ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د اندونيزيا يوه مسافر وړونکې الوتکه بحر کې لوېدلې ده

د اندونيزيا يوه مسافر وړونکې الوتکه بحر کې لوېدلې ده

author avatar
10 Jan 2021 - 19:19
د اندونيزيا يوه مسافر وړونکې الوتکه بحر کې لوېدلې ده
author avatar
10 Jan 2021 - 19:19

کابل (پژواک، ٢١ مرغومى ٩٩) : د اندونيزيا يوه ملکي مسافر وړونکې الوتکه چې ٦٢ کسان په کې وو، بحر کې  لوېدلې ده.

د اندونيزيا د هوايي چلند ادارې ويلي چې د سرى وجائيا هوايي شرکت اړونده ٧٣٧ بوينګ ډوله الوتکه پرون له پلازمېنې څخه پونتيانک ښار ته روانه وه، چې تر الوتنې څلور د قيقې وروسته ورسره اړيکې پرې  او له رادار څخه نادرکه شوه.

سرچينې زياته کړې چې د الوتکې پيلوټ د کومې بېړنۍ پېښې اشاره هم نه ده ورکړې، خو ويل کيږي چې تر الوتنې څو دقيقې وروسته درې زره متره ټيټه شوې او بيا بحر ته غورځېدلې ده.

بحر ته د نږدې سيمې اوسېدونکو رسنيو ته ويلي چې دوى د يوې زورورې چاودنې غږ اورېدلى دى.

په بحر کې يو تن کب نيونکي ويلي، الوتکې بحر ته له غورځېدو سره سم چاودنه وکړه .

بلخوا د اندونيزيا د ترانسپورټ وزارت ويلي چې د ژغورنې ټيم له لسو کښتيو سره سيمې ته رسېدلى او د مړو د را ايستلو هڅې يې پيل کړې دي.

سرچينې زياته کړې چې تر اوسه د الوتکې ځينې ټوټې موندل شوې دي.

د راپورونو له مخې،د الوتکې د ١٢ تنه عملې په ګډون ٦٢ کسان چې اووه ماشومان او يو شمېر ښځې هم په کې شاملې دي، ويل کېږي چې ټول مړه شوي دي.

د يادونې ده چې په ٢٠١٨ کال کې هم په همدې سيمه کې د اندونيزيا يوه الوتکه غورځېدلې وه.

Visits: 30

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.