ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د خیالي ښوونځي ودانۍ جوړولو ته نږدې ۴۰ میلیونه افغانۍ ایستل شوي

د خیالي ښوونځي ودانۍ جوړولو ته نږدې ۴۰ میلیونه افغانۍ ایستل شوي

author avatar
14 Jan 2021 - 14:41
د خیالي ښوونځي ودانۍ جوړولو ته نږدې ۴۰ میلیونه افغانۍ ایستل شوي
author avatar
14 Jan 2021 - 14:41

کندهار (پژواک، ۲۵مرغومی۹۹): زابل کې د یو ښوونځي د هغې ودانۍ موضوع چې د ولسي تړون پروګرام له خوا په ۸.۳ میلیونه افغانۍ جوړ شوی، خو د ښار جوړولو وزارت څخه هم ۳۹.۶ میلیونه افغانۍ ورته ایستل شوي، عدلي او قضايي ادارو ته وسپارل شوه.

د کلیو او پراختیا وزارت یو سند ښیي چې د زابل ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې د سیدخېل په نوم ښوونځي ته د ودانۍ جوړولو په موخه د سیمه ییزې شورا او د یادو وزارت اړوند د ولسي تړون پروګرام د چارواکو ترمنځ د ۱۳۹۸ کال د سلواغې په ۲۸مه هوکړه شوې ده.

د سند له مخې، د دغې ودانۍ د جوړېدو لګښت ۸.۳ میلیون افغانۍ ښودل شوی دی.

د زابل د پوهنې رییس نصرالله زاهد پژواک خبري اژانس ته وویل چې د یاد تړون له مخې، د دغې ودانۍ د جوړولو چارې تر ۹۵ سلنه مخته تللي او په لنډ وخت کې به ګټې اخیستې ته وړاندې شي.

خیالي پروژه

پژواک ته رسېدلي اسناد ښيي چې د یاد ښوونځي ودانۍ د جوړولو تړون د کلیو او پراختیا وزارت د ولسي تړون پروګرام له قرارداد شاوخوا ۱۶ میاشتې مخکې (د ۱۳۹۷ کال د تلې په ۲۹مه) د ښار جوړونې او ځمکو وزارت او د “تمیم امیني” په نوم له یو شرکت سره په ۶۸ میلیونه، ۴۷۳ زره او ۷۹۱ افغانیو لاسلیک شوی و.

د یاد سند له مخې، باید د دغې ودانۍ چارې د ۱۳۹۹ کال د غويي په اتلسمه بشپړې شوې وې، خو د ښار جوړونې وزارت د عامه او دولتي ودانیو د برنامو ریاست د وړاندیز له مخې، د جوړېدو وخت د یاد وزارت د مخکني سرپرست محمد جواد پیکار په لاسلیک د ۱۳۹۹ کال د تلې تر ۲۰ مې غځول شوی دی.

خو د دغه وزارت د څارنې او کنټرول ریاست یو راپور ښیي چې زابل کې د سيدخېل ښوونځي ته د ودانۍ جوړولو پروژې “هېڅ اسناد” د ښار جوړونې وزارت د تدارکاتو ریاست له خوا د څارنې او کنټرول ریاست سره نه دي شریک کړي او په دغه نوم پروژه په دغه ریاست کې نه ده ثبت شوې.

په راپور کې راغلي چې د یادې پروژې په اړه له ښار جوړونې وزارت د دولتي او عامه ودانیو د برنامو له ریاست څخه د معلوماتو غوښتنه شوې، خو نه یواځې چې دغه او د یاد وزارت اړوند د تدارکاتو ریاست هم اسناد نه لري، زابل کې د ښارجوړونې او ځمکو ریاست سره هم په دې اړه «جزئیات» نشته.

په راپور کې راغلي:”د تمیم امیني شرکت استازو د کندوز ولایت یوې پروژې ۱۴۱.۵ متر دېوال او ۸ ټولګیو لومړي قسط په اړه د څارنې او کنټرول ریاست یو سند د سکن له لارې اېډېټ کړی او د هغه سند کلمې یې [د سیدخېل ښوونځي پروژې لپاره] تغییر کړي او په خپل نوم یې یوه پروژه په کې لیکلې چې د [ښار جوړونې وزارت] د تدارکاتو ریاست ته یې استولې ده؛ له همدې امله څلور انوایسونه چې لومړی یې د ۱۳۹۸ کال د تلې په ۳۰مه ۷۴۶۵۷۵۰ افغانۍ، دویم د ۱۳۹۹ کال د غويي په ۸مه ۷۱۵۵۵۴۶ افغانۍ، درېیم د غويي په ۳۰مه، ۸۱۵۸۷۴۳ افغانۍ او څلورم هم د غويي په ۹مه ۶۸۳۵۸۵۲ افغانۍ ترسره شوي چې ټولې ۳۹.۶ میلیونه افغانۍ کېږي او پنځم انوایس په طی مراحل کې دی.”

