ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کاناډا: د خپلواک، ولسواک او ثبات لرونکي افغانستان ملاتړ کوو

کاناډا: د خپلواک، ولسواک او ثبات لرونکي افغانستان ملاتړ کوو

author avatar
21 Jan 2021 - 14:01
کاناډا: د خپلواک، ولسواک او ثبات لرونکي افغانستان ملاتړ کوو
author avatar
21 Jan 2021 - 14:01

کابل (پژواک، ۲ سلواغه ۹۹): د کاناډا لومړي وزیر له ولسمشر غني سره په تيلېفوني اړیکه کې ویلي چې هېواد یې په افغانستان کې د یوې داسې سولې ملاتړ کوي چې ثبات، خپلواکي او ولسواکي په کې خوندي وي.

د ولسمشر ویاند دفتر خبرپاڼه کې چې نن پژواک خبري اژانس ترلاسه کړې، راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غنې پرون ماښام د کاناډا له لومړي وزیر جستن ترودو سره تيلېفوني خبرې وکړې.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې ټیلېفوني خبرو کې د کاناډا له لومړي وزیر په افغانستان کې د ناامنۍ پر ډېرېدو اندېښنه څرګنده کړه او زیاته یې کړه: «موږ په افغانستان کې د یوې داسې سولې ملاتړ کوو چې دغه هېواد باثباته او خپلواک وي او د ولسواکۍ نظام ولري.»

سرچینه لیکي چې دواړو لوړو د ناټو د دفاع وزیرانو کنفرانس په اړه چې  د فبرورۍ په میاشت کې په بروکسل کې جوړېږي، خبرې وکړې او ویې ویل چې په دغه کنفرانس کې باید د افغانستان لپاره یو ګډو او همغږی سیاست رامنځته شي، د سولې خبرې یوه مطلوب هدف ته ورسېږي.

د یو بل خبر له مخې، ولسمشر محمد اشرف غنې پرون ماښام  په کابل کې د امریکا له شارژدافیر او د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت له عمومي قوماندان، جنرال سکاټ مېلر سره وکتل.

د ارګ په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې لیدنه کې د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر د خپل وروستي سفر په اړه له ولسمشر غنې سره معلومات شریک کړل.

د خبرپاڼې له مخې، دواړو لورو د افغانستان د سولې پروسې، د جینوا کنفرانس د ژمنو تعقیب او د متحده ایالتونو له نوې ادارې سره د افغانستان اړیکو په اړه چې سبا به رسماً خپل کار پیل کړي، په تفصیل سره خبرې وکړې.

دا په دی حال کې ده چې تېره شپه د جو بایدن د لوړې مراسم ترسره شول او نوموړی د امریکا څلوېښتم ولسمشر شو.

د یادونې ده، د حکومت او طالبانو مرکچي پلاوو ترمنځ د سولې بین الافغاني مذاکراتو په لومړي پړاو کې (شاوخوا درې میاشتې) د سولې پر کړنلاره موافقه وشوه او په دویم پړاو کې له درېیو اوونیو وقفې وروسته خبرې د سلواغې میاشتې په ۱۷مه په قطر کې پیل شوې.

Visits: 68

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.