږي په ياد سرک به څومره لګښت راشي، خو زياتوي چې په سم او اساسي ډول سره به جغل اندازي کړي.
د ولايتي شورا غړي بابري هم د خورشيد امان کټوازي دا کړنه وستايله او ويې ويل، ټول سرمايه داره خلک بايد د عامه ځايونو په رغولو کې برخه واخلي.
د يحيی خېلو ولسوالۍ اوسېدونکو اسلم او همدرد وويل چې په وارونو يې له حکومت څخه د ياد سرک د رغولو غوښتنه کړې، خو هيچا يې غږ وانه ورېده.
دوی وايي، په ولسي جرګه کې د پکتيکا د خلکو د استازي زوی خورشيد امان کټوازي يې غوښتنه ومنله او ياد ۱۲ کيلو مټره سرک په شخصي لګښت ورته جوړوي.
د يادونې وړ ده چې خورشيد امان کټوازي يوه مياشت وړاندې هم په مرکز ښرنه کې په شخصي مصارفو ۱۵ کيلو مټره سرک جغل اندازي کړی و.