ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جلال اباد کې د ۳۵ میلیونه ډالرو په لګښت د کار موندنې او ملي دسترخوان پروګرامونه پیل شول 

جلال اباد کې د ۳۵ میلیونه ډالرو په لګښت د کار موندنې او ملي دسترخوان پروګرامونه پیل شول 

author avatar
12 Jan 2021 - 11:07
جلال اباد کې د ۳۵ میلیونه ډالرو په لګښت د کار موندنې او ملي دسترخوان پروګرامونه پیل شول 
author avatar
12 Jan 2021 - 11:07

جلال اباد (پژواک، ۲۳ مرغومی ۹۹): د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار کې د ٣٥،٦ میلیونه ډالرو په لګښت د کار موندنې پروژې او د ملي دسترخوان پروګرامونه پيل شول.

مسوولين وايي چې د دغو پروژو پر مټ به ۳۰ زره کسانو ته د کار موندنې فرصت برابر او ۱۰۲ زره کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشي.

د دغو پروګرامونو پرانيسته کې د ننګرهار والي ضیاءالحق امرخېل وویل، چې د ښاروالۍ په چوکاټ کې د لس میلیونه ډالرو په لګښت د ملي دسترخوان پروګرام  پيل شو، چې ۱۰۲ زره کورنیو سره به د څلور، څلور زره افغانیو په لګښت د غوړیو، اوړو، وریجو، لوبیا او صابون مرسته وشي چې د جلال اباد ښار نوي سلنه وګړي به له مرستې څخه برخمن شي.

هغه زیاته کړه، د جلال اباد ښاروالۍ په چوکاټ کې یې د ۲۵.۶ میلیونه امریکایي ډالرو په لګښت د کار موندنې پروژې پرانیسته هم وکړه چې په ترڅ کې به يې ۳۰ زره کسانو ته د نږدې څلورو کلونو په موده کې د کار زمینه برابره او په جلال اباد ښار کې به د سړکونو، پلچکونو، ویالو، پارکونو او نورو زیربنايي برخو کې پروژې تطبیق شي.

امرخېل په شفاف ډول د یادو پروګرامونو د تطبیق په موخه له ټولو وغوښتل چې په جدي ډول څارنه ترسره کړي .

د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې عمومي رييس شمیم خان کټوازي چې په دې مراسمو کې يې ګډون کړى و، وويل،  د ننګرهار د والي او مرستیال په ټاکنه کې له پوره پاملرنې او احتیاط څخه کار اخیستل شوی دی .

هغه زیاته کړه، د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې په چوکاټ کې یې په تېرو څلورو کلونو کې د ۵.۶ میلیارده افغانیو په لګښت بېلا بېلې پروژې پلي کړي، همدا راز د کار موندنې پروګرام کې پنځه سوه نورې پروژې هم په پلان کې نیول شوې دي چې د څلورو کلونو په موده کې به تطبیق شي.

نوموړي وویل، په تېرو څلورو کلونو کې د ولسي تړون پروګرام له لارې یې په جلال اباد ښار کې د ۱۸ میلیونه ډالرو په لګښت درې سوه پروژې پلې کړي او دوه سوه نورې پروژې عملا جریان لري، همدا راز د ۷۲ میلیونه امریکایي ډالرو په لګښت په راتلوونکو څلورو کلونو کې د نورو پروژو تطبیق په پلان کې لري .

په دې غونډه کې د ولایتي شورا غړي اسرارالله مراد د ښاریانو په استازیتوب د یادو دواړو پروژو له پیل کېدو څخه هرکلى وکړ، خو دې ولایت ته یې د لا زیاتې پاملرنې غوښتنه وکړه، همدا راز یې د متوزان انکشاف، د ولسوالانو په برخه کې د سالمو اصلاحاتو رامنځته کولو او نورو برخو کې د پاملرنې غوښتنه وکړه چې د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې د عمومي رييس له لوري ډاډ ورکړل شو.

Visits: 58

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.