خو د ښارجوړونې وزارت یوې باوري سرچینې پژواک ته وویل، د ښار جوړونې وزارت د کیفیت د څارنې او کنټرول ریاست راپور نیمګړی دی، ځکه په ټوله کې تر اوسه د پروژې پنځه قسطونه ورکړل شوي، د تادیه شوو پیسو مجموعي بیه نږدې ۴۰ میلیون افغانۍ ده.

سرچینې زیاته کړه: “لومړی قسط ۷۴۶۵۷۵۰ افغانۍ و چې م۱۶ شمېره یې ۱۷۹۱، ده، دویم قسط ۷۱۵۵۵۴۶ افغانۍ، درېیم قسط ۸۱۵۸۷۴۳ افغانۍ، څلورم ۶۸۳۵۸۵۳ افغانۍ او پنځم قسط ۱۰۲۱۳۰۰۰ افغانۍ دی، چې ټولې ۳۹  میلیون او ۸۲۸ زره او ۸۹۲ افغانۍ کېږي. ”

سرچینه ادعا کوي چې د پروژې د لومړي قسط اسناد له ښارجوړونې وزارت څخه ایستل شوي دي خو د مالیې وزارت په سیستم کې موجود دي. هغې زیاته کړه، د پروژې موافقه د مالیې وزارت له لارې په ۱۳۹۷ کال کې شوې چې د ۱۳۹۸ کال د بودیجې په سند کې په ۴۲۳ شمېره ضمیمه کې شامله ده او د یاد ښوونځي تړون په ۱۳۹۷ کال کې لاسلیک شوی دی.

یاده سرچینه وايي، که څه هم په ۱۳۹۸ کال کې د ښارجوړونې وزارت څخه لېږل شوي پلاوي پروګرام ته راپور ورکړی چې یاده سیمه ناامنه ده او هېڅ ډول سروې په کې نه ده ترسره شوې، خو سربېره پر دې هم د عامه او دولتي ودانیو پروګرام د پروژې د لومړي قسط پیسې تادیه کړې او د څارنې ریاست د پروژې د ناظر په توګه د کار پرمختګ تایید کړی دی.

سرچینه وايي: “د پروژې لومړی قسط او د کار پرمختګ د عامه او دولتي ودانیو د پروګرام د مسوول له خوا تایید شوی او لومړۍ تادیه هم د پروګرام له خوا ترسره شوې ده. د تړون د وخت د تمدید، تادیه شوو قسطونو، د کار د پرمختګ، د ودانۍ د چارو معینیت د تاییدۍ په ګډون د پروژې ټول اسناد په ورپسې قسطونو کې موجود دي. ”

د زابل د پوهنې رییس نصرالله زاهد پژواک ته وویل چې په ۱۳۹۷ لمریز کال کې د ښار جوړونې له وزارت څخه یوه تخنیکي ډله زابل ته ورغلې وه، تر څو د سيدخېلو د لیسې لپاره د ودانۍ جوړولو په موخه د ځمکې سروې وکړي.

دی وایي، له پلاوي سره د یادې ولسوالۍ د پوهنې امر تللی و، خو طالبانو اجازه نه وه ورکړې او ورته يې ویلي و، چې تاسې له مشرانو اجازه نه ده اخیستې.

هغه زیاتوي، یاد شوى تخنیکي پلاوى بې له دې چې دوی ته رسمي راپور ورکړي، بېرته کابل ته ولاړ.

د ده په وینا، که د یاد ښوونځي د ودانۍ جوړولو په نوم له ښار جوړونې وزارت څخه پیسې ايستل شوې هم وي، خو سیمه کې د دغه وزارت له خوا ودانۍ نه ده جوړه شوې.

د زابل ولایت د ښار جوړونې رییس صدیق الله رښتین هم تاییدوي چې د دغه وزارت له خوا یاد ښوونځي ته ودانۍ نه ده جوړه شوې.

