ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په نړۍ کې د کرونا ناروغانو شمېر له ٩٠ ميليونه واوښت

په نړۍ کې د کرونا ناروغانو شمېر له ٩٠ ميليونه واوښت

author avatar
11 Jan 2021 - 14:25
په نړۍ کې د کرونا ناروغانو شمېر له ٩٠ ميليونه واوښت
author avatar
11 Jan 2021 - 14:25

کابل (پژواک، ٢٢ مرغومى ۹۹): د راپورونو له مخې، په ټوله نړۍ کې د کرونا ناروغانو شمېر له ٩٠ ميليون کسانو اوښتی دی.

کرونا ويروس چې يو کال مخکې لومړى د چين په اووهان ښار کې پیدا شو، وروسته د نړۍ په شاوخوا ٢١٠ هېوادونو او سیمو کې خپور شو، اوس په ډېرو هېوادونو کې کنټرول شوى، خو په ځينو هېوادونو کې يې دويمه څپه پيل شوې ده.

د امريکا د جان هاپکنز پوهنتون معلوماتو له مخې چې د کرونا ناروغۍ په اړه معلومات او ارقام خپروي، تر نن غرمې  (د مرغومي ٢٢ مه) پورې په ټوله نړۍ کې د کرونا ناروغانو شمېر له ٩٠ ميليونه کسانو اوښتى دى.

دې سرچينې زياته کړې چې تر اوسه څه باندې ٦٤ ميليونه ناروغان له دې ناروغۍ بېرته روغ شوي، يو ميليون او ٩٤٤ زره کسان يې له امله مړه شوي دي.

د خپرو شوو معلوماتو معلوماتو او ارقامو له مخې، هره ورځ په ټوله نړۍ کې څه باندې ٤٠٠زره کسان پر کرونا اخته او شاوخوا اووه زره کسان يې له امله مړه کېږي.

د راپورونو له مخې، په امريکا کې ٢٢ ميليونه او ٩١٧ زره کسان، په هندوستان کې لس ميليونه او ٤٢٠ زره  او په برازيل کې اته ميليونه  او ١١٠زره کسان پر کرونا اخته شوي دي.

سرچينې زياته کړې، په امريکا کې ٣٨٣ زره، په هندوستان کې ١٥١زره او په برازيل کې ٢٠٣زره کسان د کرونا له امله مړه شوي دي.

دغه راز روسيه، کولمبيا، مکسيکو، سوېلي افريقا، هسپانیه، ارجنټاين، چيلي، برېتانیا، ایټالیا، جرمني، ایران، ترکیه او پیرو هغه هېوادونه دي چې په کې د کرونا د ناروغانو او مړو شمېر ډېر دی.

په افغانستان کې تر اوسه ٥٣٥٨٤ زره کسان پر کرونا اخته شوي، ٢٣٠١ کسان مړه او څه باندې  ٤٤زره کسان بېرته روغ شوي دي.

Visits: 9

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.