دغه راز د زابل والي جنرال احمد ګل رسولي وايي چې ولایتي ادارې په دې اړه څېړنه کړې ده، خو په سیمه کې د ښارجوړونې وزارت له لوري د ښوونځي جوړولو لپاره حتی سروې هم نه ده شوې.

نوموړي په دې هکله چې ولې په دې اړه اقدام نه دی شوی، وویل:”په زابل کې په دې اړه هیڅ اسناد او مدارک نشته چې په اړه یې اقدام وشي، نو ځکه دا موضوع تر ډېره په مرکز پورې اړه پیدا کوي.”

خیالي تړون چا لاسلیک کړی؟

د ښارجوړونې او ځمکو وزارت د مالي او اداري چارو مرستیالې خاطرې سادات د یادې موضوع په تړاو د ولسمشرۍ ماڼۍ د چارو او ملي تدارکاتو ادارو ته دوه جلا مکتوبونه استولي دي.

په دغو مکتوبونو کې راغلي چې د سیدخېل ښوونځي تړون د دغه وزارت پخواني او د سولې په چارو کې د دولت اوسني وزیر سید سعادت منصور نادري لاسلیک کړی، خو د پروژې وخت د دغه وزارت د مخکني سرپرست وزیر محمد جواد پیکار په لاسلیک غځول شوی دی.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت سرپرست او اداري مرستیال غلام یحیی عباسي د خاطرې سادات د یادو مکتوبونو په غبرګون کې د روان کال د مرغومي په لومړۍ نېټه ښار جوړونې وزارت ته مکتوب استولی او لیکلي یې دي چې ولسمشرۍ ماڼۍ د ۱۳۹۷ کال د غبرګولي په ۲۱مه (د تړون له لاسلیک نه شاوخوا څلور میاشتې مخکې) د ښار جوړوړنې له وزارت نه د نادري استعفا منلې ده.

د نادري د استعفا کاپي هم پژواک ته رسېدلې او ښیي چې هغه د ۱۳۹۷ کال د غبرګولي په ۱۲مه استعفا ورکړې او د غبرګولی په ۱۲مه منظور شوې ده.

د ښارجوړونې او ځمکو وزارت مخکني سرپرست محمد جواد پیکار د روان کال د مرغومې په لومړۍ نېټه پرخپله فېسبوکپاڼه لیکلي:”څنګه کېدای شي چې د یوې پروژې تړون نه وي لاسلیک شوی او وخت یې وغځیږي، په دې مسئله کې دې ته ورته ډېرې پوښتنې مطرح شوې دي. په ټينګار سره غوښتنه کوم چې دا موضوع دې هر اړخیزه وڅېړل شي او د قانون له مخې دې په دې اړه اقدامات وشي.”

پژواک هڅه وکړه چې د تمیم امیني شرکت له چارواکو سره هم خبرې وکړي، خو اړیکه ورسره ټینګه نه شوه.

عدلي او قضایي ارګانونو ته د موضوع سپارل

د ولسي جرګې د دیني، کلتوري، پوهنې، لوړو زده کړو، ارشاد، حج او اوقافو چارو کمېسیون د روان کال د مرغومي په ۱۵مه د یو مکتوب له لارې د پارلماني او تقنیني چارو له ریاست نه غوښتي چې دغه قضیه دې لویې څارنوالۍ ته ولېږي.

په دغه مکتوب کې د ښارجوړولو وزارت له خوا د سیدخېل ښوونځي د ودانۍ جوړېدو په اړه راغلي:” د پروژې د قسطونو تادیه، جواز، تذکره، په غیر قانوني ډول د تذویري اسنادو طی مراحل نشته؛ په داسې حال کې چې پروژه نه بوديجه کې شته او نه هم د بودیجې په ضمیمه کې، نه داوطبي ترسره شوې، نه ساحه کې کار شوی او نه هم منظوري لري.”

د ښارجوړونې او ځمکو وزارت نن پر خپله فېسبوکپاڼه لیکلي چې د یادې موضوع په اړه د دغه وزارت د داخلي تفتیش او د څارنې او کنټرول ریاستونو د پلاوي څېړنو راپور له بشپړېدو وروسته، موضوع عدلي او قضايي ادارو ته وسپارل شوه.

پژواک د ډنمارک او د ملګرو ملتونو پراختيايي پروګرام (UNDP) په مالي مرسته دا راپور برابر کړی دی.

Visits: 647

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.